عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
دچاپيريال ساتنې په اړه درې ورځينی ورکشاپ دسليمان غر کلتوري ټولنې له لورې ترسره شو چې مالي ملاتړ يې دبشري حقونو دپکتيا ولايتي دفتر په غاړه اخيستی وو ، په دغه ورکشاپ کې ديرش تنه ځوانان وروزل شول او دچاپيريال ساتنې په اړه زده کړې ورکړل شوې ،
دهمدې پرګرام دپای په مراسمو کې دسليمان غر کلتوري ټولنې مشر عاشق الله اخلاص يار وويل چې دالومړی ځل دی چې په دې برخه کې ځوانان روزل کيږي او ددې مخکې په دې څوک نه وو توانيدلي چې دچاپيريال په اړه ورکشاپونه داير کړي او يا دپاک اوناپاک چاپيريال ګټې اوزيانونه ولس ته ښکاره کړي .
اخلاص يار زياته کړه چې د شنو سیمو زیاتول، د تیلو او سړکونو دکیفیت لوړول، له ښار نه د زړو موټرونو ایستل ، له سړکونو نه د کانکریټي دیوالونو لرې کول، د ځینو سړکونو بندول، پلاسټیک نه سوځول او همدارنګه له هغو شیانو ډډه، چې دود خپروي دادچاپيريال دککړتيا مخه نيسي .
اخلاص يار وويل زما پیغام خپلو ښاریانو ته دا دی، چې چاپیریال ساتنه خپله ایماني او وجداني دنده وګڼې، څو د هوا د ککړتیا مخنیوى وشي .
اخلاص يار داهم ګډونوالو ته پخپلو خبرو کې وويل چې په هيواد کې دځنګلونو پراخوالى د خداي پاک له لورې غوره ډالۍ ګڼل کيږي چې د هسکو غرونو ښکلا د همدغې ځنګلونو منندوي دي،
که ځنګلونه نه وي نو چاپيريال بدرنګه او وران معلوميږي ، وچې دښتي او بيابانونه د هيڅ درد نه دوا کيږي ، که د يوه پلوه شنه فصلونه او باغونه چاپيريال خايسته کوي نو له بله پلوه د انسان د ښه ژوند تظمين هم کوي .
نوموړي زياته کړه چې نن ورځ دککړتيا د لړی ګرده نړی انديښمنه کړې ده او ماهيرينو او ماحول او ککړتيا د ختمولو لپار په نړيواله سطحه خپلي هلې ځلې پېل کړي دي .
خو تر دي دمه داسي فرمول نده پيدا شوی چي خراب او ککړ چاپيريال په پاکه او صفا هوا بدل کړي . هغه چي د چاپيريال د ککړتيا په ختمولو کي مرسته کوي يوازي شنه فصلونه او باغونه او ځنګلونه دي چې له بده مرغه تر کومه چي انسان په ساينسي تکنالوژي او نورو علومو کي وړاندي تګ کړی او خپل ژوند کي بدلون راوستي د خپل تمدن د اړتياو د پوره کولو لپاره د ځنګلونو په بيرحمانه ډول د پريکولو څخه هم ډده نه ده کړې چې تر ټولو ناوړه پايله د ککړ چاپيريال زمونږ مخ ته پرتي دي .
ځنګلونه چي چاپيريال پاک ساتي د سيلابونو مخه نيسي د وحشي ژوو کورونه په خپل غيږ کي لري د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي او د زمونږ دپاره پاکه او تازه هوا برابروي .
اخلاص يار په همدې مراسمو کې په دولت غږ وکړ چې نور بايد دځنګل وهنې مخنيوی وشي او دورکشاپ له ګډونوالو يې هم وغوښتل چې خپل داغږ ترکليو اوبانډو ورسوي .
دمراسمو پای کې په ګډونوالو بري ليکونه وويشل شول اوژمنه ترې واخيستل شوه چې دوی به دچاپيريال په سلتنه کې مرسته کوي او داچاره به له ځانه پيلوي .