اميرکروړ:
امیرکروړدامیرپولادسوري زوی دی، امیرپولاد د ملک شنسب دزامنو څخه و، چې په غورکې یې بادشاهي کوله، امیرکروړ په (۱۳۹هـق-۷۵۶م) دغورپه مندیش کې پاچاشو، دپښتوژبې لومړنی لاسته راغلی حماسي نظم یې وویلې، چې ویاړنه یې بولي.
امیرکروړپه(۱۵۴هـ ق)کال دپوشنج په جنګونوکې مړشواو(۱۵)کال یې دخپل قوم مشري وکړه، د نظم نمونه یې په لاندې ډول ده:
ویاړنه
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسندوپرتخاروپرکابل نسته
بل په زابل نسته لـه مـا اتـل نستــه
غشي دمن مي ځي برېښناپرمیرڅمنوباندې
پـه ژوبـله، یـونم، یرغالم پرتښتېدونوبـاندې
په ماتېدونو باندې لـــه مـا اتـل نستــــــه
زمادبریوپرخول تاوېږي هسک په نمنځ وپه ویاړ
د اس له سوومې مځکه ریږدي، غرونه کــــاندم لټاړ
کړم ايوادونه اوجاړ لـــــه مــــا اتل نسته
زمادتورې ترشپول لاندې دی هرات وجروم
غرج وبامیان وتخاربولي نوم زمــاپه اودوم
زه پېژندوی يم په روم له مــــااتـل نسته
پرمروه زماغشي لوني ډاري دښن راڅخه
دهرې رودپه څنډوځم تښتي پلـــن راڅخه
رپي زړن راڅخه لـه مـا اتـل نسته
خــــــپلووګــــړولــره لـور پېـــرزوینـه کـــوم
دوی په ډاډینه ښه پالم، ښه یې روزنه کوم
تل یې ودنه کوم لــه مااتل نسته
په لویوغرومې وینادرومي نه په ځنډوپه ټال
نـــړۍ زمــــاده نــوم مې بولـــي پردریـځ ستایــــوال
په ورځوشپومیاشتوکال لــه مــااتل نستـه
دامیرکروړدلاسته راغلي حماسي نظم دپوخوالي اومتانت څخه معلومیږ ي، چې پښتو د اسلام تر مخه هم خامخانظم اوادب درلود، مګر ترڅو پورې،چې بله پخوانۍ نمونه نه وي پیداشوي، نودانظم دپښتو لومړنی نظم اوامیرکروړدپښتوژبې اول شاعرګڼل کېږي .
مشراستادصدیق الله رشتین په(پښتوادب تاریخ)اوډاکترصاحب زیور الدین زیور(پښتوادبیاتو تاریخ لرغونې دوره)اوداسې نورو مشرانو لیکوالانواوپوهانوویلي دي:(امیرکروړغښتلی، کلک اومحکم سړی و، په یوه تن به له سلوتنوسره جنګېده، نوځکه کروړاوجهان پهلوان بلل کېده)، دلته یوه پوښتنه پیداکېږي، هغه داچې امیرکروړدکوچنيوالي نه پهلوان نه و، دده دجنګ قوت اوجسماني غښتلوالی په ځوانۍکې ښکاره شو،نوپه دې باندې کروړنوم په کوچنیوالي کې کېښودل شوی واوکه په ځوانی کې کېښودل شوی و، د ډېرو پوهانودا نظر دی، چې کله امیرکروړ کامیابي اوسوبي ترلاسه کړې اوپه یوتن دسلوکسانوسره جنګیده نوځکه په امیرکروړمشهورشو، چې د کلک اوسخت په معنا دی، خوزماپه نظر دایوه افسانوي خبره ده، دامیر کروړنوم له کوچنیوالی نه کروړ و، اودامیر پولادپه واسطه پرې دغه نوم کېښودل شوی و، اوس هم په ځینو کورنیو کې داسې نومونه لیدل کېږي، چې دنیکه، پلار او ورونو د نومونوترمنځ ځیني مشابهتونه موجودوي اومعنوي تړاوپکې لیدل کېږي، په ډېرادب تاریخونوکې دامیرکروړشعرحماسه ښودل شوې ده، چې په حقیقت کې د امیرکروړنظم حماسي نظم دی، خوحماسه نه ده، ځکه چې حماسه او حماسي نظم یودبل سره توپیر لري، هرحماسي نظم ته حماسه نه شو ویلای.
دشکلي جوړښت له مخې دامیرکروړنظم دپښتولرغونې سندرویوه ښه نمونه ده اودمعنوي جوړښت له مخې حماسي نظم(ویاړنه)ده اوپه لفظي او معنوي صنعتونوکې یې مراعات النظیر، اغراق اوتجنیس په نظم کې لیدل کېږي.
دغه نظم سوچه پښتودی اود(عربي، فارسي اوپهلوي)ژبې اغېزې پکې نه لیدل کېږي، دامیرکروړ په اړه دډېروپوهانوماخذاومرجع د محمد هوتک بن داودپټه خزانه ده، چې دې دشیخ کټه دلرغونې پښتانه او بیا شیخ کټه د محمد بن علي د تاریخ سوري نه اخیستی دی،خودتاریخ سوري ماخذ معلوم نه دی،ډېراحتمال شته،چې دانظم دې دویلوله وخته د تاریخ سوري دتالیف تر وخته(۶۵۰ هـق)په شفاهي ډول دخلکوپه منځ کې خورراغلی وي اودراویانوحافظودې ترمحمدبن علي البستي پورې را رسولی وي.
دامیرکروړویاړنه داوستا اوریګویداله ځینوسندروسره ورته والی لري.
دامیرکروړ دنظم ځینوبیتونوکې دهنریت څرک ښکاري خودنظم ډېرو بیتونوکې یې خپل مطلب نیغ په نیغه اداکړی دی.
داچې د امیرکروړ په نظم کې د فارسي لغات نه لیدل کېږي، اصلي دلیل یې دادی،چې دفارسي ژبې دنظم اونثرتاریخ ترپښتووروسته دی،داو د پښتوژبې لومړنی ناظم،چې تاسووپېژنده.(۵۶: ۱۳مخ)
وياړنه: په خپل دین، قوم ، ژبه، نیکونو، تورې ، مېړانې ، زړورتیا او نورواوچتو صفتونو ویاړ کولو ته ویاړنه وایي، چې بېلګه يې د امیرکروړ نظم دی.(۸۸: ۲۳۱مخ)
هاشم:
په پښتونظم تاریخ کې ترجهان پهلوان امیرکروړ وروسته بل پخوانی لیکوال اوناظم، چې تقریباترامیرکروړسل کاله وروسته دی،ابومحمد هاشم په(۲۲۳هـق)کال کې دهلمندپه سروان کې زیږیدلی او په(۲۹۷هـ ق ) کال کې د هلمندپه بست کې د(۷۴)کالو په عمر وفات شوی دی.
ابومحمدهاشم په عراق کې دابن خلادچې په ابوالعیناباندې مشهورو، شاګردو، دایوظریف اوادیب سړی و، په یوشعریې درهم ستایلي دي او ابومحمدهاشم هغه شعر داسې په پښتواړولی دی:(۱۰۲: ۱۹مخ)
شعر
ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبـــور ورله ورځـي ویــنا يــې اروي
د درهم خاوندان تل وي په ویـاړنه
که درهم یې ځینې ورک سو، سي نتلی
پر نړۍ یې وي په خړو پېژندوینه
که بډای سوڼی وبولي خلک وایي
دا وینا ده رښتیانیه لــه رښـــــتونه
که بې وزلي ووایي رښتیا خــــــبره
نور ووایي داخوسوڼی دی تېرونه
هودرهم ښندي هرچا له لویه برخه
ددرهم دخاوند هر ځای پر تمونه
(۹۷: ۱۲مخ)
په لرغونې دورې کې دا لومړنی ژباړل شوی شعر دی، چې د عربي ژبې نه پښتوژبې ته ترجمه شوی دی، دعربي اوفارسي ژبې لغات(درهم، خاوند اوزر)پکې له ورایه معلومېږي،دشرقي شاعرۍ(عروضي شعرونو) لومړنۍ نمونه ده،داچې په نظم کې دعربي ژبې لغات لیدل کېږي او شکلي جوړښت یې هم دعربي ژبې دی، حقیقت دادی چې د عریي ژبې نه ژباړل شوی دی او شاعر د عربي ژبې د تکړه لیکوال ابن خلاد شاګردو. د شکلي جوړښت په اړه يې ځینې ادب تاریخونو کې(دپښتوادبیاتوتاریخ او د پښتوادبیاتو تاریخ لرغونې اومنځنۍ دورې)کې د هاشم شعرته قطع ویلې ده،خوزماپه نظرنوموړی ژباړلی شعردفورم له مخې بې مقطع غزل دی، یوه مطلع اوشپږ بیتونه لري، یعنې په وروستي بیت کې یې شاعر خپل نوم یا تخلص نه دی ذکرکړی، دمعنوي جوړښت له مخې دشعر موضوع پنداونصیحت دی اودمدحې په بڼه یې درهم غندلې دي .
په لفظي اومعنوي صنعتونوکې(تضاداوجمع)یي په بیتونوکې لیدل کېږي .
دقطعې لومړني نیم بیتي سره هم قافیه وي، خوپورته شعرکې د(وینه، درهمونه، ویاړونه، پېژندونه، دښتونه، تېرونه اوپرتمونه یې د قافیي توري دي، چې په همدې دلیل ورته بې مقطع غزل ویلی شو، دشرقي شاعرۍپه ځیلونوکې یوله مهموژانرونوځینې دي، چې هاشم لومړنی ژباړن دی چې په دې فورم کې یې نظم ویلی دی.(۷۱: ۲۷مخ)
غزل: غزل په لغت کې له ښځوسره خبرې کول، دځوانۍ ذکرکول، د عشق اومینې خبرې اورولو ته وایي اوپه اصطلاح کې دیوه وزن اویوې قافیې دشعرونوهغې ټولګې ته وایې چې په هغې کې د ښکلا، عشق، معشوقې ستاینه،اخلاق،فلسفه،تصوف اودقلبي وارداتوبیان وي، دجوړ ښت له مخې دغزل کم بیتونه پینځه اوزیات بیتونه یې پنځلس وي لومړني دوه نیم بیتي هم قافیه اوپه تعقیب سره څلورم، شپږم، اتم په همدې ډول تراخره پورې ټول نیم بیتي قافیه تعقیبوي، ردیف پکې اختیاري دی که چېرې د قافیوسره راوړل شو، تراخره پورې ردیف پکې حتمي اصل ګرځي غزل لاندې ډولونه لري:(۹: ۳۶مخ)
رديف وال غزل: هغه ډول غزل دی، چې د قافیي ترڅنګ ردیف هم لري،ردیف هغه یوه یاڅوکلمې دي، چې تر قافيي وروسته په عین شکل اومعناسره تکراریږي .
څوقافيزغزل: دا هغه ډول غزل دی، چې دوې یا تردووزیاتې قافیې ولري .
مات غزل: مات غزل ورته ځکه وایي چې په منځ ملا کې یا د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ یوه وقفه راځي، په همدې منځ کې د څپو د شمېرله مخې هره مسره پردوومساوي برخوویشل کیږي .(۱۰۷: ۹مخ)
ټول قافيزغزل: هغه غزل ته وایي، چې ټولې مسرې یې قافیه ولري، یعنې سرترپایه د هرنیم بیتي په پای کې یوه قافیه مراعات شوې وي.
يادونه: دغزل په محتوا اومنځپانګې کې د ښکلا، عشق، د معشوقې ستاینه، اخلاق، فلسفه، عرفان، تصوف اوداسې نورمسایل راتلای شي، دغزل منځپانګه یوازې غنايي نه شي کېدای اوهر ډول منځپانګه خپل کولی شي.
داچې د ځينوشاعرانودپنځلسوبیتونونه زیاتوبیتونونظم ته اوس هم غزلوویل کېږي، دلیل یې دادی چې دغزل نوم د خلکوپه زړونواوژبوباندې دډېرتکراریدلونه وروسته ددوی په زړونوکې ځای نیولی دی اوځینې خو اوس هم هغه قصیدې ته چې غنایي منځپانګه لري غزل وایي.
لکه څنګه چې ډېروناظمان ته عوام شاعران وایې، دلیل يې دادی چې د ډېروخلکوپه زړونواوژبوباندې دشاعرلفظ حفظ شوی دی اوهرناظم ته شاعر وایي، دقصیدې اوغزل هم داموضوع ده.
شيخ رضي:
شیخ رضي د شیخ حمیدلودي وراره و، د شیخ حمید کورنۍ له(۳۵۱ ـ۳۹۰ هـ ق)پورې دهندپه ملتان کې حکومت درلود.
شیخ رضي نېک سړی اودپښتوژبې ادیب و، وایي چې خپل تره شیخ حمیدلودي دپښتونخواغروته داسلام دتبلیغ لپاره استولی و، هغه وخت چې دخپل تربور(نصرلودي)له الحادڅخه خبرشو،نوداشعریې ورته واستوه:(۲۲: ۱۴مخ)
د الحاد په لور دې ترپلل
ګروه دې زموږ وکوراوه
موږ روڼـلې په زیــــــارنه
تـــا په تــــور وتــــــــوراوه
لرغون ولی ګروهیدلی
چــــــــې دې ګوښې اړاوه
لودي ستا په نامه سپک شو
کــــــــــه هرڅو مــو درناوه
نصر ه نه مو یې له کهاله
لــــــــــــودي نه یې په کــاوه
زموږ رغا ده ستا له ګروهه
د ورځـــــــــلوی په رغـــــــاوه