سید اصغر هاشمي

تر جهان پهلوان امېر کروړ وروسته چې کوم شعر موږ ته لاس ته راغلى د هاشم وه د غه شعر په اصل کې د عربي ژبې نه پښتو ته ژباړل شوى وه.

پښتو ادب تاريخ کې لومړنى لاس ته راغلى ژباړل شوى شعر د هاشم دى.دغه ژباړه د عربي ژبې نه پښتو ژبې ته شوې ده.

ابو محمد هاشم ابن زيد السرواني البستي د هلمند په سروان کې ٢٢٣ل کال زېږېدلى او په بست کې يې له علماؤ او پېژندل شويو شخصيتونو نه لوستنه وکړ او وروسته ولاړ په عراق کې يې په کليو کليو د لويو عالمانو نه زده کړه وکړه او ابن خلاد چې مشهور په ابي العنا سره دى په بغداد کې عمرونه تېر کړل او له هغه يې د عربي ژبې بلاغت او اشعار ولوستل او په ٢٩٤ل کال له عراقه بېرته راغى درې کاله وروسته په بست کې وفات شو.

هاشم په پښتو،پارسي او عربي شعرونه وېل او هغه وخت چې دده استاد ابن خلاد ړوند شو، نو ده به يې خدمت کاوه او د هغه څخه به يې خواږه شعرونه په ادب کې د عربي اورېده، ابو محمد هاشم د خپل استاد شعر يې ترجمه کړى وه.

د پټې خزانې له ليکه ښکاري چې دا سړى د پښتو ژبې ليکوال و او ده په پښتو کې يو کتاب لېکلى و، چې په هغه کې يې د عربو د اشعارو فصاحت او بلاغت بيان کړى و او نوم يې و (د سالو وږمه)

متاسفانه چې دا کتاب اوس نه شته او د پښتو په منثور ادب کې چې د کو م لومړني کتاب نوم موږ ته معلوم دى همدغه (دسالو وږمه) ده چې (دنسيم ريګستان) معنا لري.

او داسې ښکاري چې دا کتاب به د پښتو له لومړنيو مولفاتو څخه و، د دې عالم او اديب سړي کوم شعر چې زموږ په لاس کې دى د پټې خزانې په ذريعه له لرغونې پښتانه څخه را نقل شوى دى.

هاشم په درېوو ژبو شاعري کولاى شوه( پښتو، عربي او فارسي) خو دده عربي يا فارسي شعر د پټې خزانې مولف نه دى را نقل کړى که يې فارسي شعر زم��ږ په لاس کې واى نو به يقينا د دې ژبې له اولو شاعرانو څخه و.

د ابو محمد هاشم ژباړل شوى شعر اووه بيته چې زموږ لاسته راغلي دي، په درېيمې هجري پېړۍ کې د پښتو ادب ډول، صبغه او رنګ راښيي که موږ د عربي ادب تاريخي کتابونو ته رجوع وکړو، نو هلته د ابن خلاد ذکر هرومرو ګورو.

دا سړى د عربو مشهور اديب او ظريف سړى و ، چې نوم يې محمد بن القاسم يا ابن خلاد بن ياسر بن سليمان او نېکه يې ابوعبدالله و، دى له لويو لويو استادانو څخه روايت کوي او ډېر مشاهير لکه سولى ابن نجيح او احمد بن کامل د ده ادبي شاګردان دي.

په ١٩١هـ ق کال په اهواز کې وزېږېد او پر (٢٨٢-يا ٢٨٣) په بغداد کې مړ شوى دى، د عربي ډېر پاخه اشعارلري او ډېر حکامي اشعار او مضامين له ده را نقلېږي.

ابن خلاد چې يو ظريف سړى وو په يو شعر يې درهم ستايلي دي او ابو محمد هاشم هغه شعر داسې په پښتو را اړولى دى:

شعر

ژبه هم ښه وينا کاندي چې يې وينه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وينا يې اروي
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه
که درهم يې ځينې ورک سو سي نتلى
پر نړۍ يې وي په خړو پېژندونه
که بډاى سوڼې وبولي خلق وايي
دا وينا ده رښتياينه له رښتو نه
که بې وزلى ووايي رښتيا خبره
نور ووايي دا خو سوڼى دى تېرونه
هو درهم ښندي هر چا له لويه برخه
د درهم د خاوند هر ځاى پرتمونه
درهم ژبه ده که څوک ژبور کېږي
ده وسله که څوک په کاندې قتالونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *