تاند- د پکتیا په حدودو کې د پاکستاني پوستو د جوړېدو پر سر د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د اوسېدونکو په منځکړتوب د افغان او پاکستان د سرحدي چارواکو د غونډې له ناکامېدو وروسته د پکتیا د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي چې پاکستان به پرېنږدي چې جوړو کړو پوستو ته سړکونه تېر کړي او اغزن سیم نصب کړي.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، پاکستان په هغو پوستو کې چې د طالبانو د واکمنۍ او تر هغه مخکې د ګډوډۍ په کلونو کې یې ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیا په مربوطاتو کې جوړې کړي دي، د سړکونو د تېرولو هڅه کوي.
د دغو پوستو، چې په حاکمو سیمو کې جوړې شوي، پر سر د پکتیا اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو تراوسه پورې څو ځله له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کړي دي.
د سږکال په اپریل کې د پکتیا عام ولس د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یو شمېر هغه پوستې ونیولې چې د پاکستان پوځ له دیورند کرښې دې خوا ته جوړې کړې وې.
د ډنډ پټان له دې پېښې وروسته د دواړو خواوو قومونو، افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو په خپل منځ جرګې وکړې او په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ یو وار بیا د دواړو خواوو د قومي مشرانو په منځګړتوب د افغان او پاکستاني سرحدي پوځیانو غونډه وکړه خو افغان لوری وايي چې د پاکستان پوځ حاضر نه دی چې د افغانستان له خاورې خپلې پوستې وباسي.
دوی وايي چې پاکستاني پوځیان ټینګار کوي چې د جي پي ایس په وسیله د جوړې شوې نقشې له مخې دې کرښه معلومه شي خو افغان لوري د جي پي ایس نقشه په دې خاطر رد کړه چې دا نقشه هغه مهال د پاکستان له لوري جوړه شوې چې په افغانستان کې منظم مرکزي حکومت نه و.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د افغانستان مرکزي حکومت دې دا لانجه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي. دوی په عین حال کې وايي چې د پاکستان پوځ د ظاهرشاه برج، وټه سار، شډل او چنګک په نامه سیمو کې پوځي بارکونه او پوستې جوړې کړي چې د پکتیا د ځاځي میدان اړوندې سیمې دي.
salaam mokhtarama zazemaidan marbot ye khost dah na de paktia