راپور: هارون احمدزی –

دا ځل پکتيا کې د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري په دې نوم سيالۍ پيل شوې چې « ښوونځئ ته تګ مه پريږدئ» دا سيالۍ پای ته ورسيدي.

لا هم مرکز ته په نږدې سيمو کې ماشومان ښوونځيو ته نه ځي او نه هم د کورنيو له لوري ورته ډېره پاملرنه کيږي.

د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې مسوولين وايي په دغو سيالو کې د تېرې د سيمې د ۱۴ لوبډلو تر څنګ د کابل يوې لوبډلې هم برخه اخيستې وه.

د تېرې د ځوانانو ټولنې دويم مرستيال انجنير سلطان احمدزي او د دې ټولنې د سپورتي کميټې مسوول سردارولي تېروال له  رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د دې سيالو څخه موخه خلکو ته د تعلم په برخه کې عامه پوهاوی او د لوبغاړو غوراوی وو.

« موږه دغه لوبې په همدې موخه پيل کړې چې د سيمې اوسيدنکي خپل بچيان ښوونځيو ته وليږي، ځکه ښوونځي د زده کړې او روزنې ځای،دغه لوبې به په سيمه کې د پوهنې په برخه کې ښه پيغام ورسوي»

« سردارولي تېروال يم د دغو لوبو څخه بل هدف دادی چې په سيمه کې يو داسې لوبډله جوړو کړو چې په ولايتي کچه له نورو لوبډلو سره ولوبيږي»

پکتيا کې د کرکټ بورډ چارواکي د دا ډول لوبو جوړول په سيمه کې د بدلون لپاره اړينې بولې او وايي د پوهې په برخه کې تر ټولو ښه پيغام د لوبو له طريقه رسولی شي.

پکتيا کې د کرکټ بورډ مدير نور محمد د لوبو اغيز پر زده کړه اغيزمن بولي.

« هغه لوبې چې د پوهې پيغامونه او شعارونه له ځان سره لري په سيمه کې ډېر اثير غورځولی شي، لوبو ته د هرې کچې خلک راځي سپين ږيري،مشران او ماشومان نو دا ډول لوبې په زده کړو مستقم تاثير کولی شي»

که څه هم دتېرې د ځوانانو ټولنې له لوري په تعلمي ډګر کې بېلا بېل ښوونيز پرګرامونه جوړ شوي خو دا لومړی ځل دی چې پکتيا د دې سر ليک لاندې چې ښوونځي ته تګ مه پريږدئ د کرکټ سيالۍ جوړيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *