شپږمه برخه
ليکوال :شريف الله دوست (سرواني)
د ابو محمد هاشم سرواني په وخت کي په عراق کي شعر جنګي:
په اموي پېر يعني تر عباسيانو مخکي (۱۲۰هجري) کي دشعرنوې بڼه را څرګند سوې وه، نوی خيال او يوه نوې هنري قريحه دشاعرانو په شعرونوکي وليدل شوه چي دجاهليت له عصره سره يې جوت توپير درلود، مخکښ يې (عمر بن ابي ربيعه) و، دغه راز په کره کتنه کي هم نوی هنر منځته راغی هغه چي مخکښ پکښې(ابن عتيق) خوپه عراق کي بيادوهمه او درېيمه هجري پيړۍ (هاشم سرواني عصر) په شعر او کره کتنه کی بل ډول خوند اورنګ و موندل شو.
ددې وخت شعر دموضوع، محتوا اوسبک له مخي دقبيلوي تعصب، وياړني، غندني او دې ته ورته شيانو رنګ خپل کړی و.
په اسلامي پېر (عصر) کی هم دجاهليت د زمانې په ډول شاعرانو دشعر جنګۍ او سيالۍ لپاره د (عکاظ) دبازار غوندي،ميله ځايونه د (مربد البصره)په نوم رامنخته سوه، دعراق دبصرې څخه شاوخوا درې ميله([1])ليري يوکلی و، کلی له آره د اوښانو د رانيولو او خرڅولو بازار درلود (ګنج اومېلي) ته ورته و، عرب پکښې راټوليدل او دڅارويو او کليوالي توکو سوداګاني به يې سره کولې، شاعرانو به په يوه څنډه کي اشعار لوستل او مشاعره يې جوړول، دوی به دجاهليت په څېر دې شعري مېله هماغه دخپلو انسابو او اسلافو وياړونه، سخا اوميړانه ستايل، ديوې قبيلې شاعربه دبلې قبيلې هجوي او غندنې پکې ويلې او خپل سياسي تګلاري به يې ستايلې.دغه بازار ته به مشهور شاعران:عجاج، اخطل، کعب بن جُعيل او نور راتلل، خپل اشعار به يې ويل جرير او فرزدق،به هلته د يو بل اشعار اورېدل.
يو وخت دبصري والي د دوی په شعر جنګۍ خبر سو په (مربد) کي يې ددوی دناستي ځايونه ونړول.
ويل کيږي چي دې ځای کي هرشاعر خپل ډله درلوده، هرشاعر به دخپلې ډلي دشاعرانو ننګه کول.([2])
په مر بد کي دشاعرانو شعر جنګي په پايله کي موږ ته دشعر غټي شعري ټولګي(مجموعې) را پاته دي چي هغو کي دوه څېزونه ډېر اړين دي لومړی دجرير او فرزدق ترمنځ دمخالفت ټولګه چي (نقائض) نوميږي، دوهم د (اراجيزو([3])ډيره غټه ټولکه ده.
د دغو ټولګو په لوستنه سره به پوه سو چي دعراقي او حجازي شعر ترمنځ څومره توپير موجود دی.
ابو هاشم سرواني او عراق کي ادبي کره کتنه
کره کتنه په عراق کی په عباسي خلافت کي شتون لري، په عراق کي (ابن ابي عتيق) او (سکنيه بي بي) او نورو چي د اشعارو معناوي د مهذب او د مدني ذوق له مخي کره کړي نه ليدل کيږي، دا وخت په عراق کی بل ډول کره کتنه چي ددي سيمي اومحيط سره وړوه ترسره کېدل.
عراق کي کره کتنه ترډيره دشاعرانو ترمنځ، موازنې، تفضيل او غوره والي ته متوجه وه، دابه يې په ګوته کول چي کوم يو ښه شاعردی يعني له جرير فرزدق او اخطل له منځه کوم يويې ډېر ښه شاعردی.([4])
عراقيانو به دې ډول کره کتني ته قضا ويل، هغه چاچي به په دې اړه حکم اوپرېکړه کول (قاضي) بلل کېده، دې ډول کره کتونکو قضاوتونوکي په زړه پوري ويناوي راغلي دي، دبېلګی په توګه:
فرزدق د ذی اکرمه پر شعر دښه شعر فيصله کړې وه،خو اضافه کړي يې وه چي کاشکي يې پرکنډوالو نه ژړلای،د اوښ مرغه اود اوښ دمتيازو صفت يې نه کولای، داډول جرير داخطل پر شعر حکم کړی و، هغه چي دواکمن پاچهانو په ستاينه کي يې مبالغي کړي دي.
اخطل دجرير او فرزدق موازنه داسي کړې وه چي جرير له سمندر څخه په کاچوغه اوبه را کاږي او فرزدق بياکاڼي تراشي.
په دې توګه داډول کره کتنه په عراق کی حاکمه وه او وګړي يې پر دريو ډلوويشلې وه، چي دهري ډلي شاعربه خپل دبلي ډلي تر شاعر ښه اوغوره ګاڼه.([5])
دپورتنيو کرښو څخه پوهيږو چي عراق په ۲ــ ۳ــ ۴ هجري پېړۍ کی دعربي ادبياتو دثقل مرکزو، نه يوازي ابو محمد هاشم سروانی بلکي دخراسان او افغانستان دبيلابيلو برخو څخه ساکن د ادب او ديني علومو د زده کړي لپاره عراق ته تلل، عراق د حکومت داري سيستم په لرلو سره چي دعباسي خليفه ګانو په لاس اداره کېده، نسبي ټيکاو موجود و، د نړۍ دنورو برخو څخه هم افراد او اشخاص عراق ته راتلل،موږ وينو دخلافت په دربارکي دهند ــ سند مينځيانو خدمتونه کول، له بلخ او تخارستان، هلمند اوسيستان څخه، حجاز، شام او نورو سيمو څخه به عراق ته دزده کړو لپاره تلل، خو په را وروسته يوه – دوو پيړيو کي دهلمند، بُست،سيستان دعلم ، ادب اوديني زده کړو پلازميني وې هغه پوهان او عالمان چي دنړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې يې زده کړې کړې وې همدلته نورو ته ورزده کړي پيل کړې.
د ابو محمد هاشم سرواني په وخت کي
دعراق سياسي اوضاع
دپټي خزانې دياداښتونو له مخي چي د ابو محمد هاشم سرواني په (۲۲۳هجري سپوږميږ)کي دهلمند په سروان (کلا)کی زيږيد په ۷ ـ ۸ کلني کي يې په خپل کلي او مسجد کی په ابتدايې اسلامي زده کړو بغدادي قاعده يا سپاره ويلو پيل وکړ،له هغه وروسته چي خپل دخاپوړو سيمه کي يې دوخت مروج علوم زده کړه، دنورو زده کړو دحاصلولو لپاره يې بُست او لښکرګاه ته مخه([6])کړه دبُست له علماو څخه يې علوم حاصل کړه له دې ځايه يې عراق ته دلوړو زده کړو لپاره دتلو نيت وکړ، په اغلب ګمان چي(۲۵۰ هجري) کلونو کي به دعراق بغداد، بصري او نورو سيموکي دعلم په تلاښ تللی ګرځېدلی او هستېدلی وي.
داوخت په عراق کي دعباسي خلافت سياست او واکمني چلېده، دعباسيانو دنسب لړی دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم اکا، حضرت(۳۲ق) عباس، بن عبدالمطلب، بن هاشم بن عبد مناف ته رسېږي هغه چي د قريشو له هاشمي څانګي څخه شمېرل کيږي، عباسيان دافغانانو دسر ښندنو (ابو مسلم) له امله په ۱۳۲هجري کی خلافت ته ورسېدل، دخلافت ټوله موده يې (۵۲۴کاله) ته رسيږي په پای کي په (۶۵۶هجري) کي دمغلو دچپاوونو په نتيجه کی له منځه ولاړل.
دعباسي خلافت لومړنی خليفه، (ابو العباس سفاح) و، نوموړي وکولای سوه چي د امويانو پرټول قلمرو،بيله اندلس څخه مسلط سي.([7])
نوموړی عبدالله بن محمد ،ملقب په ابو العباس دلومړۍ خور پر دوولسم کال ۱۳۲کي خلافت ته ورسېد، نوموړی دخپل سياسي اونظامي تګلاري په اوږدو کي خپل اکا عبدالله بن علی، داموي خلافت ورستي واکمن مروان مخي ته دجګړې لپاره ور ولېږه،مروان مخي ته دجګړې لپاره ورولېږه، مروان ته يې د زاب سېند پرغاړه ماته ورکړه او تر جزيره،شام اوله هغه ځايه يې تر فلسطين پو تعقيب کړ، مروان مصرته، وتښتېد اوله هغه ځای صالح بن علی چي تازه دعباسيانو له لوري واک ته رسېدلی و،دڅو جګړوپه پايله کي دبوصير په کلي کی وواژه.([8])
تر ابو العباس وروسته يې ورور ابو جعفر منصورد خلافت واګي په لاس کی واخيستي، چي دوره يې ديو شمېر ښور ښونو شتون درلود لوی ښورښ دحسين بن علي و،چي دحجاز علويانو دنوموړي په پيشوا يې قيام وکړ.
تر ده وروسته هارون الرشيد (۱۷۰ ــ ۱۹۳هجري) پوري دخلافت چاري په غاړه لري،په هماغه شپه چي هادي مړسو، نوموړي خلافت ته ورسېد، دهارون الرشيد دوخت پيښي کولای سو د يحيی بن عبدالله پاڅون اوپه افغانستان(خراسان) په هلمند کي دحمزه اذرک ([9])هلمندي او دې سيمي دخلکو پاڅون دهارون رشيد دوخت له مهمو پېښو څخه وه تېر خليفه امين (۱۹۳ــ ۱۹۸) پوري دواک پر پلاز ناست و، دسيوطي په وينا چي دخلافت وړتيايې نه لرل، ځکه وايې، يو مسرف اوځان خوښي ځوان و اوپه سياست کي بي پروا و ځکه يې نوپه خلافتي نوبت کي ښورښ او فتنې زياتي سوې، دهارون الرشيد ترمرګ وروسته يې د دوو زامنو (امين اومامون) ترمنځ دواک پر سر اختلافات پيداسوه امين چي په بغداد کي خليفه سوی و، علی د ما هان زوی يې شپيته زرير لښکر دخپل ورور جنګ ته واستاوه، (۱۹۸هجري)، خومامون چې داوخت په خراسان کی و، څلور خراساني لښکريې دهمدغه طاهر پو شنجي په مشرۍ مخ ته ور ولېږی او دبغداد دلښکر مشر(علي) دطاهر په لاس ووژل يو، د امين لښکر ماته وخوړه، طاهر پربغداد يرغل وکړ، دامين سريې پرې کړاومامون يې دبغداد دخلافت پر پلاز کښېناوه اولوی برم يې وموند، ددې خدمتونو په بدل کی يې طاهر خراساني ته لومړی د شام حکومت او دبغداد کوټوالي ورکړه او وروسته يې دخراسان حکمراني د ذوليمنينن له لقب سره وکړل کال (۱۹۹هجري، ۸۱۴م).([10])دعباسي خلافت اوو م خليفه مامون(۱۹۷ــ ۲۱۸هجري) يې خلافت پوري ورسېد، اصلي نوم يې ابو العباس عبدالله لقب يې مامون ديوې افغاني مېرمني چي دبادغيس ولايت وه له نسه وزيږيد کله چي ديارلس کلن و، هارون الرشيد خپل دوهم وليعهد وټاکه د خراسان(افغانستان) اودخلافت ختيځي خواوي يې ده ته وسپارلې داچي بغداد دخلافت رسمي پلازمينه وه، نه ولاړ او تر ۲۰۴هجري پوري په خراسان کی چي دده له اړينو ملاتړو څخه و او خپله بريا يې هم له همدې ځايه بلل پاته سو.
دې وخت کی دخراسان لومړنی خپلوا ک حکومت دطاهريانو په نوم دطاهر بن حسين په مشرۍ سر راپورته کړ([11])اتم خليفه المعتصم بالله( ۲۱۸ــ ۲۲۷هجري) پوري و معتصم هم دمامون په څېر نه په عربو دومره باور درلود او نه هم دخراسانيانو څخه ډاډمن و، دغه شکمن حالت هم مجبور کړ تر څو خپل سياست ته تغير ورکړي او ترکي سرتيري يې دخپل پو ځ په ليکوکي ځای پرځای کړه، دده د وره هم د ښور ښونو سره مله وه چی دي کي د محمد بن قاسم پاڅون، زُحلي هندي کار ګرو پاڅون، دبابک خرمدين ښورښ دعجيف بن عنبسه او عباس بن مامون ښورښ دمازيار ښورښ او داسي نور دخليفه المعتصم دخليفه توب په وخت کي پېښ سوي دی. ([12])
نهم خليفه عباسي الواثق باالله (۲۲۷ـ ۲۳۲هجري) پوري و نوموړی دمعتصم زوی دخپل پلار ترمړيني وروسته يې زوی هارون چي په الواثق باالله ملقب و، په ځواني کي يې دخپل پلار مېراثي سياست ته اوږه ورکړه، نوموړی لومړنی کس و چي دخلافت په دربار کي يې دسلطاني دستګاه مقام ثبت کړ، دده په وخت کي هم دخلافت د دربار ترتفوذ لاندي سيمو لکه حجاز، شام،مصر او نورو ځايونوکي ښورښونه وسول. واثق په( ۲۳۲هجري) کي چی داوخت ابو هاشم سرواني نهه کلن و ، مړسو،خود ځان ځايناستی يې نه وټاکلی دعباسي خلافت لسم خليفه المتوکل علی الله (۲۳۲ــ ۲۴۷هجري) و په اغلب ګمان چي دالمتوکل دواکمنۍ په وروستيو (۲۴۶هجري) شاوخوا کي به ابو محمد هاشم سرواني عراق ته تللی وي، دانو هغه وخت وچي دخلافت په دربارکي تر افغانانو او عربانو، ترکانو ډېر سياسي اونظامي نفوذ درلود، تردې چي دتاريخي ياداښتونو له مخي المتوکل دترکانو په ميل او غوښتنه دخلافت پلاز ته ورسېد.
متوکل هغه وخت خلافت ته ورسېد چي عباسي دربار ته دترکانو دننوتلو شاوخوا څوارلس کاله کېده دالمتوکل تر وژني وروسته چي زوی محمد په المنتصر باالله باندي پيژندوی خلافت په خپل لاس کي واخيست ، ددې لپاره چي دپلار د وژل کېدو خبره ګونګه او پټه کړي، سوڼي يې پيل کړي چي پلار يې (متوکل) دفتح بن خاقان وزير له خوا ووژل سو اوپه وينايې چي ماخاقان وواژه، خوکله چی په (۲۴۷هجري) دشوال پنجشنبې په ورځ متوکل ووژل سو([13]) پدې پيښه د دربار نامتو شاعربختري خبر و، قاتلين يې وپيژندل، په يوه اوږده قصيده کي يې دخليفه متوکل او وزير خاقان وژل کيدل رسواکړه، هغه چي پخپله دمتوکل دزوی (المنتصر باالله) په لاس ووژل سو.
ددې سره چي منتصر خپل خلافت د ترکانو په ځواک تر لاسه کړ او دده له لوري دخپل پلار د قتل طرح هم دترکانو وه، المنتصر دترکانو په وړاندي ناوسه اوبې ارادي و، دترکانو د اطاعت او دستور منلو پرته يې بله چاره نه درلوده، ځکه نوموړی دترکانو پراوږو دخلافت پلازته پورته سوی و، تردې چي نوموړی يې مجبور کړ چي خپل وروڼه(معتز) او (مؤيد) د ولايتعهدۍ څخه خلع کړي.
دا دوه تنه دالمتوکل له وخته په لومړی او دوهم وليعهدۍ ګمارل سوي وه، ترکان ځکه ورڅخه په بيره کي وه چي دوی يې دپلار له قتل څخه خبر وه چي دترکانو په لمسون وژل سوی وه، دترکانو بېره داوه که دوی کي هر يو واک ته ورسيږي له موږه به خپل غچ واخلي له دې پيښې وروسته منتصر دترکانو دسلطي او استبداد څخه په تنګ راغی او ددوی دچارې په لټه کي سو، خو ترکان يې له نيت څخه خبرو، د دربار طبيب ابن طيفور ته يې ديرش زره رشوت ورکړه، طبيب د خليفه رګ په زهرو ککړ نشتر وواهه او ويې واژه، پېښه (۲۴۸هجري) کي چي دخلافت شپږمياشتي يې تېري سوي وې خاوروته وسپاره.([14])
دمنتصر ترمرګ وروسته دترکانو سرداران په هارونيه کي اجتماع وکړه ترڅو ځای ناستي يې تعين کړي، ترډيرو شخړو او خبرو وروسته يې دخلافت چاري احمد بن محمد بن معتصم په مستعين باندي ملق ته وسپارلې، په دې سره يې د متوکل نور زامن له خلافت څخه محروم کړل، ځکه دهغوی له غچ اخيسلتو يې ويره درلوده.
مستعين يو ارادي او ضعيف انسان و تردې چي دترکانو دلا س بازيچه جوړ سوی و، تردې چي شاعرانو په شعرنوکي په پيغور او مثالونو کي ياداوه،لکه:
خليفه فی قفس |
نوموړی دخپل وخت ډير ضعيف سياستمدار و، تردې چي ترکانو په يوه کارکي هم دده سره مشوره نه کول او دی يوازي په نوم خليفه و.
له (۲۵۳تر ۲۵۵هجري) پوري ديارلسم خليفه المعتز باالله خلافت ته ورسېد، دنوموړي خلافت په بيره او ډارپيل سو، ځکه وروسته له دې چي ترکانو ترده وړاندي درې تنه خليفه ګان ووژل، دخلافت مسند نا امنه سو، دا اغيز و چي معتز دترکانو له ويري،کله هم حتی دخوب په وخت کي هم اسلحه له ځانه څخه نه ليري کول او دخلافت په جامه کي به ويده کېده، داهغه حالت و چي ترکي سردارانو هريوه ځانته ځانګړي اختيارات او پلويان لرل او تل دواک دلاسته راوړلو لپاره جنګيدل.
دمعتز دخلافت له مهمو پيښو څخه په هلمند کي ديعقوب ليث صفاري هلمندي دکار پيل او دافريقا په شمال کي دحلولوني نيمه مستقل دولت جوړيدل وو.
څوارلسم عباسي خليفه (المعتد بالله) دی،نوموړی ته دامقام ترکانو دمعتز پر ځای ورکړ، آر نوم يې محمد بن واثق ملقب په المهتدی بالله دی ، يوکال يې خلافت وکړ، نوموړی داسي وخت خلافت ته ورسېد چي فساد او ورانيو عباسي دربار پرسر اخيستی و کورنی اميت ګډ وډ و، ملي يو والي زيان ليدلی و.
نوموړی يو پرهيزګار او بااراده و، غوښتل يې چی دعباسي خليفه ګانو په منځ کي وځليږي او د اموي خليفه عمر بن عبدالعزيز تګلاره خپله کړي.([16])
ابو هاشم سرواني دپنځلسم خليفه
المعتمد علی الله په خلافت کي
(۲۵۶ــ ۲۷۹هجري)
ترمهدي وروسته ترکانو احمد بن متوکل له زندان څخه را وايست او دالمعتمد په لقب يې دخلافت پرمقام کښېناوه، دنوموړي کار داو چي پايتخت يې له سامرا څخه بغداد ته راوړ اوپه دې توګه يې دعربانو په ملاتړ اوحمايت سره دخلافت له استګاه څخه دترکانو لاسونه لنډ کړه، دتاريخ ليکونکو په وينا چي نوموړی يو عياش، ناتوان او بي کفايته سړی و، خو دايوکار چي دخلافت دستګاه يې بغداد ته راوړه، دده دبي کفايتی په وجه دخلافت دچارو واګي يې هوښيار او غښتلي ورور(طلحه الموفق) په لاس کي واخيستي او تر در ويشتو کالو (۲۸۹هجري) پوري يې خلافت دوام وکړ، دابو محمد هاشم سرواني د ژوند ډېره برخه هم د المعتمد په وخت کي چي ورور يې طلحه رهبري کاوه تيره سوه ،دا وخت ابن هم ړوند سوی و ، خودخلافت د دربار پرکمزوريو به يې طنزيه شعرونه جوړول.([17])
دابو هاشم سرواني په وخت کي خلافت دربار بغداد ته راوړل سوی و، نوموړی هم داوخت په بغداد کي په زده کړو بوخت و، دعباسي خلافت په سرکي يو نااهله اوعياش کس المعتمد شتون درلود، خودومره ښه و چي دخلافت د دربار چاري طلحه الموفق په مخ وړلې، طلحه يو باشهامته اوکارخوښی سړی و،تل يې دستونزو وړاندي ټينګه مبارزه کول، نوموړی په خپله وړتيا بيلابيلي لښکري سره راټولي او دښورښ کوونکو پر وړاندي يې ورڅخه ګټه واخيستل، په دې ترتيب يې ترکي اميران اولښکر يان بوخت وساتل، دترکانو مخ يې دخلافت له درباره دمخالفانو ددفاع په لور واړواه.([18])
په داسي حال کي چي ترکان په اوج کي وه، يو خليفه به يې له پلازه کښته کاه، بل به يې پورته کاوه دې وخت کي ټولنيز او اقتصادي ژوند بې ثباته و، فقر او غريبۍ په ځانګړي توګه دغلامانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي و، يو ډير شمېر زنګي (تورپوستی) مريان دي عراق په سويل(جنوب) په ښوره زارو ځمکو، بين النهرين کي ډېر غربت او بد بختۍ کي ژوند کاوه، يادغلامان، په څوسوه نفري ډلو ويشل سوي وه، په ډيرو سختو او درنو کارونوکي بوخت وه، دژوند په ډيرو ټيټو امکاناتو کي يې ژوند کاوه.([19])
دې ټولو سختو سره سره يو شميرمريان دخوارجو سره اړيکه پيداکړه، خوارجو دوی ته دژوند کولو دحقونو په برخه کي اقتصادي عدالت او ټولنيزو حقونو څخه خبرکړه او عامه پوهاوی يې ورکړ هغه و چي دخلافت دربار په وړاند ناخوښۍ ورځ په ورځ زياتېدې، ترڅو يوتن دصاحب الزنج (دزنګو سالار)ټول غلامانو پرځان راټول او دخلافت دربار پرضد يې پاڅون وکړ، داپاڅون د روژي دمياشتي پر ۲۷ د ۲۵۵ ق کال پيل سو، دخواصف لښکروته يې ماته ورکړه، د اختر په ورځ يې دوی ته دبريا او ازادۍ زيری ورکړ. داد ابو هاشم سرواني دسترګو ليدلی حالات ددې دزنګو سالار امر وکړ چي پرخپلو څښتنانو پاڅون وکړي، دزنګيانو او تور پو ستو مريانو لښکر په چټکي سره په عراق کي خپرې سوې، دې وخت کي دزنګ سا لار دمختار په نوم ښار جوړکړ او داځای يې دخپل پلازميني په توګه وټاکه([20])دزنګو سپه سالار ډير ژر دخلافت دربار او اړوند ايالتونه په وهم اوډارکي واچول، د دوی پاڅون دالمهتري په وخت کی سوی و، خوکله چي معتمد خلافت ته ورسېد ددې خطر د دفع کولو لپاره را ووت، لومړی يې يو ترک قومندان د جملان په نوم دلښکر سره دزنګانو جګړې ته واستاوه، ديوې سختي جګړې په ترڅ کي جعلان ووژل سو([21]، لښکر ي تيت وپرک کړ، دابله اوهواز ښارونه يې ونيول د ورايې چور او چپاول يې وکړ، څه موده وروسته يې بصره ونيول چور او وراني يې وکړ، ډير ځايونه يې وسځول، څه وخت وروسته يې دامهرمز، واسط او نعمانيه ونيول، مکې مکرمې ته دتلونکو حاجيانو لاره يې ونيول او کښتۍ يې چور کړلې، په دې هڅه کي سول چي د خلافت پر پلار زمينه حمله وکړي، معتمد چي داحالت وايو حپل ټول توان او ځواک يې ددې خطرناک خوځښت لپاره وقف کړه، نويې له خپل لوري يې موسی بن بغار دلښکر وسره زنګيانو جنګ ته وليږل، خوده هم ماته وخوړه، داځل دترکانو په غوښتنه چي نورناتوانه سوي وه،په خليفه ټينګار وکړ چي خپل ورور موفق د زنګانو دټکولو لپاره وليدي، موفق لښکر وکېښ لومړی يې دزنګيانو سالار او لښکري واسط ته نژدې وټکولې اهواز يې بيرته ونيول، سالار زنګ يې په مختاره کي محاصره کړ،محاصره وځنډېدل، دښار خلک تسليم سوه امان يې وغوښت سالار زنګ يې ايله کړ.([22])
په پايله کي سا لار زنګ خپل ډيری پلويان له لاسه ورکړه له لږو کسانوسره له ښاره وتښتېد، خو موفقدی تعقيب کړد ۲۷۰هجري په صفره کي يې وينو، سريې له تنه څخه جلاکړه او خليفه ته يې ور وليږه او څوارلس کلن ښورښ يې خاموش کړ.
معتمد تر۲۳کاله خلافت وروسته د (۲۷۹هجري) په رجب کی مړسو تر ده وروسته يې زوی ۱۴خليفه (المعتضد باالله)له (۲۷۹تر۲۸۹) پوري لس کاله دخلافت چاري سرته ورسولې، دده په خلافت کی د ابو هاشم سرواني لوی استاد ابو العينا ياربن خلاد په ۲۸۳هجري کی وفات سو خو ابو هاشم سرواني لا تر ۲۹۴هجري پوري په عراق کی پاته و.
دالمعتمد ته لس کلن خلافت وروسته له(۲۸۹څخه تر ۲۹۵هجري) پوري يې زوی علی د المکتفي په لقب دعباسي خلافت اوولسم(۱۷) خليفه وټاکل سو دمکتفی دخلافت پيل په ډيرو لويو ښورښو سره وسو هغه چي قرامطه وو، شام، بهرين اوعراق پر سر اخيستي و([23])دمکتفي خلافت ترختم يوکال مخکی دهيواد لرغوني دورې پياوړي ليکوال، شاعر اوژباړونکي ابو محمد هاشم بن زيد سرواني هلمندي دخپل ټاټوبي خراسان(افغانستان) اوخاپوړو وطن هلمند ته راغی خو ور پيښې ناروغۍ له امله يې يوازي دوه کاله شاګردان و روزل او د استادۍ چاري چی مخته يو وړي په (۲۹۷هجري) کی چي داوخت په عراق کي المقتدر باالله(۲۹۵ــ ۳۲۰) خليفه و اوپه هلمند کی دصفاري کورنۍ څخه ليث بن علی(۲۹۶ ــ ۲۹۸هجري) واکمن و، زموږ داپياوړی فاضل استاد ابو هاشم سرواني په (۲۹۷هجري) کي د ۷۴کالو په عمر له دې نړۍ څخه وداع وکړه، روح دې ښاد وي.
عباسي خلافت ۵۲۴کاله خلافت وکړ، حکومت اوخلافت يې له (ابوالعباس سفاح) څخه (۱۳۲هجري) پيل او په (۶۵۶هجري) کي د (مستعصم) په مرګ دمغولانو په لاس ړنګه سوه.
عباسي حکومت په(۴)څلورو برخو ويشل کيږي([24])
۱ــ دوره : له ۱۳۲هجري پيل چي ځواکمن او برلاسي دوران او دعباسيان دواکنۍ دغوړيدا او خوښۍ دوره وه، د ابو العباس سفاح په خلافت پيل او د واثق په خلافت يې پای وموند.
۲ــ دوهمه دوره: دترکانو دنفوذ دوران و چي د متوکل په خلافت پيل او د او دمستکفي دحکومت په ګډوډۍ پای ته ورسېد له (۲۳۲هجري تر ۳۳۴هجري) پوري يې وخت ونيو.
۳ــ دوره:د آل بويه دنفوذ دوران بلل کيږي چي دقايم خلافت په وخت کي پای مومي، دې دوره کي (۳۳۴هجري تر ۴۴۷هجري) کلونه شامل وه. ([25])
۴ــ دوره: د ۴۴۷هجري له کلونو پيل تر ۶۵۶هجري پوري چی د سلجوقيانو دنفوذ وخت و، دقايم له خلافت څخه پيل او دمستعصم په مړينه پای ته رسېږي، ددې دورې واقعي ځانګړنه داوه چي په رښتنې توګه واک سلجوقيانوته انتقال سو.([26])
اخځليک او لمنليک:
- [1]ــ عبدالمالک همت، ادب او ادبي کره کتنه، صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه، ۱۳۸۵کال، ۳۶۹مخ.
- [1]ــ ادب او ادبي کره کتنه،مخکنی اثر، ۳۷۰مخ.
- [1]ــ اراجيز دزجز جمع ده، رجز دعربو هغه شعر وچي په جګړو کي يې دخپلي قبيلې دمېړاني په باره کي وايه.
- [1]ــ ادب او ادبي کره کتنه، ۳۷مخ.
- [1]ــ همداځای.
- [1]ـــ دتاريخ له پاڼو څرګنديږي چي په اموي دوره ۸۰ هجري کلونو شاوخوا هم نننۍ لښکرګاه دالعسکر(لښکرګاه)په نوم ياديده.
- [1]ــ اقبال عباس، تاريخ ايران بعد از اسلام انشتارات نګاه، ۱۳۸۵، ۳۶۵مخ.
- [1]ــ دکتر سيد احمد رضا خصوي،تاريخ خلافت عباسي (از اغاز تاپايان آل بريه) تهران چاپ دوم، ۱۳۸۴شمسي ۲۱مخ.
- [1]ــ اذاک اصلي نوم يې حمزه و دالکامل له مخي يو هلمند برګر و او دهلمند په زينداور کي زيږيدلی و؟ نوموړی د حفين خارجي له ملګرو څخه و.
- [1]ـ علامه پوهاند عبدالحبيبي، دافغانستان لنډ تاريخ، دبينواژباړه، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۸، ۱۲۷مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي،مخکنی اثر، ۸۶مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۹۹مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي از اغاز تاپايان آل بويه، ۱۱۲مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۱۳مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۱۴مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۲۱مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۳۲مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عياشي،مخکني اثر، ۱۲۴مخ.
- [1]ــ محمد ناظر احسن ،زندګي اجتماعي درحکومت عباسيان ترجمه مسعود رجب نيا،تهران، ۱۳۸ــ ۱۴۷مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۲۸مخ.
- [1]ــ داوخت دخوراکي توکو قيمتونه نهايت لوړ سوه تردي چي په بغداد کی يو کرَّ(۳۵۰ليتره ابو اندازه غنم ۱۵۰ديناره وه.(زندګي اجتماعي عباسيان ۱۵۰مخ).
- [1]ـ تاريخ خلافت عباسي، ۱۳۰مخ.
- [1]ــ تاريخ خلافت عباسي، ۱۳۳مخ.
- [1]ــطقوش، محمد سهيل: دولت عباسيان، دحجت الله جورکي ژباړه، تهران، ۱۳۸۰، ۳۹ مخ.
- [1]ــ دولت عباسيان،مخکنی اثر، ۴۰مخ.
- [1]ــ اقبال عباس، تاريخ ايران، بعداز اسلام، تهران انتشارات نګاه ، ۱۳۸۵، ۳۶۵مخ.
[24]ــطقوش، محمد سهيل: دولت عباسيان، دحجت الله جورکي ژباړه، تهران، ۱۳۸۰، ۳۹ مخ.
[25]ــ دولت عباسيان،مخکنی اثر، ۴۰مخ.
[26]ــ اقبال عباس، تاريخ ايران، بعداز اسلام، تهران انتشارات نګاه ، ۱۳۸۵، ۳۶۵مخ.
———————————-