سبا د يکشنبې په ورځ چې ۱۳۹٦ لمریز کال د ثور (غوايي) د میاشتې له ١٧ مې ، چې د ٢٠١٧ م کال د مى له (٧) مې نېټې سره برابره ده ، د سهار په ۹ بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د كانفرانسونو په تالار كې،چې د نوي ښار د پارك تيلو ټانك ته مخامخ موقعيت لري، د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د تآسيس څلوېښتمه کاليزه نمانځل کېږي .
په دې نمانځغونډه کې د افغانستان او سيمې په كچه پوهان ، څېړونكي ، دولتي چارواکي او نامتو شخصيتونه گډون كوي. له تاسو څخه په خورا درنښت هيله کوو،چې په ياده نمانځغونډه کې له موږ سره د خبري پوښښ په موخه ګډون وکړئ ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.