يکشنبه د غویي ۲۳
خبریال: ساحل منګل
ياده ودانۍ د ټولو اړينو ملحقاتو سره ۲۲ اداري خونې لري، چې د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت سره په يو جريب ځمکه کې په دوو پوړونو کې د انجنر محمد الله ساختماني شرکت لخوا جوړه شوه.
په دغو مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي په ګډون د پکتيا ګڼ شمېر صنعتکارانو، پانګه والو او د يادې ادارې مامورينو برخه لرله. پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي د دغې ودانۍ په جوړيدو سره پکتيا ولس په ځانګړې توګه د پکتيا صنعتکارانو او د يادې ادارې مامورينو ته مبارکي وويله او ډاډ یې ورکړ، چې ډېر ژر به په د دغه ولايت پانګه والو او صنعتکارانو ته پارک صنعتي په واک کې ورکړي، څو له نوموړي پارک څخه د پکتيا پانګه وال ترينه په صنعت پانګه اچونه کې ګټه واخلي.
ښاغلي سهي له ټولو پانګه والو او صنعتکارانو وغوښتل، چې په خپلو صادراتو او وارداتو کې له ريښتينولۍ او شفافيت څخه کار واخلي او خپل هيواد ته له بې کيفته او تاريخ تيرو وارداتو څخه له دولت سره په ګډه مخنوي وکړي او هيواد ته ښه کيفيت لرونکي توکي او مواد را وارد کړي.
د يادولو وړ ده، چې په ياده غونډه کې د صنايعو او معادن د خونې يوه څانګه هم په پکتيا کې پرانیستل شوه.
ياده څانګه چې د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځته شوې د صنعت او په قانوني ډول د معادنونو د استخراج او له هغې څخه د ساتنې چارې به پر مخ وړي.