امير کروړ جهان پهلوان د امير پولاد سوري زوى و.او دا امير په جګړو کې د ابو مسلم خراساني کلک او بريالى ملګرى و، که څه هم د امير کروړ نوم نور تاريخپوهان نه اخلي او منهاج سراج تش د ومره وايي چې پس له امير پولاده دوه زامن يې دغور واکوال وو، مګر محمد بن علي البستي چې په تاريخ سوري کې دامير پولاد يو زوى چې امير کروړ جهان پهلوان سوري غوري دى، ستايي او دده پښتو اشعار را نقلوي او داسې ښکاري چې امير کروړ جهان پهلوان ډېر شجاع، اديب د تورې او قلم خاوند و ، امير کروړ په ١٣٩هـ کال د غور په مندېش کې امير شو او د جهان پهلوان يې باله وايي چې د غور کوټونه، بالشتان، خېسار، تمران او برکوشک يې ونېول.

امير کروړ د سوريانو د کورنۍ مشهور شاعر دى، د سوريانو کورنۍ ډېر غښتلي پاچايان او شاعران درلودل، چې امير کروړ له هغو شاعرانو ځينې دى چې د پښتو ادبياتو د ليکلي شعر د لاسته راتلو وياړ لري.

خو کله چې موږ د امير کروړ په شعر غږېږو او دهغه د شعر جوړښت ته نظر وکړو، نو شعر يې ډېر غښتلى او په ملي وزن برابر شعر دى، دا چې د امير کروړ شعر لومړنى شعر دى چې زموږ په واک کې دى، نو ډېر امکان يې شته چې تر دې مخکې شعر ډېر مراحل طى کړي وي چې دې مرحلې ته رسېدلى دى.ډېر امکان لري چې دامير کروړ نه مخکې هم په پښتو ادبياتو کې شعر به موجود و خو له موږ سره وجود نه لري نو زموږ لومړنى شعر همدا د امير کروړ شعر دى.

د سوريانو په کورنۍ کې مشهور شاهان او ليکوالان شته چې دوى په پښتونواله او مېړانه کې معروف و د تاريخ له پاڼو څخه ښکاري چې سوريانو تر اسلام د مخه او بيا د اسلام په لومړيو وختونو کې پر غور او خراسان پاچاهي کړې ده څو وروسته غزنى، باميان ، تخارستان او زابلستان هم دوى فتح کړ او د غور مشهور او بريالي سلاطين له دغه پـښته وه، چې ختيځ ته يې د ګنګا تر غاړو او لوديځ ته يې د خراسان تر پايه او شمال ته يې تر اشغر او پامېره او سوېل ته يې د عربو تر بحېرې پورې د سلطنت لوا هسکه وه،قاضي منهاج سراج چې د سوريانو د دربار مؤرخ دى دا سې وايي:

( ضحاک دې په پښتو سهاک يا سهک له اولادې دوه ورونه وه چې مشر يې سور او کشر يې سام نومېده، لومړى پاچا او دويم د لښکر مشر (سپه سالار) وه او تر اسلام ډېر د مخه د دوى کورنۍ د غور شاهي لرله دوى شنسبانيان بولي ځکه لوى نيکه يې شنسب نومېده، داسې نورې تاريخي خبرې د سوريانو د کورنۍ په باره کې ډېرې زياتې شته

په تاريخ سوري کې يې راوړي چې امير کروړ له پېړيو په غور، بالشتان او بست کې و او د هغه سور نومې له اولادى څخه و، چې د سهاک له پښته و

امير کروړ ډېرغښتلى پهلوان او په يو تن له سلو جنګياليو سره جنګېده ځکه يې نو کروړ باله چې مانا يې ده کلک او سخت، وايي چې امير کروړ به په دوبي زمينداور کې و او هلته يې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ د مندېش په شان و او په دغه ځاى کې يې ښکار کاوه په تاريخ سوري کې راوړي چې امير کروړ د سهاک له پښته دى امير پولاد په هغه دعوت کې شريک و چې ابوالعباس سفاح له بني اميه سره جګړه کوله او امير فولاد يې ملاتړى و شيخ کټه له تاريخ سوري نقل کوي چې امير کروړ عادل ،ضابط او د ښې و ينا خاوند و، ده به هر کله شعرونه وېل په ١٥٤هـ کال د پوشنج په جګړو کې مړ شو او تر ده وروسته يې زوى امر ناصر پاچا شو([1])

لکه څرنګه چې د هرې ژبې د ادب ابتداء له شاعرۍ او نظم نه شوې ده دغه شان د پښتو ادب ابتداء هم له شاعرۍ نه شروع شوې ده دا چې د ژبې له منځ ته راتګ سره په يوې ټولنې کې د لومړي ځل لپاره په نثري خبرو شروع کېږي، بايد د نثر تاريخ پخوانى وي نسبتا نظم ته دا چې په هغه وختونو کې خط ليکلى شکل نه درلود او په ذهن کې د يوې موضوع د ساتلو لپاره د نثر نه نظم ښه ساتل کېده ، نو هماغه دى چې د پښتو ژبې نه علاوه په نورو لرغونو ژبو (وېدا،اوستااو سانسګريت) چې ډېرې پخوانۍ ژبې دي بنسټ يې په نظم اېښودلى شوى دى نه په نثر نو په همدې اساس د پښتو ژبې نظم نسبتا تر نثر پخوانى او خورا لرغونى دى چې ډېر لرغونى تاريخ لري

د امير کروړ شعر ډېر پخوانى تاريخ لري کله چې موږ د يو شي تاريخ او قدامت ښکاره کوو وايو د امير کروړ د وخته دى.

د امير کروړ نه را پاتې د پښتو ژبې لومړنى لاسته راغلى شعر چې وياړنه يې بولي په لاندې ډول دى:

په خپل دين، قوم، ژبه، نيکونو،تورې ،مېړانې ،زړورتيا او نورو اوچتو صفتونو وياړ کولو ته وياړنه وايي چې بېلګه يې د امير کروړ شعر دى

وياړنه

زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند په تخار و په کابل نسته
بل په زابل نسته             له ما اتل نسته
غشي دمن مې ځې برېښنا په مېرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدنو باندې
په ماتېدونو باندې            له ما اتل نسته
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ
د اس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ
کړم اېوادونه او جاړ          له ما تل نسته
زما د تورې تر شپول لاندې دې هرات وجروم
غرج وباميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندوى يم په روم         له ما اتل نسته
پر مروز ما غشي لوني ډارې دښن را څخه
د هرېرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *