راپور احسان الله احمدزی  

د پکتيا پوهنتون کې د تېرې ځوانانو ټولنې په هڅو او د ولسي مرستو همکاري د اوبو راپورته کولو بريښنا سيستم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د تېرې ځوانانو ټولنې مشر احمدالله احمدي د پرانيستي پر مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل دغه سيستم چې له څاه څخه د بريښنا په مرسته اوبه را باسي چې پوهنتون د ځمکې، ونو او چمن په خړوبولو کې به د ضرورت په مهال ګټه ترې واخيستل شي.

ښاغلي احمدي د ولسي خلکو څخه مننه وکړه، چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره يې شاوخوا دوه لکه افغانۍ مرسته کړې ده.

نوموړي وويل له دې پروګرام څخه يې دا نتيجه واخيسته چې خلک د علمي مرکزونو او ښوونځيو پرمختګ سره زياته مينه لري او غواړي چې پخپل لګښت سره د علمي مرکزونو ساتنه او پالنه وکړي.

دغې پرانيستې ته د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم ورغلی و، نوموړي دغه ډول پروګرامونه د ولسونو د ملي روحې په را ژوندي کولو او د مثبت پيغام په رسولو کې غوره لاره ګڼي او وويل، چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د ولسونو د شعور کچه لوړه شوې او د خپل هېواد، خاوري او علمي بنسټونه سره زياته مينه لري.

ښاغلي سهي د تېرې ځوانانو له ټولنې مننه وکړه، چې په علمي ډګر کې  تر ډېره خپل فعاليتونه تر سره کوي.

د پکتيا پوهنتون رئيس دوکتور سيدولي جلالزي، د ولسي خلکو له همکاري مننه وکړه، چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره يې تر سره کوي.

جلالزي وويل، چې د پکتيا پوهنتون سره مدني ټولنو په هره برخه کې همکاري کړې او په نور ملي سوداګرو يې غږ وکړه، چې پوهنتون کې په ځينو برخو کې همکاري وکړي.

مدني فعال جمعه ګل افغان او د رڼا انسټيټيوټ مشر ډاکټر سميع الله په نورو مدني ټولنو غږ وکږ چې د پوهنې او پوهنتون په برخه کې خلک همکاري کولو ته تشويق کړي او په خلکو يې غږ وکړ چې خپل لوڼې او زامن په لوړو زده کړو سمبال کړي، تر څو په ټولنه کې اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *