راپور : محمد شريف شريفي
1393/9/13 پکتيا
د پکتيا د پوليسو د اکاډمي د چارواکو په خبره چې يادو پوليسو ته د ښونې او روزنې څانګې لخوا يو مياشتنې روزنيزې زده کړې ورکړل شوي دي
د دي اکاډمي د قومندان سمنوال جنت مير ځاځي په خبره چې ياد سيمه يېز پوليس به د دي ولايت په ځاځي اريوب , ډنډې پټان او لجه منګل ولسواليو کې په دندو وګمارل شي .
دغه راز دليندۍ په 12 مه د نوموړو پوليسو فراعت غونډې ته د هيواد د کورنيو چارو وزارت د ښونې او روزنې څانګۍ عمومي قومندان معشوق احمد سيلاب په خپلو خبرو کې دوی يي صادقانه او مسؤلانه دندې ترسره کولو ته متوجه کړل او سپارښتنه يي وکړه چې خپل هيواد او خلکو ته ژمن پاتې شې .
ياده دي وې چې د پوليسو له ياد روزنيز مرکز څخه له دې وړاندې هم لسګونه تنه سيمه يېز پوليس له فراعت ورسته د دي ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کې پر دندو ګمارل شوي دي .