د پکتیکا د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
د يوې خبرې غونډې پر مهال د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدران وويل چې د ولايتي شورا غړي سردار ملنګزوی څو ورځې وړاندې د ګردېز په ښار کې د لومړۍ امنيتي حوزې يو پوليس وهلی ټکولی و چې د ټپونو له امله په روغتون کې بستر شو.
ښاغلي ځدران وويل : (( له قانون څخه هېڅوک لوړ نه دي، چاچې زمونږ له پوليس سره په حوزه کې ظالمانه برخورد کړی، هغوی بايد خپله سزا وويني.))
نوموړي زياته کړه چې دوی د اجرائيه ځواک په توګه په دې برخه کې له جديته کار اخلي او زورواکانو ته به اجازه ورنه کړي چې د پوليسو پر وړاندې ودرېږي.
د ښاغلي ځدران په خبره چې ولايت مقام د همدې قضيې په اړه له ولسمشر، امنيت شورا او لويې څارنوالۍ سره دې پايلې ته رسېدلي چې د ولايتي شورا ياد وکيل بايد د خپلې کړنې په تړاو عدلي او قضايي ادارو ته ځواب ووايي.
د پکتيا ولايت وياند نقيب احمد اتل وويل ولايت مقام دغه پرېکړه ددې لپاره وکړه چې په راتلونکي کې نور څوک له امنيتي ځواکونو سره د دا ډول زور زياتي هڅه ونه کړي.
نوموړي د يوه وکيل له لوري دا کړنه يو نه بښونکی عمل وباله او ويې ويل چې که تر دې وروسته هر چا امنيتي سرتېرو سره له زور زياتي او فزيکي چلنده کار واخيست، نو د قانون پنجو ته به يې راکاږي.