د پکتيا په مرکز ګردېز کې د لومړي ځل لپاره دوو ولايتونو پکتيا خوست لوبغاړو د کيو کوشين کان کراټې د اتل ولۍ ولايتي سيالۍ ترسره کړې.
دغه سيالۍ د مرکز ګردېز ښار د همدرد لوبغالي کي دوه ورځې دوام درلود او د شنبې په ورځ د ۲۰۱۴ زيږديز کال د سيپټمبر د مياشتې په ۲۰ پيل چې د خوست او پکتيا ۳۰ تنه لوبغاړو ورکې ګډون کړی وو.
د کیوکوشین سيالي په سويل ختيځ زون کې د کيو کوشين کان کراټې د سيمه اييزې څانګې مسول محمدالله صابري په نوښت جوړې شوې وي او د سمبالښت چارې هم يادې څانکې مخې ته بېولې.
په دې سياليو کې د څارنې چارې د افغانستان کيو کوشين کان کراټي مرستيال سن سي نور آغاهاشمي، استاد حبيب الرحمان عادل، د لغمان کيوکوشين کان کراټي ولايتي مسول او استاد رحمان الله وصال منګل د خوست کيوکوشين کان کراټې ولايتي مسول په مخې ته وړې.
د سيالو د پيل پر مهال د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي تر څنګ د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي، د مدني ټولنو فعالينو د پکتيا پوهنتون محصلينو او د ورش مينوالو ګډون کړی وو.
په سويل ختيځو ولايتونو کې د کيوکوشين کان کرټې مسول محمدالله صابري وايي د دغو سيالو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ولايتي غوره لوبډلې جوړول دي، چې وکولی شي په راتلوونکي کې په ملي سيالو کې په ښه ډول سره ولوبيږي.
صابرې وايي د دې بله ګټه داده چې د ولايتونو لوبغاړې يو تر بله خپلې تجروبې شريکې کړي.
د پکتيا ولايت بدني روزني آمريت آمر امين الله عالم يار او استاد ګل کريم سهار د فنې څانګې مسوول د هېواد د نورو لوبو په پرتله د کيو کوشين کان کراټې سيالیو وصول وستایل او د لومړي ځل لپاره په پکتيا کې جوړې شوې يي سيالۍ وستايلې.
دا لومړی ځل دی چې د خوست او پکتيا د کيو کوشين کان کراټې لوبډلې په مرکز ګردېز کې د غوره لوبډلې جوړولو لپاره خپل منځي دوستانه سيالۍ تر سره کوي.
له لوبې وروسته لوبغاړو ته پايلې په لاندې ډول وښودل شوې.
نومونه يې په لاندې ډول دې
د تنکیو ځوانانو برخه
– ۲۰ کیلوګرام وزن:
لومړی: شکرالله خوست
دوهم صفت الله ګردیز
دریم : قریب الله ګردیز
د تنکیو ځوانانو برخه:
+ ۲۰ کیلوګرام وزن:
لومړی: سلطان الماس خوست
دوهم : شوکت الله خوست
دریم : انصاف الله ګردیز
د ځوانانو برخه:
+ 45 کیلوګرام وزن:
لومړی: حبیب الله خوست
دوهم : ذاید الله الماس خوست
دریم : عصمت الله احمدزي ګردیز
د ځوانانو دوهمه برخه:
+ 50 کیلوګرام وزن:
لومړی: فضل الرحمن احمدزي ګردیز
دوهم : رومان خاوري خوست
دریم : ذاهد الله پاچا ګردیز
د ځوانانو برخه:
+ 60 کیلوګرام وزن:
لومړی: طالب منګل ګردیز
دوهم : سلیمان محمدي خوست
دریم : محمدالله اتل منګل ګردیز
دریم مشترک: سبحان الله شریفزوی ګردیز
د لویانو برخه:
+ 70 کیلوګرام وزن:
لومړی: عزت الله همدرد ګردیز
دوهم : شاهي الدین منګل ګردیز
دریم : محمد اصف منګل ګردیز