د پکتيکا مېرمنې : د سولې رواني هڅې دې ګړندۍ شي چې په هيواد کې تلپاتي سولې ته زمينه برابره شي.
پکتيکاوالې ميرمنې وايي په هيواد کې د روانې جګړې تر ټولو لوی زيان افغان مېرمنو ته رسيږي، ځکه چې په جګړه کې د دوی زامن، وروڼه، ميړونه او يا هم پلرونه مړه، معيوب او ژوبل کيږي له همدې امله له دولت غواړي چې د سولې روانې هڅې بايد ګړندۍ شي ترڅو په هيواد کې تل پاتي سوله راشي.

يادې خبرې دوی نن پنج شنبه په هغه غونډه کې وکړې چې د هيواد د لومړۍ مېرمنې له دفتر څخه راغلي پلاوي له لورې د افغان ميرمنو د ملي اجماع په نوم جوړه شوې وه.

 پلاوي په استازيتوب د لومړۍ ميرمنې مشاورې پلوشې احمدزۍ د سولې پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې تر بل هر وخت اوس په هيیواد کې سولې ته جدي اړتيا ده، د هغې په خبره د روانې جګړې تر ټولو لوی زيان افغان مېرمنو ته رسيږي، د دوی زامن، لوڼې او خاوندان پکي وژل کيږي او په راتلونکي کې يې درد، غم  او ماشومان دوی ته پاتې کيږي.

په همدې ډول نورو ويناوالو هم د سولې په ارزښت او اړتيا بېلابېلې نظريې وړاندې کړې.

د غونډې په پای کې  پکتيکا مرستيال والي انجينر شېربادشاه ارګوني  په سوله کې د ميرمنو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې ديني عالمان ، قومي مشران او ميرمنې بايد په ګډه د سولې په برخه کې هر ډول هڅې وکړي او په وينا يې لازمه ده چې په دغه پروسه کې د مېرمنو ونډه او ارزښت هم په پام کي ونيول شي.

د افغان مېرمنو ملي اجماع چې د هيیواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني په مشرۍ د افغان مېرمنو هشبکي او ښځو چارو وزارت په ګډو هڅو رامنځته ته شوې تر دې وړاندي يې د هيواد ګڼو ولايتونو ته هم سفرونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *