لومړی برخه

ليکوال :شريف الله دوست سرواني

د ابو محمد هاشم بن زيد سرواني لنډه پېژندنه

(۳۲۳۰ــ ۲۹۷ هجري)

ابو محمد هاشم  سرواني د زيد سرواني زوی دلرغوني هلمند په تاريخي سيمه سروان(کلا) -سنګين  کي په  ۲۲۳هجري کي زيږيدلی دی.

د سروان کلا تاريخي جغرافيه:

سروان دهلمند ولا يت يوه ډېره لرغونې او دبشري ژوندانه لپاره ښېرازه سیمه (اوس د سنګین په نو لسوالي ده) چي دهلمند په شمالي برخه کي موقعيت لري، داسيمه اوس د (سروان کلا) په نامه ياديږي هغه چې د ګرشک ” ګرکُشک = دغره پر سر کلااوماڼۍ ښایي دا نوم دموسی کلا وي وموسی کلا بازار کې دغره پر سردکلا زاړه دیوالونه اوس هم سته” او کجکي ترمنځ واقع ده، هغه لاره چې له کندهارڅخه ګرشک ته تللي ده په څلويښت (۴۰) کيلو مترۍ کي يې سروان سيمه پرته ده او جنوب لوېديځ کي يې دسنګين بازار واقع دی.

ختيځ خوا ته دسروان او کجکي ويش سنګ سوراخ بلل سوی دی بيا تر ګرشک پوري سيمه د لرغوني سروان په حدودو کي راځي البته د تاريخ په اوږدو کي دا حدود پراخ او غوړيدلي وه خو د هيواد د معاصرو اداري تشکيلاتو سره يې حدود توږل سوي دي.

د سنګين موقعيت :

 سنګين بازار د ختيځ طول البلد په ۶۴ درجو،۵۰ دقيقو، ۳۵ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۳۳درجو، ۳ دقيقو او ۲۱ ثانيو کي شتون لري.

 د سنګين او کجکي ويش سنګ سوراخ دی.

سروان مساحت

په اتلس قريه های افغانستان، ۱۳۵۳،۳ټوک کي داسي راغلي دي:

دسروان کلا طول البلد او عرض البلد : E50۶۴—N۴۰ ، ۲۳). کود، نمبر: (۲۳۰۴) دبهر له سطحي ارتفاع : ۹۵۵(متر).

مرکز: سنګين.

د سروان( کلا) تاريخي‌ اوجغرافيايي شاليد

سروان او يا  او سنۍ سروان (کلا) د هيتومنت (هلمند) په تاريخ کي دپام وړ ځای لري، په هندي ژبه (  सरवन = سرون)، د SURYA، सूर्य)سوريا په نوم يوه الهه هم لري دسروان يادونه په يو شمېر پخوانيو اثاروکي سوې ده چې  دې کي ابن حوقل په خپل اثر( صورت الارض ،۳۶۵هجري) شاوخواکي ددې ځای دښو او پراخو ميوو يادونه کړې ده او وايې: “خرما او انګور يې زيات درلوده.

اضافه کړي يې دي چې داښار ګوټی ياسيمه د قرنين په اندازه دی خو تر قرنين([1]) آباده او ښېرازه ده، ميوي يې بهر او نورو سيمو ته  صادريږي.”([2])

په اشکال العالم کي راغلي دي چې زوروان(سروان) تر قرنين کوچنی او فيروز قند ([3]) ته نژدي دی او دعما راتو، زراعاتو او زياتو اوبو لرونکی دی.([4])

جوز جاني په حدو د العالم من المشرق الی المغرب (۳۸۹هجري) شاوخواکي، دخراسان په ښارونوکي پنځوسم ښار(سروان) بللی دی.( [5])

دسروان خلک يې شوخ،جنګيالي او دعصبيت څښتنان بللي دي. ([6])

په قانون مسعودي کي داښار په غلطه سره زردان(سروان) ليکل سوی دی، البته دکاتبانو تيروتنه ګڼل کيږي.

البيروني هم زوران(سروان) دبُست له توابعو څخه بولي، په المهاجر کي ليکي: زابلستان ته نژدي په ډبرو او څاګانو کي دطلامعادن موجود دي او داسيمه زروان نوميږي چيد خثباجي ([7]) دکلي ياسيمي په څنګ کي و. په  غروکي يې، سيم، روي، اوسپنه، سرپ، مقناطيس او نور معاد نونه سته.

ګرديزي په زين الاخبار کي( ۳۵۰ مخ)([8]) دسرابن کلمه راوړې ده ، په لمنليک کي علامه حبيبي ورسره زياته کړې :

(( په سنکريټ يې سروان (Sarvan) بولي، دالبيروني په کتاب الهند کي(سرابن) ليکل سوی دی.

سرابن او سراون او س ساون بولي([9])چي دهند وانو دکال څلورمه مياشت ده، خو دزين الاخبار په (۲۰۱مخ)کي (بت ساون) هم راغلی دی.([10])

دعلامه رشاد بابا په وينا دسروان کلمه غالبًا د(زوروان)له کلمې سره چي يوه دلمر (رب النوعه وه) اړيکه لري.

ددې کلمې ذکر دمقدسي په (احسن التقاسيم فی معرفت الاقليم) کي راغلی دی، خوداچي په چاپ کي يې يوڅه تيروتنه موجوده ده کتاب کي يې دسروان پرځای (سروستان)ليکلی دی، چي ددې صحيح بڼه په صورت الاقليم کي (ابن حوقل) ظبط کړې ده او هلته د(سروان) په بڼه دی. ([11])

په تاريخ سيستان کي چې ليکوال يې نامعلوم دی اوپه (۴۴۵هجري) شاوخوا کي ليکل سوی اوداسيمه دبُست له توابعو څخه ګڼي .

دسروان ذکر په نورو عربي جغرافيو کي هم راغلی دی لکه دبلاذري(فتوح البُلدان)او مسعودي اثر کي چي راغلی دی.

((له بُست څخه تر سروان پوري، د دوو منزلو لارده))

د سروان دنامه وجه:

لکه څنګه چي سروان (زوروان) د داور (زون+داور) سره په يوه جغرافيايي کرښه کي شتون لري،شک نسته چي دسيمو او سېدونکيو به يې ګډي دوديزي او مذهبي اړيکي لرلې او دا نوم هم  د لمر يوې رب النوعي ته ورته و.

څه وخت چي تر اسلام وړاندي په (داور) کي خلکو لمرلمانځنه کول او دلمر الهه يې لرل،حتمي ده چي سروان کي به هم دلمر لمانځنه کېدل، اود لمر الهې به سروان کيهم شتون درلود او ددې سيي خلک به لمر پالونکي او لمرلمانځونکي و؛ اوهلته زينداورکي هم دزور يا زوري په نوم دلمرلمانځني الهه وه، په قوي احتمال ويلای سو چي ننی سروان به له آره (زورـ سور+ وان = سروان) چي (زور= سوراو سوريا) يې دلمر الهه او وان يې دپالونکي مانا ښندي([12])کومه لويه کلا کي چي دا الهه خوندي وه اوخلک يې عبادت او لمانځني ته ورتلل نو د (زور+وان+ کلا=سروان کلا) نوم يې دعوامو پرخولو مروج سوی دی اوس يې ټول سروان کلا بولي اوپه وروستيو کي ټوله سيمه په همدې نامه ياده سوې ده تردي چې په نامه کي يې دوخت په تيريدو سره بېلابېلي ژبي او لغوي اوښتونونه رامنځته سوي دي، داچي دهغه وخت لمر لمانځني يوه لويه بشري حوزه په برکي نيول،ځکه نو ددې نامه څرک دکابل په سوريا معبد، ملتان، هند او اوسنۍ سوريې په نوم کي هم تر سترګوکيږي.([13])

علامه رشاد بابا هم داخبره تائيد وي چي دسروان کلمه هم د (زور+سور+وان =سروان) له کلمې سره چي دلمر رب النوعه وه اړيکه لري. نوپه تکرار وايو چي په څرګند ډول د(سوريا) دنامه څرک په سوريانو چي له همدې سيمي راپوته سوي دی ټينګه اړه لري، لکه مخکي چي ورته نغوته وسوه، سوري،سوريا، سوروان، زوروان، زون + وان، سون وان او داسي نوري بيلګي چي په اوسني هلمند، هندوستان ،منځني ختيځ، مرکزي اسيا حتی اورپا کي هم ددي نوم اوريښي څرک لګيږي، دبين النهرين(عراق) به ځانونه دلمر زامن بلل او خلکو به ددوی عبادت کاوه، سجدې به يې ورته کولې، دجاپان پاچهانو به هم ځانونه دلمر اولادونه بلل، چين کي هم لمر لمانځه رواج وه ، خو څوارلس سوه کاله وړاندي اسلام د لمر او سپوږمۍ لمانځل حرام ګرځولي : (( و من آيته اليل والنهار والشمس والقمر لاتسجدوللشمس ولاللقمر وسجدوا لله الذی خلقهن ان کنتم اياه تعبدون))([14])

ژباړه : (( او دده دقدرت له نښو څخه شپه ، ورځ ، لمر او سپوږمۍ ده ، نو تاسو لمر او سپوږمۍ ته سجدې مه کوئ او يوازي الله تعالی ته سجدې وکړئ چاچي دا ټول څيزونه ، که تاسو يوازي دالله تعالی عبادت کول غواړئ))

د (سور) د کلمې ريښه د نړۍ په ډيرو ځايونو کي تر سترګو کيږي ، دسور په نوم يوښار په فرانسه کي شمالي برخه کي شتون لري،سور+آباجا =سوراباجا  د اندونيزيا له ښارونو څخه د (کالي ماس) د سيند پر غاړه  شتون لري ، سور + ات = سورات په نوم ښار  دهند په ګجرات کي سته ،  د روسې د اورال په سيمه کي د ايزل سيند پرغاړه د سور + دلوسک يوښار  سته . ( [15])

د محمد هوتک بن داود په لاس ليکل سوې پټه خزانه (۱۱۴۲هجري) کي دشيخ کټه دلرغوني پښتانه په حواله داسي راپيژني:

((ابو محمد هاشم دهلمند په سروان کي په سنه(۲۲۳هجري)قدسي زيږيدلی دی، په بُست کی يې له علماؤ او فصحاء څخه لوسته وکړه او وروسته ولاړ په عراق کي يې په کلوکلو دلويو علماؤ څخه سمع وکړه او ابن خلاد چي څرګند و په ([16])ابي لعينا([17]) سره يې په بغداد کي عمرونه تېر کړل اوله هغه يې دعربي  بلاغت او اشعار ولوستل اوپه کال ۲۹۴هجري سنه قدسي له عراق بيارته راغی، درې کاله وروسته په بُست کي وفات سو. ([18])

نقل کا: چي ابو محمد په عربي اوفاړسي اوپښتو شعرونه ويل او هغه وخت چي دده استاد ابن خلاد په سترګو ړوند سو، نو ده به يې خدمت کا او دهغه به يې خواږه شعرونه، په ادب کي دعربواورېدله، ابومحمد له عربي څخه پښتوته دخپل استاد،ډير شعرونه هم را اړو لي  دي، ابن خلاد چي يو ظريف او او اديب سړی و په يوه شعريې درهم ستايلی دی او ابو محمد هغه شعر داسي په پښتو ژباړلی دی: ([19])

شعر

ژبه هم ښه وينا کاندي چي يې وينه
د خاوند په لاس کي زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وينايې اوري
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه

که درهم يې ځيني ورک هوسي نتلی
پرنړۍ يې وي په خړو پيژندونه

که بډای سوڼی و بولي خلق وايې
داوينا ده رښتياينه له رښتونه

که بي وزلي ووايې رښتيا خبره
نور ووايې داخوسوڼي دي تيرونه

هو!درهم ښندي هرچاله لويه برخه
د درهم دخاوند هرځای پرتمونه

درهم ژبه ده که څوک ژبور کيږي
ده وسله که څوک پرې کاندي قتالونه([20])

نقل کا چي ابو محمد هاشم په پښتو يو کتاب کښلی و چي په هغه کي د عربي د اشعارو فصاحت او بلاغت بيان کړی و اونوم يې ؤ دسالو وږمه.([21])

دشعر اصلي  او عربي بڼه:

من کان بمکن درهمين تعملت
شفتاه انواع الکلام فقالا
وتقدم الفصحاء فا استمعوا اليه
ورايته بين الوری مختالا
لو لا درهمه اللتي فی کيسه
لرايته شرالبرية حالا
ان الغنی اذا تکلم کاذبا
قالو صدقت ومانطقت محالا
واذا لفقير اصاب قالو لم تصب
وکذبت يا هذا وقلت ضلالا
آن الدراهم فی المواظن کلها
تکسبوالرجال مهابة  وجلالا
فهی اللسان لمن اراد فصاحته
وهی السلاح لمن اراد قتالا([22])

د هاشم سرواني پلار زيد سرواني:

اصلا خو زموږ داديب خپل نوم نه دی څرګند ، نوموړی دزيد زوی دی ، دا زيد ماته په اغلب ګمان زيد حنان ښکاري ،ځکه د (زيدحنان – زيدانان) په نوم په د اوسنۍ سروان کلا په منځ کي يو لرغونی کلی او يوه  ډېره زړه هديره شتون لري ، ماته داسي ښکاري چي د هاشم سرواني پلار زيد (حنان) هم په دې سيمه کي يو مخور شخصيت تېر سوی ، دا چي علمي ، تصوفي او يا نظامي شخصيت به يې درلود پوره معلومات نسته دومره څرګنديږي چي د دې سيمې(سروان کلا) يو نوميالی شخصيت به و ، کېدای سي هاشم سرواني هم دزيدحنانو دکلي چي  اغلب دنوموړي پلار ته منسوب و اوسېدونکی وي او بيا کله چي وفات سوی د زيدحنانو هديره کي ښخ سوی او دا هديره تر اوسه دهمده په نوم ياده سوې ، زه داګړی همدومره معلومات  لرم که تر ما بل کس په دې هکله کره معلومات وموندل زما پر معلوماتو دي استناد نه کيږي .[23]

دابو محمد هاشم سرواني دژباړي علمي او فني ارزښت:

دابو هاشم سرواني لخوا دخپل استاد ابوالعينا راژباړل سوی شعر ټول او وه بيتونه دی چي عربي بڼه يې هم او وه بيته ده.

دشعر ژباړه  په ډير ظرافت اولياقت پيل سوې او دنني ژباړې دټولو آرونو(اصولو) سره مطابقت لري،ژباړه کټ مټ نه ده سوې بلکي معنی او هدف يې داسي په امانت را اخيستل سوی او يوه زره ژباړنيز خيانت نه پکښې ليد ل کيږي.

پوهان دژباړې تعريف داسي کوي چي ژباړه ديوي ژبي له يوه حالت څخه بل حالت ته ياله يوې بڼېڅخه بلې بڼي ته يو مطلب له بلې ژبې خپل اويا خپلې ژبي څخه بل هغه ته اړولوته وايې . هغه که ليکلي وي يا ناليکلي(شفاهي) دژباړې آره موخه هم دمانا اومفهوم انتقال دپيل له ژبې څخه دمقصد ژبې ته دی، چي دامقصد، مانا او مفهوم ابومحمد  هاشم سرواني په خورا امانت اوديانت سره کړی ده. علامه رشاد بابا وايې:((ژباړه د مدنيتونو دلېږد او رالېږد اغيزناکه وسيله ده)).

دعلامه بابا خبره دکاڼې کرښه ده رښتيا هم کله چي په لومړي هجري پيړۍ په لومړي نيمايې کي دسعودي له ريګونو دهلمند ترغاړو پوري د اسلام سپيڅلې ويناوي خپرې سوې، په خلکو کي دژباړي په واسطه دتوحيد عقايد ټينګ سول.

عربي اسلامې افکار، عقايد، علوم، ادب،فنون او تجربې دژباړي په مټ په خلکو کي عام سول، دژباړي د آرونو پربنسټ چي دوه اړين ټکي بايد حتمي په پام کي ونيول سي، لکه لومړی بايد ژباړه په خپله ژبه کي ګرامري بلد تيا ولري، دوهم پرهغه ژبه برلاسی وي له کومي څخه چي ژباړه کوي.

داښکاره ده چي ابو محمد هاشم سرواني هم په خپلې مورنۍ ژبه کي په ژبني او ګرامري قواعدو باندي بلد و، په علمي او ژبني لحاظ داورته څرګنده وه چي د ژباړي په وخت کي دخپلي ژبي ورځنۍ محاورې، اصطلاحات په ډير مهارت او اُستادۍ سره پرځای وکاروي، که چيري پخپله ژبه کي الفاظ، لغات او اصطلاحات پرځاي ونه کارول سي ژباړل سوی متن نيمګړی او بي خونده راځي، تردې چي په معنوي لحاظ يې معنا توپير کوي([24])په ادبي او هنري مسايلوکي،په ځانګړي توګه شعراو ادبي ټوټه کي ژباړه ترډېره دتورو په مانا پوري هم اړه نه لري بلکي د راژباړل سوی متن سره بايد، تخيل، عاطفه،کيف، خوند او رنګ هم راوژباړل سي، که موږ يوازي الفاظ ژباړو دبې روحه کالبد (ډانچې) په معني دي ديوه شعر روح او جسم بايد دواړه خپلي ژبي ته واوړي ترڅو هغه خوند اورنګيني چي په خپله لومړۍ يا آره ژبه کي لري په مستعاره يا ژباړلې ژبه کي هم خوندي پاته سي او داپر ژباړن دلوستونکي حق او امانت دی، چي دا امانت اوب محمد هاشم بن زيد سرواني دخپل استاد ابن خلاد دشعر په ژباړه کي خوندي کړی دی.

 دهاشم سرواني دژباړې استادي به په څلورم بيت کي وګورو:

عربي بڼه:

ان الغنی اذا تکلم کاذبا
قالو صداقت وما نطقت محالا

که چيري پورتنی بيت کټ مټ بې خونده، بې تخيله اوبې مانا وژباړو داسي ژباړل کيږي:

که چيري شتمن درواغ وايې
ووايې، ته رښتيا وايې، چي داسي رښتيا خبري نور شوني نه دي

تاسو وګورئ چی کټ مټ ژباړه څومره سړه، بي خونده او په عين حال کي دسيلابونوپه لحاظ لږ اوزيات دريم او اهنګ په لحاظ وچ او ولاړه چي هيڅ رواني نه لري.

اوکه دهاشم سرواني د ژباړې بېلګه را واخلو قناعت به وکړو چي واقعًا يوه استادانه ژباړه سوې، ژباړلی متن په ډير عالمانه احتياط او دژباړي له آرونو سره سم را اخيستل سوی دی.

بېلګه :

عربي بڼه:

ان الغنی اذا تکلم کاذبا
قالو صداقت ومانطقت محالا

د ابو هاشم سرواني پښتو سوې ژباړه:

که بډای سوڼي وبولي خلق وايې
داوينا ده رښتيا نيه له رښتونه

دمعاصري ژباړي د آرونو مطابق دابو محمد هاشم سرواني ژباړه دوه غوراوي لري:

۱ــ په ژباړه کي خپلواکي:

هاشم سرواني په ژباړه کي دژباړي دمهم اصل خپلواکي څخه کار اخيستی دی، دايې حتمي نه ده ګڼلې چي ژباړه ټکي پر ټکي را واخلي بلکي دخپلي ژبي دګرامري غوښتني سره سم يې ژباړه کړې ده په ادبي ليکنو په تيره بيا دشعر په ژباړه کي ژباړن اړوي چي دخپلي ژبي د ادبي فنونو په چوکاټ کی يې شعر او نظم وژباړي، خو دا کاربيا بايد په علمي ليکونو کي په ډېر پام وسي.([25])

۲ــ په ژباړه کي مانيزپام: هاشم سرواني په خپله ژباړه کي عربي ژباړل سوی متن مانيز اومعنوي ارزښت په ډير د درناوي سره ساتلی دی، په دې ډول ژباړه کي د لوستونکي لپاره په لوستنه کي اسانتيا موجوده وي او لوستنه يې روانه وي.

په ټوليزه توګه دژباړي دننۍ آرونو اوفنونو سره سم دهاشم سرواني د ژباړل سوی شعر ارزښت په دي دی چي يا د مطلب يې ټول پکښې را اخيستی دی، شعر په داسي لوړ انداز ژباړل سوی چي څوک نه پوهيږي چي دا د پښتو ژبي خپل اصلي شعر دی اوکه ژباړه ده، ژباړه يې ساده، اسانه او روانه کړې ده، چي په اسانۍ او خوند سره ترې مفهوم اخيستل کيږي.

متن له ابهام او سپيڅلتيا څخه پاک دی، کټ مټ يې الفاظ نه دې ژباړلې، ژباړه له اصل متن سره دقيقًا سمه ده او هيڅ يوه برخه يې دژباړي څخه نه ده پاته سوې، دشا عر تخليقي او تخيلي حق په کي په ښه ډول ادا سوی دی، ژباړه يې دخپل وخت دپښتو محاورې سره سمون لري، داچي هاشم سرواني ډيره زده کړه په عربي ژبه کي کړې وه، دژباړي په وخت کی د عربي ژبي تر اغيز لاندي نه دی راغلی بلکي ډير سوچه، نګه او پا خه وييو نه يې پخپلې ژباړې کي کار ولي دي، په پای کي ويلای سو چي هاشم دخپل وخت يو نامتو ژباړه هم تېر سوی دی، داسي ژباړه يې کړې چي سړي يې يوه برخه کی هم دانتقاد حق ځانته نسي ورکولای.

نوربیا…

اخځليک او لمنلیک:

  1. [1]ـ قرنين هغه ځای دی چي دصفاري لړۍ، بنسټګر يعقوب ليث پکي زيږيدلی دی، ځيني ليکوا لان يې دنيمروز او هلمند ترمنځ اوسنی غور غوری بولي.
  2. [1]ـ کانديد اکا دميسن محمد اعظم سيستاني، سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها، دوهم ټوک ۳۷۸مخ.
  3. [1]ـ فيروز قند:
  4. [1]ـ علامه حبيبي دپټي خزانې لمنليکونه، ۲۵۰ـــ ۲۵۱مخونه.
  5. [1]ـ په حدود العالم مينوريسکي، دوهم چاپ ۱۳۸۳کي يوولسم ښار سروان او دوولسم داور بلل سوی دی. وګورئ حدود العالم ۳۲۱مخ.
  6. [1]ـ علامه پوهاند عبدالشکور رشاد، دکندهار ياداښتونه: ۶۷مخ.
  7. [1] ـ خثباجي کيدای سي اوسني ګرماوته نژدي کلی و، خو اوس يې نوم تغيرکړی دی.
  8. [1]ــ ګرديزي په زين الخبار کي دسرابن لپاره شار هم کښلی،په لمنليک کي ورته سارکښل سوی.
  9. [1]ـ زين الاخبار د ۱۳۴۸ چاپ کي ۳۶۰ مخ کی راغلي دی.
  10. [1]ــ علامه رشاد بابا ، کندهار يا داښتونه،۶۷مخ.
  11. [1]ــ دسيمو تارخي جغرافيه،مخکنی اثر:۱۲۸مخ.
  12. [1]ـ علامه حبيبي، دپټي خزانې لمنليکونه، ۲۵۰،۲۵۱مخونه.
  13. [1]ـ علامه رشاد بابا،د کندهار ياداښتونه،۶۷مخ.
  14. [1]:سورة حم السجدة ، ۳۷ آیت
  15. [1]- سعيديان ، شهرهای جهان ، ۴۸۴مخ
  16. [1]ــ ابي د الف په زور اوبه په زير داب(پلار) اومتکلم وحده ياء څخه مرکب دی چي د زما پلار يا پدرمن مانا ښندي.
  17. [1]ــ دابي يا ابو العيناد ژوند اوشخصيت په اړه به معلومات په ورستيو پاڼو کي راسي.
  18. [1]ــ محمد هوتک، پټه خزانه، پوهاند حبيبي په سريزه، د ادبياتو پوهنځۍ څلورم چاپ، ۱۳۵۶، ۲۹مخ.
  19. [1]ــ پټه خزانه مخکنی اثر، ۳۰ مخ.
  20. [1]ــ پټه خزانه همداځای.
  21. [1]ــ پټه خزانه، همدامخ.
  22. [1]ــ پو هاند حبيبي، دپښتو ادبياتو تاريخ، دوهم ټوک چاپ، دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۸۴، ۴۵۵مخ.
  23. [1]: یاده موضوع مې د استاد محمد اصف صمیم صاحب سره هم شريکه کړی ، هغه راته زما دګمان سپارښتنه وکړه ، یعنې که کره معلومات پیدا سوه موږ له خپل ګمانه هم تېر يو.
  24. [1]ــ مفتي سيف الرحمن هاشمي، دعلمي څېړني لار ښود، ګود رخپرندويه ټولنه، ۱۳۹۰، ۱۴۴مخ.
  25. [1]ــ دعلمي څېړني لارښود مخکنی اثر ، ۱۴۶ مخ څخه دژباړي په برخه کي استفاده سوې ده.
One thought on “د پښتو ژبې لومړی ژباړن هاشم سرواني”
  1. ستاسو دليکنی څخه ډيره مننه ډير کره معلومات مو دوستانو ته وړاندی کړه ،تاسوته دلا سترو کاميابيو په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *