خليل خان نيازى: نيازي د پښتو يوه مشهوره قبيله ده چې د لوديانو يوه پښه شمېرل کېږي، نيازي د لوديانو سره يو ځاى په هند کې خپاره شوي دي، يو شمېر د دوى د افغانستان په قندهار ، غزني ، شېوکيو او لغمان کې هم شته.
ددې کورنۍ څخه په هند کې مشهور جنګيالي او مشران راوتلي دي، د لوديان او سوريانو په دوره کې يې ډېر مشاهير درلودل مثلا هيبت خان نيازى د شېر شاه سوري په وخت کې (اعظم همايون) د لاهور حکمران و.
نيازيان د لوديانو او سوريانو غښتلي ملګري وو او تر اوسه يې هم ځينې کسان په هند کې شته، له دې قبېلې څخه يو سړى خليل خان دى، چې دى د سلطان بهلول لودي د دربار شاعر او اديب و او محمد هوتک د پټې خزانې مؤلف د ده يوه مدحيه رباعي راوړې ده.
محمد رسول کلاتوال په خپل کتاب بياض کې هسې ليکلي دي، په هندوستان د برسات په موسم کې خليل خان نيازي هسې رباعي انشاء کړه او دسلطان بهلول پادشاه په مخ کې يې ووېله.
د خليل خان د دې رباعي په ځواب کې پښتون شهنشاه سلطان بهلول لودي بله رباعي ووېله ، د خليل خان نور اثار متاسفانه زموږ لاسته نه دي راغلي او داسې ښکاري چې د سلطان بهلول لودي د دربار پښتون شاعر و.
خليل خان په خپله مدحيه رباعي کې په ډېر ښه صورت د خپل ممدوح ستاينه کړې ده ،پښتو ادب کې لومړنۍ څلورېزه چې لاسته راغلې ده هغه د خليل خان نيازي ده دې نه مخکې موږ بل کوم داسې شاعر نه لرو چې کومه رباعې دې ولري.
رباعي د شريکو يا عروضي ډولونو نه يو ډول دى په عربي کې ورته رباعي وايي، د څلوريزې څلور متحدالوزنه نيم بيتي وي د څلوريزې لومړى بيت مصرع او دويم بيت يې کله مصرع او کله غير مصرع وي د مفهوم په لحاظ په څلوريزه کې يو مطلب ذکر کېږي ، چې په لومړي نيم بيتي کې پېل کېږي او په څلورم نيم بيتي کې پاى ته رسېږي.
د خليل خان نيازي په رباعي کې لومړني دوه نيم بيتي سره هم قافيه او درېيم نيم بيتى په قافيه کې له لومړيو نيم بيتيو سره يو شان وى.
اصلي مطلب په لومړي نيم بيتي پېل او په څلورم نيم بيتي پاى ته رسېږي.
رباعي
خړې ورېځې ژاړي له پاسه
کوېله ږغ کا، بېلتون له لاسه
په هغه لوني ګوهر په خول ستا
دا مرحبا که ستا زموږ
ډیره ښایسته لیکنه. د څلوریزې په اخري نیم بیتي کې یوه کلمه ( مواسه) پاتې شوې.
یانې: دا مرحبا کا ستا زموږ مواسه