مطبوعاتي خبرپاڼه/۲۰۳ تندر قول اردو
د تندرقول اردوځواکونوپه ګډوعملیاتو کې(۴۵) تنوترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو دغزني ولایت اندړو ولسوالۍ د دریم نمبر پوستې په سیمه له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې (۵) تنه وسله وال مخالفین وژلي او (۸)تنه نورژوبل کړيدي، په نوموړې نښته د تندر قول اردو دوه تنه سرتیري هم برسیرن ټپیان شویدي.
بلخوا د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا د اووم کنډک منسوبینو د پکتیا ولایت ډنډه پټان ولسوالۍ د مقبلو درې په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې(۸) تنه وسله وال ترهګر وژلي او(۴) تنه نور ژوبل کړيدي.
د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو لخوا د پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې (۱۱) کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شويدي.
………………………………………………………………
مطبوعاتي خبرپاڼه/ پکتيا ولايت رسنيز دفتر
د پکتیاپه ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې!
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرخ ګل دره، زغنې او رویدارو په سیمو کې له تېر مازديګر راهيسې د ګډو ځواکونو د پرلپسې هوايي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د بېلابېلو ګروپونو لږ تر لږه دوه ویشت تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
له سیمې څخه د استخباراتي او نورو سرچینو څخه راغلیو مالوماتو پر اساس د وژل شويو وسله والو جسدونه په دغو سیمو کې لا تر اوسه پاتې دي او ښايي مرګ ژوبله یې تر دې هم زیاته وي.
دغه بریدونه داسې مهال ترسره شول چې د ډیورنډ کرښې له هاغې خوا، د لوګر له ازرې او د ننګرهار له حصارک څخه راغلي د وسله والو ګروپونه د اریوب ولسوالۍ په دغو سیمو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې وو.
له سیمې څخه سرچینې زیاتوي چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو څو تنه مهم قومندانان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سنګیو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې څلور تنه پاکستاني طالب جنګیالي وژل شوي وو او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.