تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د پکتیا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت له زندان څخه د اووه طالب بندیانو د تښتېدلو په قضیه کې د لاس لرلو په تور یې ۱۲ کسان نیولي دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم په دې اړه تاند ته وايي، نیول شوي کسان د زندان ساتونکي، مسوولان دي چې د پکتیا د زندانونو مدیر هم په کې شامل دی.

ښاغلی تبسم زیاتوي، دا کسان د طالب بندیانو په تېښته کې د غفلت له کبله تر څېړنو لاندې دي او که قضیه کې یې لاس لرل ثابت شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

دوه شپې وړاندې د پکتیا چارواکو تاند ته خبر ورکړ چې له مرکزي زندان څخه یې اووه طالب بندیان وتښتېدل خو وروسته چارواکو وویل چې په دغو ۷ تنو کې یې یوازې ۳ تنه طالبان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *