د پکتيا پوهنتون لپاره يو شمير مدني ټولنو او ځوانانو د نيال اېښودنې پروګرام « وطن جنت نښان دی، ګلان پکې کرمه! » تر سر ليک لاندې اشر تر سره کړ.
مدني فعالان وايي، د هېواد پالنه او ولس ته په اخلاص کار کول د ټولو ځوانانو وجيبه ده، چې تر سره يې کړي.
د پکتيا د تېرې ځوانانو علمي او مدني بنسټ او د احمدابا ځوانانو ټولنې مسوولينو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د پوهنتون د سمسورتيا لپاره په يو غږ همکاري کوي.
د دې بهير د ښه تر سره کولو لپاره چې مشري يې د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل سيدولي جلالزي کوله ګڼ شمير ونې کېښودل شوې.
د کار د اسانتيا او نيال کيندنې د مناسبو ځايونو لپاره يو اېکسکېوېټر کار تر سره کاوه او دغه چارې اسانه کړې وه.
د پکتيا د تېرې ځوانانو علمي او مدني بنسټ مشر احمدالله او د احمدابا د ځوانانو ټولنې مشر جمعه ګل احمدزي د پوهنتون له ادارې سره د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او وويل، چې د راتلوونکي کال لپاره په مالي برخه کې په رضا کار ډول له تجارانو سره يو ځای د پنډ راټولونې بهير پيل کړي.
د ځوانانو د پارلمان استازي ډاکتر شفيق الله سحر د پوهنتون رئيس پوهنمل سيدولي جلالزي هڅې او هاند، چې د پوهنتون د سمسورتيا لپاره يې ترسره کوي، قناعت کونکي وبللې او وويل، يو شمير ځوانان شته چې نورو ګاونډيو هېوادونو ته دا ثابته کړي، چې ځوانانو ته خپل وطن جنت دی.
د پوهنتون رئيس پوهنمل سيدولي جلالزي، له ځوانانو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې له يوې علمي ادارې سره چې د ټولو ګډ کور دی په رضاکاره ډول همکاري تر سره کوي.
د پکتيا پوهتون، د رغونې زيات ساختماني کارونه د کروند ګرو، ملي تجارانو او ولس په په پيسو تر سره شوي، چې دا مهال يې ډېری پوهنځي وداني لري او ځوانان هوډ لري،چې د سمسورتيا لپاره خپله لاس په کار شي.
راپور: عزيزرحمان رحماني