دریمه برخه –
بل اروپايې پښتو پوهاند او محقق هانري والټربیليو Henery Walter Belew دي چې (۱۸۶۷ ع کال) په ښاو خوا کې د بنګال عسکری منصبدار و، دي سړي هم د پښتو ګرامر ښکلي دي، د پښتو د ژبې په اصالت هسې وايې: د ټولو پلټنو څخه په لنډ ډول دا نتيجه اخلم چې: پښتو اصلاً د سنسکريت یوه خور ده او ځکه چې د هند او ايران تر منځ ويله کيږي، نو به پيړيو د پارسی اثرونه پرې لويدلی دي او ډير الفاظ سره ګډ شوي دي، خو سره د دي دغې ژبې خپل ځان او قواعد نه دي بايلي او د فيلالوژي د اصولو سره سم نوي شيان يې په خپل قالب کې اچولي دي.
د ژبپوهنې يو ستر عالم ډاکتر ترومپ Dr.trumpp په پوره اعتماد سره وايې چې پښتو ژبه په اصل کې د غربې «ايراني» ژبو په ډله کې شامله نده بلکې د قديمې زمانې څخه را پدې خوا دا ژبه يوه زړه او مقتدره ژبه ده.
پروفيسور دورنProf. Dorn چې په پترزبورګ کې اوسيده او په (۱۸۴۷ ع کال) يې يو کتاب Chrestomathy of the Pushtu چاپ او خپور کړ هسې وايې: پښتو نه په ترکيب، نه په لغاتو او نه ګرامر کې له عبراني او چالديک Chaldic سره څه مشابهت لري، ځکه دا ژبه له انډوتيوتن Indu Teutonic ډلې سره ګڼله کيږي او پښتانه د افغانستان اصلي او پخواني اوسيدونکي دي. بل اروپايې عالم او د پښتو پوهاند جيمزډارمسټټرJames Darmsteter فرانسوي دي چې د دې يو کتاب د پښتنو ملي سندرې Chants Papulaires des Afghan په (۱۸۸۹ ع) کې نشر شوي دی دا محقق په خپله د پښتونخوا په غرو کې ګرځيدلي او ډير ملي اشعاريې (د پښتونخوا «شعر» هار او بهار) په نامه سره راغونډ کړي دي: د پښتو په خصوص کې دا نظريه لري :«پښتو له هندي لهجو څخه نه ده او نه د پاړسو او پهلوي څخه پيدا ښوي ده، بلکې دا ژبه د زند، (اوستا) يا د يوې ژبې سره چې زند ته ورته وي، دير مشابهت لري پښتو اشعار د سپېڅلتوب او طبعي والي له پلوه خاص امتياز لري، بدايع او نازکخيالي يې ډيره سپيڅلې او سوچه ده……. پښتانه اخبار نه لري، خو د دوي اشعار ټول وقايع او روزمره پيښې څرګندوي، دا بدلې د پښتو تاريخ هم دی» (پوهاند حبيبي عبدالحی، د پښتو د ادبياتو تاريخ لومړی او دويم ټوک، دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۸۴/ ل / ۲۰۰۵م / ص ۷۹/ ص۸۰/ ص۸۱.)
د دي ټولو دلايلو پر بنسټ دا ويلي شو چې پښتون هغه قوم دی چې اول ځلئ يې له پاره يې په ريګويدا کې Rig Veda کې د «پکتها» او د «پکهت» په نامه شوي دي، د دي نه ورستيو د باختر د استوګنې په وجه په «باخدی» شهرت موندلي دي او په اوستا کې «بخدي» به نوم ذکر دي او د بلخ ښار چې ام البلاد (د ښارونو مور)هم د دوي په نوم شهرت موندلي دي، بيا ورسته د هخامنشي په دوره کې (۵۰۰ق م) د يوناني مورخينو له خوا د «پکتيوس، پکتيوان او د دوي ملک ته يې پکتيا، پکتيکي او پکتين په نامه ياد شوي دي»
دغه ټول الفاظ د اوسنېو لفظونو پښتون او پښتيخا (پښتونخوا) سره مطابقت لري دا ځکه چې به مستشريقينو کې د لومړی ځل له پاره پروفيسور «لاسن» Prof. Lassen چې د باختري يونانيانو تاريخ يې ليکلي دي د هيروډوټس Herodote د پکتيوس او د اوسنې زمانې د بښتون د لفظ تر منځ مشابهت یو شان دي، او بیا ورسته نوروپوهانو لکه: ډاکټرټرومپ Dr.Trumpp، او ګویوريسن Grieson دغه مطابقت يې تايد کړيدي، پس د دي ټولو تاريخې شواهدو په ړنا کې ويلي شو او دا خبره واضيح شوه چې پښتون قوم د آريايې قبايلو يوه څانګه او د دوي ژبه د آريايې ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده. آريايې اقوامو په خپل لومړنی ټاټوبې «آريانا ويجو» کې ځان له يوه ژبه درلوده چې د هغې ژبې څخه وروسته هندي، ايراني او بخدي راوتلي دي. د آريانا ويجه به هکله ګڼ شمير پوهان يو نظر نلري ځيني وايې: د بالتيک غاړي د دوي اصلي ځای بولي او ځيني وايې: د تور سين غاړې، بله ډله پدې اند دي چې د خذر د ډنډ ختيځ او شمالي غاړې د آريايانو اصلی مرکزونه و.
آريانا ويجو Aryana…Vaego يو له ډيرو مهمو مسايلو څخه چې ټوله آريايې ټولنه، هندي او ايراني ټولنه او په عمومي ډول هندي او اروپايې ټولنه چې ډيره ځانګړې ليوالتيا ورسره لري آريايې پالنځې « روزنتون » يا….. آريايې زانګو يا استوګن ځای هغه موضوع ده چې د کلونو کلونو راهیسې يې د ختيځ او لويديځ د ډيرو پوهانو پاملرنه يې ځانته راړولي ده او د هغې په باره کې بيلا بيل موضوعات منځ ته راغلي.
تر هر څه لومړی بايد دا څرګنده شي، چې آريايې استوګن ځای يا زانګوڅه شی دی؟ ځکه چې هند او اروپايې قومونو د يوې سترې بشرې ټولنې په توګه مختلف مرکزونه درلودل، چې لږ تر لږ يې يو د «لومړنۍ زانګو» او پاتې نوريې د سترو څانګو په توګه ګڼلای شو، دا زانګو له مرکزي آسيانه نيولې د خذر تر منځ جنوب، بالقان او د دانيوب تر سيمې پورې مختلف ځايونه ټاکلی. دا استوګن ځايونه له سترو ځانګو نه يوه همدا د آريايې ټولنې څانګه ده چې د هندو، ايراني په شهادت يې د (آريا) يا ( ايريا) په نوم يادول او ډير په افغانستان، هند او ايران کې تيتي شوي دي چې په اوستا کې د آريايې قومونو استوګن ځای (آريانا ويجه) ياد شويدي.
داسې څرګنديږي چې (آريانا ويجه) هغه قطعه ځمکه ده چې نسبتاً لوړه او د ځينو رودخانو سره نښتې، چې نوم او نښان يې د يو شمير ځانګړنو سره موجود دي، نو د دې مطالبو په پام کې نيولو سره کولی شو چې دا قطعه ځمکه د آکسوس (آمو دريا) او سر دريا ترمنځ د فرغانې په سيمه کې تثبيت کړو. د ډیرو معلوماتو له پهره وګورئ (استاد کهزاد احمدعلی،افغانستان د تاريخ په ړنا کې، دانش خپرندويه ټولنه، کب، ۱۳۷۹ ص۳۲/ ۳۳/ ص۳۴۹ )
خو ځينې پوهان دې ته هم تللې دي چې د آريايانو د توکم اصلی ځای د پامير لوړې ځمکې او د آمو سرچينې دي په هر صورت د آريايې توکم اصلی ځای هر چيري چې و خو پر دوي هغه ځای تنګ شو چې د خلکو د خوړولو له پاره څه په کې نه موندل کيده، نو ځکه آريايې توکم د هغې ځمکې څخه ليږدونه «هجرت او کوچ» وکړ د دغه ليږد زمانه (۴۰۰۰ ق م) تخمين کيږي.
دوکتورپي، ګلس P.Giles د کېمبرج د پوهنتون د مقايسوي فيلالوژی پروفيسور ددغه آريايې اقوامو په باب معلومات راکوي. ((هندو آريايې نوم پر آريايې اقوامو او ژبو تر ټولو د مخه دوکتور تهوماس ينګ Dr.Thomas Young ايښي دي اما د هندو ژرمن اصطلاح تر ټولو دمخه په (۱۸۲۳ع) کال يوه جرمنی ژب پوهاند کيلپروت Klaproth باب کړه دې پوهانو د ژبو ږغونه، قواعد، عمومی ريښې، سټې او ټول خصايل وليدل او يو ډله ژبي يې په دغه نوموله يوې کورنۍ څخه وګڼلې اما تر ټولو دمخه سرووليم جونز W.jones دهند آسيايې ټولنې مشر په ۱۷۸۶م / کال دغه ژبې يوه کورنۍ ګڼلې وي خو دغه نومونه ورسته پرې کيښودل شوه))
دا خلک چې هندي اروپايې ژبې ويلي د انسانانو د سپين توکم څخه و دوي ځيني څاروي او بوټې پيژندل هغه اريايان چې د آمو غاړو او باختر ته راورسيدل خورا د مخه وخت يې ۲۵۰۰ ق م تخمين کيږي د علمی پلټنو څخه دا خبره زباده شوې ده چې دغو آريايې اقوامو تر خپريدو دمخه يوه ژبه او يو مذهب درلود، يو بل دليل هم پر دغې تاريخې خبرې باندې هم شته له ۱۷۴۶/۱۱۸۰ق م پورې یو قوم چې کاسي Kassites نوميده او د «زراګرس» په غرو کې اوسيدل پر بابل او عيلام يې سلطنت وکړ. د دغه کاسيانو پر ژبه همدغسې کلمات راغلي دي چې سوچه آريايې دي.د مثال په ډول : شورياس Shurias او مريتا س Marytas چې د سنسکريت سوريا Surya «لمر» او مروتاس Marytas د «باد رب النوع» سره پوره ورته دي. (پوهاند حبيبي عبدالحی، د پښتو د ادبياتو تاريخ لومړی او دويم ټوک، دانش خپروندويه ټولنه، ۱۳۸۴/ ل / ۲۰۰۵ / م ص ۳۵/۳۶ )
هغه ږغونه چې انسان يې تر خولې راباسي، ډول ډول دي او بيا هم د ږغونو مرکبات ډير دي، ځکه ژبې هم پر دنيا ډيرې دي د ژبې پوهانو د نړۍ ژبې په ډول ډول وېشلې دي يوه مشهوره ويشنه چې پروفيسور «اډيلنګ» ته يې نسبت کيږي او ويلي چې ژبې د سموالي او تهذيب په درجه په دوه ډوله دي:
۱/ کښته ژبې: چې لغات يې د بيان له امله کښته او الفاظ يې خورا لنډ يوه يوه هجا وی، د اسم او حرف فرق يې نه کيږي او له يوه لفظه به یې د نورو مستقلو الفاظو په نښلولو سره فعل او حرف جوړيږي، چې د جنوبې افريقا زنګيانو او د امريکا د هنديانو او شمال شرقی ايشيا او د چين ژبې له دغې ډلې څخه دي.
۲/ لوړې ژبې: هغه ژبې دي چې لمنې يې ډیرې پراخې دي او هر راز تعابير چې انسان ورته اړ وي لری يې او د الفاظو هجا وې هم ديرې دي، د متمدن عالم ژبې له دې ډلې څخه دي چې دا هم په دوه ډوله ويشل کيږي:
الف: اوښتونکې (متصرفه) ژبې:
دا هغه ژبه ده چې د اړولو قابليت لري، پر کلماتو پوري يې د مخه هم ملحقات نښلي او ورسته هم ځينې نخښې لري چې د کلمي د مخه راځي چې په عربې کې ورته (سابقه) او په اروپايې اصطلاح کې يې Prefixes او په پښتو کې ورته (مخنی) بولي دغه ځينې نوري نخښې هم پدغه ژبو کې شتون لري چې تر کلمو وروسته راځي چې په پښتو ژبه کې ورته (وروستنۍ) او په اروپايې اصطلاح يې Suffixes او په عربي يې (لاحقه) بولی او دغه مخنۍ او ورستنۍ ځانله بيلې معناوې هم لري. اوښتونکې ژبې دوې مشهورې څانګې لري:
لومړۍ څانګه: آریايې ژبې دي، چې زمونږ د وطن آريايې نسل پرې خبري کوي هر ځای چې زمونږ د خاوری څخه آريايان تللي دي د دوي ژبو ته آريايايې وايو او اروپايان دې ژبو ته (هندواروپايې) Indo European هم وايې دا ژبې شمالی او جنوبې څانګې لري، شمالي يې: د اروپا آريايې دي، لکه لاتيني Latin يوناني Greegue سلتي Celtigue سلاوي Clave، تيوتونيک Teutonigue جنوبې يې د ايشيا آريايې ژبې دي، لکه سنسکريت، زند، پښتو، پاړسو.
دويمه څانګه: سامی ژبې دي چې د پخوانيو متمدنو قومونو لکه، بابل، اشور، فنيقه ويلي سامي ژبې دا ډولونه لري:
آرمي: د بابل زړه ژبه ده چې سرياني او کلداني يې څانګې دي. عبراني چې تورات په دې ژبه دی او اسرايليانو آرمي او کلداني سره ګډه کړه، عربي په سامي ژبو کې خورا ښه او مشهوره ژبه ده چې عربي ملتونه يې وايي او د اسلام او قرآن مقدسه ژبه بلل کيږي حبشي ژبه هم د عربي ژبې څانګه ده.
د دریمې برخې پای