په پکتیا کې مظاهره

تخبریال: هجرت الله ساحل- سلګونو پکتياوالو د ولایت په مرکز ګردېز کې په نويو الکترونيکي تذکرو کې د افغان کلمې د ليکلو په ملاتړ لاريون وکړ.

دغه لاريون د پکتيا د ولايتي شورا، مدني ټولنو، قومي مشرانو او ځوانانو له خوا رابلل شوی و.

لاريون کوونکو ویل، د خپل سر په قيمت به د افغانيت له کلمې څخه دفاع وکړي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغان له کلمې پرته نوې تذکرې جوړې او ووېشي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي عبدالروف ځډراڼ وويل:«زموږ نننی لاريون يوازې دولت ته يو خبرداری و خو که چيرې مو غوښتنې ونه منل شي نورو مدني حرکتونو ته به هم دوام ورکړو.»

نوموړي وويل:«موږ پنځه زره کاله کيږي چې افغانان يو او په اساسي قانون کې هم راغلي هر څوک چې په دې هيواد کې اوسيږي د افغان په نوم ياديږي.»

د مدني ټولنې فعال ډاکتر عبدالهادي حماس وویل:«زمونږ د لاريون موخه دا ده چې دولت او نورې ادارې زموږ غږ واوري او اوس هم وخت شته چې دولت خپله پرېکړه واخلي او په تذکرو کې د افغان کلمه وليکلي.»

نوموړی دا هم وویل چې که چيرې دولت د دوی دغه غوښتنه ونه مني نه یوازې دا چې نوې تذکرې به وانخلي بلکې د دې تذکرو د ويش په لړۍ کې به هم ستونزې جوړې کړي.

په څو نورو ولايتونو کې هم مدني فعالانو د دې تذکرو دوېش په اړه غبرګون ښوولی او ويلي ېې دي که چيرې پکې د افغانيت کلمه ذکر نشي دوی به یې مخالف وکړي.

خو یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د افغانستان تذکره له افغانانو پرته بل چا ته نه ورکول کېږي. دوی همداراز وايي چې په تذکره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لیکل شوي بناً د افغان کلمې لیکلو ته اړتیا نشته. خو له دې سره سره ډېر نور وايي چې باید په تذکره کې د افغان کلمه راوړل شي او وايي که دا پرېکړه ونه شي په په بيلابيلو ولايتونو کې به لاریونونه او مظاهرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *