دوهمه برخه
ليکوال :شريف الله دوست(سرواني)
ابو محمد هاشم بن سرواني دلومړني ژباړن په توګه
په ښکاره ډول تردامهاله چی په پښتو ژبه کي کوم منظوم او منثور اثار په لاس راغلي اوله پرديو ژبو څخه را ژباړل سوی دي، د ابو محمد هاشم سرواني، منظومه ژباړه يې په سرکي راځي، د پښتو ژبي لومړۍ ژباړه او نوموړي دپښتو ژبي لومړنی ژباړن شمېر ل کيږي.
د ابو هاشم سرواني دژباړي ارکائيک وييونه
په لغات پوهنه [1]کي ارکائيک [2]هغو ويونوته وايې چي په ورځنۍ وينا کي نه کارول کيږي، ياډير لږ کارول کيږي، يوازي دژبي د زړې پانګي په توګه په ليکنۍ ادبي ژبه کي کاريږي،لکه: بامل، من، دښن او……([3])
دارکائيک لغاتونو بېلګي موږ دابو هاشم سرواني په ژباړل سوي شعر کي هم لروچي په لاندي ډول ښودل کيږي:
شمېره ويې (لغات) مانا (معنی)
۱ــ ژبور : ژبغړاند،سخنور.
۲ــ نتلی : خوار، زبون.
۳ــ خړو : بد، اوس نه کاريږي.
دهلمند په لهجه کي خړو، خړن، خوړن= خېټور ته وايې.
۴ــ سوړن : درواغجن، دهلمند په لهجه کي اوس هم پريمانه کاريږي.([4])
۵ــ وبولي : ووايې،بول په هندي ژبه کي هم ويلوته وايې لکه : (Bol)بولنا= (Bolna)([5].
۶ــ رښتياينه راستي.
۷ــ تيرون : تجاوز.
داوېستايې ژبي سره پرتله
دابو محمد هاشم سرواني د ژباړل سوی شعر د وييپانګي سره د اويستايې ژبي پرتلنه ډېره په زړه پوري ده، تردې چي ځيني لغاتونه(وييونه) د اويستا اوزړې پښتو هغه له يوې ريښې څخه شمېرل کيږي،دلته يې څو بېلګي راوړو:
زړه پښتو اوېستا مانا
۱ــ وينه : وهونهسته،باشد.
۲ــ ژبور هروا اژوه، سخنور،لسان،جبه، هربنه.
۳ــ خړو : اکه بد،ناښه، ناوړ.
۴ــ پيژندونه : زنتي پيژندل، اشناکول.
۵ـ سوڼه : درواغه سوڼي،نارښتيا.
۶ــ وبولي : وک ووايې، ږغيدل.
۷ــ قتالونه : (مستعار) ژم وژنه، ساه اخلي.([6])
هغه لغاتونه چي تر هاشم سرواني يوه پېړۍ مخکي دامېر کروړ په شعر کي هم راغلي:
۱ــ وياړونه: دامير کروړ په شعر کي يې مفرده بڼه(وياړ) راغلی ده.
۲ــ وبولي : ووايې، بګويد، دامير کروړ په شعريې(بولی=يادوي)راغلی.
۳ــ پيژندونه : پيژندنه، معرفي، دامېرکروړ په شعر کي(د پيژندوی=شنا سا) په بڼه راغلی دی.
دپورته دريو لغاتونو څخه داجاج اخيستلای سو چي دا وخت هم پښتو ژبه دعربي اوپاړسي ژبو له اغيزې پاکه وه.
د هاشم سرواني شعر کي د سوچه ژبي خونديتوب :
د ابو محمد هاشم سرواني په ژباړه کي پښتو ژبي خپل لغاتونه او الفاظ ډېر تر ستر ګوکيږي.
د دوهمي هجري پيړۍ دلومړي نيمايې څخه دامير کروړ دلاس ته راغلی شعر چې دهلمند او غور له شاوخوا څخه په لاس راغلی، بيا د ملتان دپښتو ترادبي مرکز څلورمي هجري پيړۍ پوري پښتو ژبې خپل سوچه والی، اونګه والی خوندي کړی. که څه هم د ابو هاشم سرواني په شعر کي دقتال او خلق کلمې راغلې چي عربي مستعار وييو نه بلل کيږي، خوزماپه اند داپه دې معنی نه ده چی دې وخت کي دې دعر بي اغيز پرپښتو ژبي زيات سوی وي،بلکي دعربي ژبي اغېز وګړيز (فردي) دی، يعنی داچي ابو هاشم سرواني خپلي ډير ي زده کړي عراق – سوريې؟ کې په عربي ژبه کي کړي وې،ځکه يې نو د ذهني مستعاري لغوي پانګي څه اغيز پر ژباړل سوي شعر څرګند دی، نوپه دې اساس دايو وګړيز اغېز بولو نه ټوليز او ټولنيز.
د ابو هاشم سرواني شعر دشکل له مخې
داڅرګنده ده چي دابو هاشم سرواني داقطعه شعر دبحر او وزن له مخي عربي بحرونو او عروضوته نژدي دی، په داسي حال کي چي د امير کروړ شعر ځانته ځانګړی پښتو عروضي وزن او رنګ لري. ([7])
د ابو محمد هاشم سرواني پاړکی په شکلې لحاظ يوه قطعه ده، دې شعري ډول له همدې وخته پښتو ادبياتو ته لاره پيدا کړې ده، داوخت پښتو شاعري له شرقي شاعري، ژانرونو سره کرار – کرار اشناکيږي.([8]).
له پورتني پاړکي څخه معلوميږي چي درېيمه هجري پيړۍ کي دشرقي ادبياتو علومو خپل علمي وزرې دخراسان پرادبي اسمان باندي کرار کرار غوړوي، هغه چي د عراقي ادبي مکتب په رامنځته کېدو سره ۶- ۷ هجري پيړۍ داحالت تاوجن کيږي او دشرقي ادب شاوخوا ټول ژانرونه تر افغانستان پوري ځان رارسوي.
د ابو هاشم سرواني شعر د محتواله مخي
د ابو هاشم سرواني له لوري، دده داستاد ابو العينا ژباړل سوی شعر دمحتواله مخي طنز يه بڼه لري، چي په خندونکي انداز ياخندونکو الفاظو کي دټولنيز عيب پيغور وړاندي کوي، داټولنيزعيبونه د بشري ټولني په قاموس کي مشترکي وجهي لري، دبېلګي په ټوګه د ابو العينا(ابن خلاد) چي هميشه يې ټولنيزه اصلاح په طنزيه الفاظو کي کول، چي وروسته به يې دشخصيت تر سرليک لاندي پوره يادونه وسي، اوپه دې توګه يې دعراقي وګړو ټولنيز عيبونه او نېمګړتياوي په طنزيه اوټوکي کلام کي، کله په نثر اوکله په شعرکي سمول، نو ابو هاشم سرواني هم دې مشترکي ناوړي ټولنيزي پدېدې ته د ارزښت په توګه کتلي دي او هغه يې دخپلو خلکو د معنوي سمون او رغون لپاره په خورا ادبي اوهنري انداز سره پښتوکړی دی، هغه رنګ اوخوند چي يې په عربي ژبه کي درلود، په پښتو ژبه کي هم ساتلی دی، دپښتو ادب په تاريخ کي په پښتو ژبه باندي دطنز تاريخ هم دهمدې ځايه څخه پيل کيږي،ځکه له دې مخکي نه په نظم اونه هم نثر کي په پښتو ژبه کي طنزيه کلام شتون لري، تر دامهاله که څوک غواړي په پښتو ژبه کي دطنز تاريخ ته کتنه وکړي، حتمي ده چي پيل يې بايد دهاشم سرواني له موجوده پاړکي څخه وي
[1] : Lexicology
[2] : Archaism: noun ar·cha·ism \ˈär-kē-ˌi-zəm, -(ˌ)kā-ˌi-\
Simple Definition of archaism
: an old word or expression that is no longer used : an archaic word or expression
Full Definition of archaism
- 1: the use of archaic diction or style
- 2: an instance of archaic usage
- 3: something archaic; especially:
[3]ــ څيړندوی شيرشاه رشاد، دکندهار پوهنتون دپښتو څانګي چپټر ۷مخ.
[4]ـــ پوهاند حبيبي مخکنی اثر. ۴۵۴مخ.
[5]ــ Ashok Prakashan Vrdu__ Hind __ English,Dictionary, 2010,p,145
[6]ــ لطيف جان بابی، پښتو او اوېستا وييښود.
[7]ــ پوهاند حبيبي، دپښتو ادبياتو تاريخ، ۴۵۶مخ.
[8]ــ سرمحقق زلمی هيوادمل، دپښتو ادبياتو تاريخ لرغوني او منځنۍ دوره، دانش خپروندويه ټولنه.