د پکتیا پریس کلب- د پکتيا په مرکز ګردېز کې قومي مشرانو، د مدني ټولنو فعالانو او ځوانانو د ملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د فساد د مخنيوي کړې ژمنه دې پوره کړي.

دوی د يوې احتجاجيه غونډې په ترڅ کې له ولسمشر اشرف او اجرائيه رېئس څخه غوښتنه وکړه هغه چارواکي چې په فساد کې ښکېل دي د محاسبې مېز ته کېنوي.

نوراحمد رښتياوال له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې پکتیا ولايت ته دې يو باصلاحيته هئيت راوليږي څو په پکتيا کې د تېرو شپږو کلونو کې د شويو فسادونو څېړنه وکړي.

نوموړي رښتياوال وويل د هغو پروژو څارنه او پوښتنه دې هم وشي چې کارونه يې هم لاهم نيګمړي پاتې دي.

رښتياوال وايي: موږ له مرکز حکومت څخه د يو باصلاحيته او بې طرفه هئيت غوښتونکي يو، ګوندي هئيتونه نه غواړو چې راشي ادارات دې وڅېړي، د دوی کارکردګي دې وګوري وروسته له هغه به معلومه شي چې قانون څه سزا ورته ټاکي.

يوه قومي مشر د فساد په اړه وويل چې د ولايت والي د خپل زوی په نوم د جوړ شوي شرکت ساختماني شرکت او نورو له شرکتونو له خوا په پروژو او د رغونې په کارونو کې ښکاره فسادونه کړي او لا يې هم کوي.

دې قومي مشر وويل: سړ کونه منظوريږي او هغه ټېکدار ته ورکول کيږي چې هغه د والي سره تړلی وي، هغه ټېکدار ته والا که کار ورکړل شي چې چاروکو سره لار ونه لري. د خدای لپاره دا څه حال دی، چاته ورشو؟

د غونډې ګډونوالو ويل که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه ويل شي نو خپلو اعترضونو ته به دوام ورکړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې د ولايت مقام نظر هم له ځانه سره ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د پکتیا اوسېدونکو څو ځله د پکتیا د والي پر ضد لاریونونه او اعتراضیه غونډې جوړې کړېدي خو د مرکزي دولت له خوا لا هم د دې ولایت په اداره کې کوم سمون او بدلون نه دی راغلی.

شکورکامران ــ پکتيا

0 thoughts on “د پکتيا قومي مشران: په پکتيا کې دې د شوي فساد په اړه څېړنه وشي”
  1. دبكتيا دور ونو ، بلارونو او دجلسي دتولو كدون والو غوشتني او اعتراضونه كاملاء به خاي دي او دا هغه غوشتني او هيلي دي جه دانتخاباتو تر مخه داكتر اشرف غني ورته ليواله او خلكوته ءي وعدي وركري وي داهم داولس مشر خوشبختي ده جه اولسونه دده تر خنكه ودريزي أودّ إصلاحاتو غوشتني كوي.بده به هله وه جه اشرف غني يو خه غوشته او اولسونو بل خه غوشته شه داده جه اولس هغه خه غواري خه جه اولسمشر غواري
    زوندي،نيك نامه،او كاميابه دي وي.دبكتيا دا زرور ، با توره او وطن فرسته قوم.ع
    دبكتيا الى. دباشرفه معزيزينو دي عمل خما زره ته دتكيا ستني ودر ولي اوزه ءي داسي إحساساتي كري يم جه أروبا عاجله خوشي او ددي با اتفاقه أو متحده با غيوره قوم تر خنكه دوطن دابادي دباره مشتركه مبارزه وكرم
    جنرال حبيب الله جلالزوي

  2. شمله ورو ستاسو دجګو او هسکو شملونه قربان شم واقعا موږ په پکتیا او پکتیاوالو ویاړو

    راشی دخوست تالی څټوته جه خوستیی تباه تباه کړ غیر له یو محدود تعداد چه خپل اوازونه یی تر کرزی ورسول خو افسوس چه دغه والیان فعلی والیان دکرزی په مشوره تعین شویدی دهغه په لری کولو کی عملی اقدام نکولو اکثره تنظیمی والیان دی چه خپلو تنظیموته دمیاشتی دیرش زره ډالر ور لیږی او څنګه یی لیری کړی اوس هم تنظیمی مشران هلی څلی کوی او شروع کړیدی چه بیا پاته شی کوشش وکړی دغه داعتراضونولړی جاری وساتی موږ در سره یو تر څو دغه فاسد بیکاره والیان عوضاو صادق په وطن مین مسلکی کدرونه تعین شی وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *