پکتیا

تاند- د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، که ځواکونه او وسلې ور ونه رسېږي ممکن د دغه ولایت جاني خېل ولسوالي بیا د طالبانو لاس ته ورشي.

د پکتیا امنیه قوماندان توریالي عبدیاني نن /دوشنبه/ وویل، په جاني خېل ولسوالي کې د امنیتي خطرونو د موجودیت له کبله نورو ځواکونو ته اړتیا ده.

ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که نور امنیتي ځواکونه جاني خېل ته ونه لېږل شي، ښايي طالبان دا ولسوالي بیا ونیسي.

د سرحدي پولیسو قوماندان اسدالله شېرزاد هم وویل چې جاني خېل ولسوالي له طالبانو سره د مقابلې لپاره د پولیسو لوی تشکیل ته اړتیا لري.

دوې اوونۍ وړاندې طالبانو دا ولسوالي ونیوله او څو ورځې د طالبانو په لاس کې وه.

افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د جاني خېل د بېرته نیولو په عملیاتو کې یې شاوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تېر کال هم طالبانو جاني خېل ولسوالي نیولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *