۱۳۹۱لمریز کال د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د جشن موضوع ښځه او معاصرادبیات ته ځانګړې شوې وه چې د ښځو ونډه په ادبیاتو کې وارزول شوه. د یوه پنل د بحث موضوع وه، ښځه او داستان، چې په دغه برخه کې د درې ژبې لیکوالې ډاکټرې حمیرا قادري په دري ادبیاتو کې د ښځینو په داستان لیکنې ډېر مفصل معلومات وړاندې کړل. له لومړنۍ لیکوالې را نیولې د اوسني وخت په نامتو ښځینه کیسه لیکونکو او د هغو په اثارو یې ډېرې ګټورې خبرې وکړې. په هماغه وخت کې زما په ذهن کې پوښتنه پیدا شوه چې د پښتو ژبې لومړنۍ کیسه لیکواله څوک ده او د ښځینو د کیسه لیکنې بهیر له څه وخته راپیل شوی دی؟ په هماغه وخت کې مې احساس وکړ چې زما د معلوماتو دایره د پښتو ښځینه کیسه لیکونکو په هکله څومره تنګه ده او دا تصمیم مې ونیوه چې زه به په دغه برخه کې معلومات پیدا کوم.
دویمه هجري پېړۍ د پښتو لیکني ادب د پیلامې په توګه یادېږي او له نیکمرغه له هماغه پیل نه په لیکني ادب د ښځو ونډه هم شته او دغه ونډه هم په نثر او هم په شعر کې موجوده ده او د وخت په تېرېدو او د شرایط سره په سمون کې دغې وڼدې خپل ځای ساتلی. سره له دې چې د قناعت وړ نه دی خو بیا هم په مقیدې پښتنې ټولنې کې د ښځو دا وڼده هم غنیمت ګڼل کېږي.
په ښځینه کیسه لیکونکو کې تر ټولو د مخه د پښتونخوا د دوو ښځینه کیسه لیکونکو نومونه مخکې دي، چې یوه سیده بشرا بېګم او بله مېرمن زیتون بانو ده. چې دواړه د خان عبدالغفارخان( باچا خان) د ملي نهضت (خدایي خدمتګاران) د تحریک فعاله غړې وې او په اغلب گومان مېرمن سیده بشرا بیګم به لومړنۍ کیسه لیکونکې لیکواله وي چې د هند او پاکستان د بېلتونه د مخه په دېرشمه زېږدېزې لسیزې کې یې کیسې لیکلې او د خپل وخت په خپرېدونکې اخبار( افغان) کې خپرې شوې دي او له هماغه وخته د ښځینو کیسه لیکنه شروع شوې ده. البته چې دا به ثابته خبره نه وي خو زه له خپلو لومړنیو معلوماتو نه هم دغه اندازه لګوم.
د مېرمن سیده بشرا بیګم کومه ټولګه نه ده خپره شوې او دا چې څومره کیسې لیکلې هڅه کوم چې په دغه برخه کې خپل معلومات بشپړ کړم. دویمه لیکواله میرمن زیتون بانو ده چې پنځه د لنډو کیسو ټولګي لري او اثار ټول چاپ شوي او مېرمن بانو تر اوسه حیات ده.همدارنګه له دوی سره هممهالې د پښتونخوا مبارک سلطانه شمیم نو هم راځې چې لنډې کیسې یې لیکلې دي او د (نوی سحر) په نامه یې یوه ټولګه هم خپره شوی ده خو د مېرمن شمیم تولګه مې هم پیدا نه کړه او دا نشم ویلای چې څومره کیسې یې لیکلې. په افغانستان کې څلوېښتمې لمرېزې لسیزې کې کبرا مظهري لنډې کیسې لیکلې او په ۱۳۵۰ کال کې د برېښنا په نوم لومړینۍ ټولګه خپره شوې.
د پښتونخوا میرمن سیده بشرا بیګم په ۱۹۳۹ کال په قام میینه جهان ارا په نوم لنډه کیسه لیکلې ده او د خپل وخت په خپرېدونکې اخبار افغان بمبي کې خپره شوې ده او زما په اند دا به لومړنۍ پښتو ښځینه لنډه کیسه وي.
ښاغلی اسیرمنګل په خپل اثر د پښتو افسانې سل کلن بهیر کې د بشرا بیګم په قام میینه جهان ارا کیسې په هکله لیکي (( په قام میینه جهان ارا کې افسانه نګارې د یوې مجبورې جینۍ ستونزې په فني توګه بیان کړي دي ولې د نامې نه اندازه لګي دا دیوې پښتنې جینۍ نوم نه شي کیدای داسې ښکاري جې دا لنډه کیسه د اوردو اثر لاندې لیکل شوې ده.)) همدارنګه ښاغلی اسیر د ډاکتر محمد اعظم اعظم په حواله لیکي (( په قام میینه جهان ارا کې دیوې پښتنې جینۍ بې وسي او مجبوري په ډېر دردېدلي انداز کې بیان شوې ده ولې په فني توګه د کونډې جینۍ سره سیالي نه شي کولای.))
د دغې کیسې په هکله دلته دوه متضاد نظرونه دي، ښاغلی منګل وايي چې په فني توګه یې د یوې پښتنې دردونه انځور کړي او ډاکتر اعظم یې د فن په لحاظ د کونډې جینۍ سره نه برابر وي.
په قام میینه جان ارا کیسه مې نه ده لوستې نو نشم کولای په محتوا یا په جوړښت یې خبرې وکړم.د کیسې له نوم څخه معلومېږي چې د دې کیسې موضوع وطن او قام ته د یوې پیغلې په مینې راڅرخي. په قام میینه جهان ارا که فني توګه کمزورۍ ولري دا به منو خو د ښاغلي منګل خبره چې د صرف د نوم څخه دا کیسه پښتنې ټولنه کې د ښځو د ستونزو استازيتوب نه شي کولای په ځای به نه وي ځکه یوازې د کیسې د نامه څخه به دا حکم به سم نه وي او دا هم ضروري نه ده چې یوه پښتنې نجلۍ نوم دې جهان ارا نه وي.
دا چې د کیسې محتوا د پښتنې پېغلې درېدلی حالت وړاندې کوي دا مهمه او دا بحث وړده. په هر حال مېرمن سیدې بشرا بیګم دا کیسه په هغه دور کې لیکلې وه چېرته چې پښتنو لا د قبیلي قانون لاندې ژوند کاوه او بیا یوه پښتنه لیکواله دا هڅه کوي چې کیسه ولیکي او د خپلې ټولنې د ښځو د ژوند انځور وړاندې کړي دا کفایت کوي چې مېرمن بشرا د نوې کیسه لیکنې بنسټ کېښود او نن چې په ښځینه ادب کې د کیسو کوم بهیر راون دی د بشرا بیګم د هڅې پایله ده او په پښتو ادب کې د ښځینه کیسه لیکنې تشه نه شته او پښتنې لیکوالې د خپلې ټولنې د ښځمنو ستونزې د کیسې په ژبه تر لوستونکو رسوي.
دا چې دوی څومره بریالۍ دي چې د کیسه لیکنې ټول معیارونه کار وي دا بېل بحث دی خو د خوښۍ ځای چې د مېرمن بشرا بیګم هڅه یې ژوندۍ ساتلې او د زیتون بانو، کبرا مظهري، پروین ملال، صفیه حلیم، شریفه شریف، سلمی شاهین، وږمه سبا عمر، حسینه ګل ، ثنا ساپۍ او طوبی ندا ساپۍ غوندې د تکړه کیسه لیکونکې نومونه یې د پښتو ادب په ګلبڼ کې زرغونه کړه. نن دوی او نورې ډېرې پښتنې لیکوالې کیسې لیکي د ښځو ستونزې بیانه او د کیسې په وسیله په خپلې ټولنې کې د مثبت بدلون په راوستلو کې خپل رسالت سر ته رسوي.