په ګردېز کې پر امنیه قوماندانۍ، ۵۰۵۰ سپینغر زون، او خاصې قطعې د وسله والو طالبانو انتحاري برید د ترهګرو په مرګ پای ته ورسېد.

په دې حمله کې ۵ پولیس شهیدان شوي او ۸ نور ژوبل دي.

مخکیني خبرونه

تاند- لږترلږه ۵ انتحاري حمله کوونکو نن سهار د پکتیا ولایت پر امنیه قومانداني برید وکړ.

چارواکي وايي، حمله د سهار په شپږ نیمې بجې د امنیه قوماندانۍ د موټرو پارکینګ ته نژدې د بم په چاودنې پیل شوه.

ویل شوي چې لومړۍ چاودنه د یوه انتحاري له لوري وشوه چې ورپسې څلور نور امنیه قوماندانۍ ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه پورې ۳ انتحاریان وژل شوي او یو لا هم مقاومت کوي.

وسله والو طالبانو د دې تروریستی برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په پکتیا کې پاکستان مېشته حقاني شبکه زیاته فعاله ده.

د دغه برید په نتیجه کې افغان پولیسو ته د مرګ ژوبلو په اړه تراوسه پورې کره معلومات نشته ځکه چې د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پورې لا نښته روانه ده خو د روغتون سرچینې وايي چې ۵ مړي او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید شوی

تاند- د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې وسله والو طالبانو نن سهار وختي څو ځایه بریدونه وکړل.

لومړني راپورونه وايي چې له یوې انتحاري حملې وروسته طالبانو په ګردېز کې د پکتیا پر امنیه قومانداني ډله ییز برید کړی دی.

د ښار په څو نورو برخو کې هم د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

شاهدان وايي چې امبولانسونه یې لیدلي چې د نښتې ځای ته روان ول.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلو د دقیق شمېر په اړه چارواکو او روغتوني سرچینو څه نه دي ویلي. خو ځینې سرچینو د ۳ تنو د وژل کېدو او د ۶ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

تراوسه د افغانستان د دولت کومې وسله والې مخالفې دلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې ځینو خلکو د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په شاوخوا کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *