د پښتون وطن کیسه که څوک په یوه اونۍ کې اورېدل یا لیدل غواړي نو د دسمبر ۲۰۱۹ کال لومړۍ اونۍ ته دې وګوري. په دغه کې یو تن د پښتون وطن څیرې ګرېوان،پښې ابلې ښپې، سر تور سر، وچې شونډې، ژړغونې سترګې او د غم ډک زړه لیدلی شي.

او دا کیسه د ټول پښتون وطن ده، له ننګرهاره تر وزیرستانه او له کابله تر پېښوره.

په لاهور ښار کې د پوهنتون زدهکونکي نعرې وهي، ډېرې ښایسته ښایسته نعرې دي په فېس بک او ټویټر به تاسو اورېدلي وي، ښه خبره ده. زدهکونکي د خپلو حقونو لپاره راوتلي دوی د خپلو یونینو د فعالیدو، د اظهار د ازادۍ د بې ځایه ځورونو او نورو ډېرو مسلو خلاف شعارونه ورکوي. ډېرې فېشني مظاهرې دي او خوند هم کوي. خو که له دغې وروسته ریاست څوک نیسي، ګرفتاره کوي یې او یا پرې مقدمې درجوي نو خامخا پښتانه به  په سر کې نیسي، او بیا د وزیرستان او افغانستان له نومه خو یې الرجې ده.

اقبال لالا چې د مشال خان پلار دی ، په لاهور کې  چې کله دغه زدهکونکي وویني نو سترګې یې راډکې شي او په لیدو یې د ډېرو زړه او ضمیر لرونکیو زړونه ودردیږي، خو ریاست هم د دغه ځپل شوي، دردیدلي پلار خلاف مقدمه کوي. اقبال لالا چې خبرې کوي نو زه فکر کوم چې دا دومره زغم او غم یې په سینه کې څنګه ځای کړی دې.

هم داسې کیسه د نقیب د پلار ده، چې ښکاري نور یې  غم او زغم ته سینه ټینګه نشوه. د هغه د مړینې له یو عکس سره د نقیب د ځوی تصویر ډېر دردونکی وو، یوازې هم دغه عکس د ټول پښتون قام غم بیانوي. چې مړ دې هم کړي او پړ هم .

او که چري تاسو دا موضوع لږه نوره هم پراخه کول غواړۍ نو ۱۶ دسمبر د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې پنځم تلین راروان دی چې ډېر پښتانه دردیدلې پلاران او میاندې به ووینۍ.

او په هم دې دوران کې په میرام شاه کې د وزیرستان ولس د هغه ځوان د وژنې خلاف مظاهره کوي چې د پوځ په حراست کې وژل شوی دې.

بیا هم په دغه اونۍ کې د ننګرهار قام پرسته او پر ولس میین د ډاکټر تیڅو ناکامورا پېښه کیږي. خلکو د هغه له عکس سره بیخي سمه خبره لیکلې ده چې تا لکه د یو افغان ژوند وکړ او لکه د یو افغان ووژل شوېُ. دې خبرې ته باید فکر او پام وشي چې ولې د یو افغان په څیر دې د پښتون افغان محسن او دوست هم ووژل شي، او ولې دې پښتون افغان ولس ودردیږي.

اوس نور باید پښتانه  پر دې ځان خلاص نکړي چې وایي ًزما لویه ګناه دا ده چې پښتون یمً

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *