عاشق الله اخلاص يار / پکتيا –

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ اړوند د منداخيلو په سيمه کې ددولت دوسله والو مخالفينو اودولت ترمينخه دڅلورو ورځو راهيسې جنګ اوس هم لا روان دی .ددقيقو مالوماتو له مخې دسيمې ډيرۍ خلک اوکورنۍ له خايه کډه شوي دي اوډير يې دڅمکنيو اړوند عمومي بازار شهرنو ته راغلي.

دسيمې خلک وايې چې دغرونو فضا سپينو بيرغونو رنګينه کړې او افغان دولت ندی توانيدلی چې وسله وال مخالفان په شا وتنبوي.

خو په رسنيو کې وايې چې جنګ ولاړ او دولت ته زيان ندی اوښتی، دا بايد ياده شي چې ددولت څلور محلي پوليس پکې وژل شوي اوڅو نور پکې ټپيان دي.

داهم ديادونې وړدی چې دپکتيا په جانخيلو ، څمکنيو ، پټان ، احمدخيلو ، زرمت ،لژې منګل اواريوب ځاځيو ولسواليو کې ځای پرځای جنګونه شوي دي او ددولت ترڅنګ يې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده ،

دې يادول هم اړين دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي په يوه ويډيو يې کنفرانس کې دپکتيا امنيتي وضيعت نا سم ښودلی خو لارښونه يې کړې چې دپکتيا نظاميان بايد په جدي غبرکون لاس پورې کړي خو تراوسه جدي غبرګون چا په سترګو ندی ليدلی.

همدارنګ�� ددوه اونيو څخه راديخوا دپکتيا مرکز ګرديز څخه تر پټان ولسوالۍ پورې چې شاوخوا ۸۵ کيلومتره دی لاره ده دسختو امنيتي ستونزو سره مخ دی چې پدې لاره ددولت مامورين څه چې محصلين هم تګ او راتګ نشي کولی.

په همدې لاره دسيدکرم او ميرزکې په سيمه کې ددولت دوسله والو لخوا شاوخوا ۲۰ موټر په يو ځای وګرځول شول چې طالبانويې پړه پرغاړ واخيسته او دايې په وروستيو کې هم زياته کړه چې له دې ډلې يې ۳۰ تنه خوشي کړي او نور ورسره پاتې دي چې په دولت کې دکار تورې پرې پورې دی ،

نه يواځې داچې دپکتيا ولايت ناامنه شوې دهيواد په نورو ولايتونو کې هم همدغه حال دی ، ولس په بيلابيلو وختونو کې خپل غږ تردولته رسولی خو داسې څوک نشته دي چې غږ يې واوري ، ولسي خلک وايې چې ددوی دوه لارې دي يا به ددولت په ضد پاڅون کوي او يا به دوسلوالو خو دابه راتلونکی روښانه شي چې پدې برخه کې دولت ترکومه مخکې ځي او يا ولس څه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *