لومړی څپرکی

په دغه څپرکي کې يې لولئ:

لرغونې(لومرۍ)دوره

سوریان

لودیان

پښتون کورنۍ

امیرکروړ

محمدهاشم

شیخ رضي

نصرلودي

بیټ نیکه

شیخ اسعدسوري

ښکارندوی غوري

شیخ متي

اکبرزمینداوي

سلطان بهلول لودي

زرغونه کاکړ

شیخ بوستان بړیڅ

میرمن نیکبخته

اونور ……………….

دلرغونې دورې څېړنه اوځانګړنې

د پښتوژبې د لرغونې(لومړۍ)دورې لاسته راغلی لومړنی نظم دامیر کروړ په(۱۳۹هـق)کال اولومړنی لاسته راغلی نثردسلیما ماکو(۶۱۲ هـ ق ) تذکرة الاولیا اته مخونه دي.(۱۱: ۱۳مخ)

دا چې نظم اونثردلیک پواسطه لیکل کېږي اود ژبې پواسطه ویل کېږي، غواړم په ژبې اولیک باندې د ځینوپوهانواو مفکرینونظریات د ښه وضاحت لپاره وړاندې کړم.

ژبه:په ډېروکتابونوکې مې لیدلي اولوستلي دي، چې د ژبوتاریخچه د اندواروپایي څخه پیل کېږي او وایي دغه اندواروپایي یوفرضي نوم دی، چې نننۍ ټولې ژبې له همدې اندواروپایي څخه لاسته راغلي دي، او په دنیاکې د ټولو ژبو تاریخچه اندواروپايي ته رسېږي، د اندواروپایي ژبو په اړه ډېر نظریات د اروپایانودي، خود ژبې لاس ته راغلي اسنادد هندواروپایي څخه دي، چې ددې څخه له مخه هم د ژبې اولیک دپیدا یښت په ا‌ړه قوي اومستند دلایل موجوددي.

دا چې موږاو تاسې مسلمانان یواوپرقرانکریم ایمان لرو، په قرا نکریم کې الله جل جلاله فرمایي:

(وَعَلَّمَ اٰدَمَ الْاَسْمَاۗءَ كُلَّهَا) [البقره/٣١]

یعنې حضرت ادم علیه السلام ته د ټولوشیانونومونه وښودل شو یا د ټولوشیانوعلم ورته ورکړل شو، بل ځای الله جل جلاله فرمايي:

(خَلَقَ الْاِنْسَانَ Ǽ۝ۙ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ Ć۝) [الرحمن/٣-٤]

یعنې انسان يې پیداکړواوبیايې ورته و ښودلو، نودپورته ایاتونونه په ډاګه معلومیږي، چې د شیانونومونه او د هغې علم د انسان د پیدایښت سره پیدا شوی دی.(۲: ۵۵مخ)

کله چې ادم علیه السلام پرمخ د ځمکې مېشت شوخبرې يې وکړې اود الله جل جلاله سره یې سوال او ځواب وکړ، نومعلومه شوه چې دژبې تاریخچه ان ادم علیه السلام ته رسېږي.

ژبې ته د قرانکریم په اصطلاح کې(لسان)وایي، چې جمع یې(السنه) راغلې ده اوپه قرانکریم کې د ژبې دغه نوم پنځه ویشتو ایاتونو او درویشتو سورتونو کې راغلی دی. په نبوي احادیثو کې هم د لسان (ژبې) کلمه زښته ډېره استعمال شوې ده. داچې وایې ژبه دافهام اوتفهیم (پوهولواوراپوهولو)وسیله ده. دلته سوال پیدا کېږي چې حېوانات هم په خپلو کې د اوازونو په واسطه یو بل پوهولی شي لکه د مار په لیدلو چې مرغۍ راغونډې شي او د ویرې شور جوړکړي.

یعنې په ځناورو او مرغانوکې هم د یوبل د پوهولواو راپوهولو ماده الله جل جلاله ایښې ده، خو هغوی ددې اوازونو نه علاوه نور څه نه شي ویلای، نو د انسان اومرغانوپه پوهولواوراپوهولوکې فرق دادی، چې انسان کولای شي خپل خیالات اواحساسات دژبې پواسطه ښکاره کړي، خودمرغانوپه اوازکې دغه ماده نه لیدل کېږي، ژبه دهغواوازونونوم دی، چې انسانان پرې خپل مطلب بیانوي. په عربي کې ژبې ته لسان ، یوناني کې یوغوسه، انګریزي کې لینګویچ، فارسي اواردو کې زبان، سانسګریټ کې جوا او پښتوکې ژبه ویل کېږي. امام راغب اصفهاني متوفي په (مفردات قران ) کې ویلي دي:

(لسان مفرددی اوجمع یې السن دی) اوپه (معجم الوسیط)او(المنجی) کې ویلي دي:

((لسان دسیندپه زورسره دغوښې هغه ټوټې ته ویل کېږي، چې په خوله کې ده،دخوراک خوند پرې معلومېدای شي،خواړه ستونې اوبیاګېډې ته پرې تېرولی شواوخبرې پرې کولای شو، دژبې نومونه په عربي ژبه کې (اللفظ،منطق،خطاب،قول،اللغته اوکلام)دي، اولاندې ډولونه لري:

(۲: ۹۹مخ)

د ژبې ډولونه

اروپایانود ټولو ژبو موراندواروپایي ښودلې ده اوبیایې اندواروپایې په یولسوډلوویشلي ده اوپه ځینوځایونوکې کینتوم اوستم په دوه لویو ګروپونوویشلي دي، خودقران اوسنتوپه رڼاکې اسلامي عالمانواود عقیدی پوهانو ژبې په لاندې دوه ډلو ویشلي دي:

یوډول يې هغه ده، چې په خبرويې هېڅوک نه پوهیږي، پرته دکایناتوله خالق څخه اویاهغه څوک پرې پوهیږي، چې الله تعالی یې دپوهولواراده وفرمایي. د ژبې دغه ډول ته په عامه اصطلاح کې د(حال ژبه)ویل کېږي. او دويم ډول د(قال ژبه)ده،داهغه ژبه ده چې خبرې اترې پرې کوي اوهر څوک پرې پوهېږي.

حال ژبه:ددغې ژبې ويونکيوکې ټول هغه عالمونه راځي، چې الله جل جلاله د خبروکولوقدرت نه وي ورکړی: لکه ونه، نباتات اوهر ډول شنه بوټي اوګیاوې،کاڼي اوډبرې،لمر،سپوږمۍ،ستوري،اسمانونه او ځمکې، د وچې اواوبو ټول ‌‌‌ژوي اوسالرونکي دحال په ژبه غږېږي اوخبرې کوي او دالله تعالی حمد وایي،الله تعالی ځینوانبیاووکراموته دمرغانواو نورو حېواناتو،خزندواو ژوودحال په ژبه دخبروکولوعلم اوپوهه ورکړې وه او بې له تکلفه پرې پوهيدل،حضرت سلیمان علیه السلام ته د((منطق الطیر)) یعنې د مرغانوپه ژبې پوهیدلوعلم ورکړی و، اوهم یې د((منطق النمل )) یعنې د خزندودحال په ژبه دپوهیدوعلم ورکړی و،لکه د نمل په سورت کې یې یادونه شوې ده،حضرت داودعلیه السلام دمرغانوپه ژبه پوهیده اوهم د جماداتو ،کاڼو،بوټو،ونو،غرونواوڅارویو په ژبو د پوهیدلو علم ورسره وه ، حضرت محمد(ص)ته هم الله جل جلاله د معجزې په ډول د حېواناتو په ژبې د پوهیدلوعلم ورکړی و اوهم دکاڼو د حال په ژبه پوهیده، مطلب دا چې الله تعالی خپلوځينوخاصو بنده ګانوته په خپله خاصه پېرزوینه د حال په ژبه د پوهیدلو علم عطا کړې وه،مګر د عامو وګړو له وس څخه د ا بهردی.

قال ژبه:دقال په ژبه کې دالله تعالی کلام،پرښتو کلام،پیریانوکلام او د بشر کلام او ویناراځي، دالله تعالی وینا له ټولوویناوو ډېره بهتره ده، او په مخلوقاتوکې لومړنی کلام اووینادپرښتوده، دپرښتودکلام اصلي حقیقت یوازې الله جل جلاله اوبیاپخپله دوې ته معلوم دی اودرېیم د پیریانوکلام چې دانسانانوڅخه دمخه دځمکې مخلوق و، اوڅلورم د بشر کلام دی، چې دې ته الله تعالی دومره لوړمقام ورکړی دی، چې نه دحال په ژبه کې شته او نه د قال د ژبې د پرښتواوپیریانوپه ژبه کې موجوددي، نو په همدې اساس دبشري کلام ژبه الله تعالی د مخلوقاتو پر ژبوباندې غوره اوافضله ګرځولې ده، د ژبو د پیدايښت د تاریخ په اړوند د غربي څېړونکیونظریات د اسلامي تاریخي څېړنوخلاف دی، چې وایې: د ژبو د پیدایښت تاریخ څلورزره کلن دی، په دې هکله نظر دادی، چې ژبې دومره لرغونې دي څومره چې انسان لرغونی دی، د بشري ژبو پیدايښت د حضرت ادم علیه السلام سره جوخت دی.(۲: ۷۸مخ)

د لیک په اړوند هم نظریات مختلف دي، چې اسلامي عالمان یوڅه او اروپایان بل څه وایي.

ليک:دلیک پیدایښت هم دادم علیه السلام له وخته پیل کېږي، چې وروسته به یې بحث په تفصیل سره وشي، خوغربي څېړونکي، دنوي عصرزیاتو محقیقین،لیک پېژندونکیواولرغونپوهانودبشري ټولنو د تر لاسه شویو لاسوندونوله مخې دبشري لیکونوتاریخ (۵۰۰۰)کلونوپورې وړاندې بیایي،کوم لیکنیزې بېلګې، چې په مصر، بین النهرین اوچین کې لاسته راغلي دي، د تاریخي سابقي اوهم د ډول له مخې سره توپیرلري، لومړنی را پیداشوې لیکنیزې بېلګې انځوریزې لیکنې دي، چې په یادو ځایونو کې لاسته راغلي دي.(۲۵: ۱۹مخ)

د لیک پیدایښت د انسان د ژوندسره نه بېلیدونکی پيوندلري، د انساني ټولنوله پرمختګ سره سم پرمخ تللی دی، ترڅواوسني بڼ ته یې ځان رسولی دی. په اول وار انسان د خپل ذهني انځور د څرګندولو لپاره له انځورونوڅخه کاراخیسته، دانځوریزولیکنومخکې کوم بل ډول لیک د پوهانولاسته نه دی ورغلی، په ټولېزډول هر لیکل شوی شی، چې دیو مفهوم لرونکی وي لیک ګڼل کېږي. یا لیک یو سمبولیک، میثاقي او قراردادي نظام دی، چې د یوې ټولنې اوسېدونکي په کومه ژبه غږئږي، د همدې لیک په وسیله یې ثبتوي، دهمدې تورواونښوپه وسیله یوبل سره پوهوي، یا لیک د يوې ژبې د فونیمکي انځورونوبڼې ته وايې.

لکه څنګه چې ویلی شو د ژبې اراوبنسټیزه بڼه ګړیدا یاویناده، همدارنګه پر ژبې باندې څېړنه دوينا له مخې کېږي اودژبپوهنې موضوع ژبه ده.

لیکنیزه ژبه ځانته اصول اوقواعدلري، چې دژبې لیکنیزنظام جوړوي او په ادبپوهنې او ادبي څېړنې کې څېړل کېږي. لیک په الفبا او ژبه په فونیمونو ویشل کېږي، په لومړی سر کې ژبه اشاري او سمبولیکه وه، چې بیا وروسته په غږونواوفریادونو واوښته یا ښایې په پېل کې په همدې دواړو بڼورامینځته شوې وې، ورو ورود وخت په تېرېدوسره یې بدلون وموند.

د ليک او ژبې توپير:لیک او ژبه ځیني کسان سره ګډوي خولیک او ژبه سره دوه بېلابېل واقعیتونه دي.

۱: ژبه د ذهني انځوردچاپیریال پېښوانځوردی، چې د غږونو او فونیمونو په وسیله څرګندیږي اولیک ددغوسمبولونواونښودویمي نښې او سمبولونه دي.

۲: دژبې دمطالعې علم ژبپوهنه اولیک بیاپه ادبپوهنې کې څېړل کېږي.

۳: لیک دګرافیمونو ټولګه ده، چې په قراردادي ډول د ټولنو غړي د ټاکلوفونیمونولپاره منلي دي، خوژبه ترلیک پراخه ده، پر ژبې داړوندې ټولنې ټول غړي پوهیږي، خوپرلیک باندې یوازې لوستي کسان پوهیږي، لیک فزیکي نوري پدیده ده او ژبه اوریدنیزه فزیکي پدیده ده.

۴:لیک په سترګو لیدل کېږي اوژبه په غږونواوریدل کېږي، په ژبه کې ټول عروضي عناصرلکه(سیلاب، فشار، فصل اووصل اواوږدوالی) څرګندیږي،خودا ټول بیا په لیکنوکې نه څرګندیږي، پورتني عناصر، چې په کلماتوکې معنوي بدلون پېښوي په ژبه کې د زیات ارزښت وړدي ، چې په لیک کې دومره زیات نه کارول کېږي، خوپه ژبه کې څرګندځای لري.

لومړني لیک ته پکتو ګراف چې انځوریز لیک هم ورته وایي، په دې لیک کې غوښتنې او ذهني انځوردانځورونواورسمونوپه بڼه ښودل کېده یا انځوریزلیک هغه متن وو، چې دانځورونوپه وسیله بیانیده، لرغوني انځورلیک په لرغونو ټولنوکې ټولنيز دود درلود، دزیات دودیدولامل یې داوچې پردې لیک دټولنې ټول وګړي پوهیدل، کومې ځانګړې زده کړې ته یې اړتیانه درلوده، نوموړي لیک په ټولوانساني ټولنوکې یوډول نه بلکې بېلابېل ډولونه یې درلودل، ځکه ټولې انساني ټولنې یوډول نه بلکې بېلابېل ډولونه يې درلودل، ځکه انساني ټولنې ځانګړی طبیعت، مدنیت،حېوانات،نباتات،جامې اودودونه یې درلودل او همدغه توکي يې په انځوریز لیک کارول چې همدا اوس ځیني بېلګې يې کارول کېږي: لکه ترافیکي اشارې، دلامبووهونکیوکوچني بیرغونه اوداسې نور.

هیرودت(۴۲۵ـ۴۸۴)مخزیږدې: وايې چې: سکیفان فارسیانوته دشیانو ښودنې له مخې پیغام لیږلی وو،چې چنګښ، مږک، مرغۍ او پنځه غشي په کې ګډون درلود،پورتني شیانوپیغام معناداوه، چې که تاسوفارسیان لکه مرغۍ هوا ته والوزۍ اویا لکه چنګښه داوبوډنډته ننوزۍاويالکه موږک ترځمکې لاندې پټ شۍ، بیابه هم زموږدغشودباران نه خلاص نه شۍ.(۲۵: ۱۲مخ)

اوس راځود اسلام په رڼا کې د اسلامي عالمانواود عقیدې پوهانو نظریات دلیک په اړه مطالعه کوو، چې دوی دلیک په اړه څه ويلي دي.

په بشري نړۍ کې د لیک علم پرځمکې باندې د لومړي بشر حضرت ادم علیه اسلام له میشت کېدوسره سم مینځ ته راغلی دی، چې په زرهاووکلونه پرې تېرشوي دي او ددې خبرې شاهددالله تعالی فرمان دی چې په قرانکریم کې یې فرمایلي دي:( اِقْرَاْ وَرَبُّكَ الْاَكْرَمُ Ǽ۝ۙ الَّذِيْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِ Ć۝ۙ عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ Ĉ۝ۭ) [العلق/١-٥]

ولوله! حال داچې ستارب لوی کریم دی، هغه رب چې ښودلی یې دی خط انسان ته په قلم سره،ښودنه یې کړې ده انسان ته دهغوشیانو،چې دی پخوا له ښودلوڅخه پرې نه پوهیده،امام قرطبي(رح)پخپل تفسیرکې ددغه مبارک ایت په تفسیرکې لیکلي دي: په دغه ایت کې په قلم سره خط ښودل شوي،انسان څخه مرادحضرت ادم علیه السلام دی،ځکه چې هغه لومړنی څوک و،چې په قلم سره یې لیکل کړي دي اوبیا له هغه څخه وروسته دهغه په اولاده کې حضرت ادریس علیه السلام لومړنی هغه څوک و،چې دخپل نیکه په څېریې په قلم لیکل کول اونوروته یې هم ورښوده، نود خپلوخبروپه پایله کې داسې وایم: د غرب لیک پېژندونکیواو لرغونپوهانود غه خبره بې اساسه ده، چې دلیک تاریخ پنځوزروکلو نو زیات نه دی، حقیقت دادی، چې د لیک تاریخ په بشریت کې ډېرلرغونی دی، په زرهاووکلونه پرې تېرشوي دي اوله حضرت ادم عليه السلام سره جوخت مینځ ته راغلی دی،حضرت ادم علیه السلام سربېره پردې چې الله تعالی د ځمکې پاچاهي ورکړې وه، نبي او رسول هم و، چې خپل اولاد ته لېږل شوی و او الله تعالی یويشت (۲۱)پاڼې پرې نازل کړې وې،چې حضرت جبرایل عليه السلام ورته تلاوت کولې اوحضرت ادم علیه السلام په خپل مبارک لاس سره لیکلې، نودلیک اوژبې تاریخ حضرت ادم علیه السلام ته رسېږي، داسلامي نړۍ ژبپوهان باید د لیک اوژبې تاریخ د حضرت ادم علیه السلام نه پیل کړي اوکه چېرې په دې دلیل چې لاس ته راغلي اثارمو حضرت ادم علیه السلام پورې نه رسېږي، نویادونه یې زموږ لپاره ډېراړين دي، چې یوځغلنده نظردحضرت ادم علیه السلام دوخت لیک اوژبې ته وکړو.(۲ :۲۲مخ)

دا چې زه غواړم د پښتوژبې دنظم پرتاریخ باندې لیکنه وکړم، نواول مې تاسولوستونکیوته دژبې اولیک په اړه لنډبحث وکړ، ځکه چې نظم او نثر دلیک په واسطه لیکل کېږي اودژبې په واسطه ویل کېږي.

نظم:لغوي معنایې ترتیبول اودمرغلروپه لړکې پیېل دي اوپه ادبي اصطلاح هغه وینا چې وزن اوقافیه ولري(نثرنه وي)نظم بلل کېږي، دنظم اصطلاح معمولادشعرمترادفه یا له هغې سره په یوه معنااستعمالیږي، حال داچې ترمینځ یې جوت اوښکاره توپيرشته، لکه:(۷: ۳۳مخ)

شعر:هغه کېښکلې اواهنګینه ژبه چې دفکر اوخیال عاطفي تړون ولري شعر دی یاشعرموزونه تخیل لرونکې ویناده اونظم موزونه، قافیه لرونکې وینا ته وايې، نوهره قافیه لرونکې ویناشعرنه شوبللای، شعرباید (مفکوره،وزن اواهنګ، احساس اوتخیل)ولري، یعنې د شعر اساسي توکي همداڅلوردي، دا چې پریوې ټولنې کې ټول لیکلي اثار نثري وي، بایددنظم په څنګ کې نثرهم وپېژنو:(۹۴: ۱۹مخ)

نثر:نثرعربي ويې((لغت))دی، چې اره معنایې پاشل اوشیندل دي، د دودله مخې هغه ویناچې تول اوقافیه ونه لري، نثر بلل کېږي یانثرپه لغت کې شیندلوته وایې اوپه اصطلاح کې هغه وینایا لیکنه ده، چې د وزن او قافیې له قیدوبندڅخه خالي وي، نثر د نظم عکس او ضد وي، نظم د محتوا او موضوع له مخې(حماسي،رزمي،غنایې،تعلیمي، مدحې او ستاینې، دیني، انتقادي، مرثیه ،مبادکي،شکایتي او وضعي نظمونو) ډولونه لري اودشکل اوفورم له مخې (غزل،مثنوي،قصیده،قطعه ، مسمط،مستزاد،ترجیع بند،ترکیب بند،رباعي،مثلث،مربع،مخمس، مسدس،مسبع،مثمن،مستع،معشر، نظمونو)ډولونه لري.(۶ :۱۳۰مخ)

پښتوژبې کې لومړی لاسته راغلی نظم دامیرکروړ(۱۳۹هـ ش)کال او نثردسلیمان ماکود تذکرة الاولیا اته مخونه په(۶۱۲ هـ ش)کال کې دي، دلته سوال پیدا کېږي،چې په یوې ټولنې کې دخبروپیل په نثرکېږي، ولې دنظم تاریخ ترنثرپخوانی دی؟

د نظم تاریخ ترنثرپخوانی دی،تقریباپه ټولواریایي ژبوکې پاتې شوي کتابونه منظوم دي،داځکه چې نظم دترنم نه ډک کلام وي اودانسان حافظه یې په خونداوژر قبلوي اوبیایې دنثرپه مقابل کې تر ډېره موده یاد ساتي،ویدا،اوستااوسانسګریټ ژبوکې پاتې زاړه کتابونه منظوم دي، چې خلکو به اوریده،خوندبه یې ترې اخېسته اوپه اسانی یې یادو لای شو، اودغه شان راتلونکیونسلونوته به یې سینه په سینه رسوه،داریایي قومونوداقاعده وه، چې هغوی به ولسي اودیني خبرې نظم کولې اوبیا شاعرانوبه دجنګ دجذبې دپیداکولولپاره حماسي شعرونه لیکل،چې خلک یې په اسانه یادوساتي اواثر پرې وکړي.

ویدااو مهابهارت هم ددې جذبې پیدایښت دی. اوستا کې هم دزردشت اودهغې دملګرودسندروبیان شوی دی.دیوناني شاعردهومرایلیاداو اودیسه هم سندرې دي.

دې کې شک نه شته، چې نثر ترنظم اسانه دی، خودنثر په ذهن کې ساتل ترنظم سخت اوګران دی.

په پښتوژبه کې هم دنظم تاریخ ترنثرپخوانی دی اودلیل يې پورته ذکر شو.

خواسلامي پوهانوپه عقيده دلیک اوژبې دپیدایښت په وخت کې په حضرت ادم علیه السلام یوویشت پاڼې نازل شوي،چې حضرت جبرایل علیه السلام ورته تلاوت کولې اوحضرت ادم علیه السلام په خپل مبارک لاس سره لیکلې،نوزموږد ټولوپلاردنثر بنسټ ایښودونکی دی او د نثر تاریخ تر نظم لاپخوانی دی.

دا چې دپښتونظم تاریخ ترعنوان لاندې دنظم تاریخ په سیستماتیک ډول وړاندې کړم،غواړم د لرغوني(لومړۍ)دورې اودویمې دورې (خوشحال خان ملي ادبي مکتب،پیرروښان تصوفي سیاسي ادبي مکتب، عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او عبدالحمید مومند هندي مکتب) باندې بحث وکړم.

دلرغونې دورې لومړنی لاس ته راغلی نظم په(۱۳۹هـ ق)کال دامیرکروړ ویاړنه ده،خودولسي ادبیاتوتاریخ دامیرکروړ له نظمه لاپخوا لیکل شوي دي اودلویکانویوبیت هم بحث ته اړتیالري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *