تاند- د پکتیا د والي مرستیاله وايي، د دغه ولایت په روغتونونو کې ډاکتران بې ضرورته اومیندوارې ښځې سزارین کوي.

زُهرې احمدزۍ پرون /جمعه/ جون ۲۱/ وویل، اکثره ښځې چې په طبیعي ډول ماشوم زېږولی شي، په ولایتي روغتون کې جراحي کېږي.

زهره احمدزۍ، چې د پکتیا د والي د ټولنیزو چارو مرستیاله ده، وايي چې د پکتیا د ولایتي روغتون ډاکتران او ډاکترانې بې ضرورته هره ښځه سزارین کوي.

دې وویل، د ولایتي روغتون ډاکترانو ویلي چې دوی ته هدف ټاکل شوی چې په یوه میاشت کې څومره اومیندوارې ښځې سزارین کړي او که ټاکلی هدف پوره نه کړي معاش یې کسر کېږي.

که څه هم تر دې مخکې هم ځینو خلکو شکایت کړی و چې په روغتون کې ځینې ښځې بې ضرورته سزارین شوي خو رسماً په دې اړه څه نه و ویل شوي.

د ځینو اومیندوارو ښځو خپلوان وايي چې د پکتیا په ولایتي روغتون کې یوازې یوه متخصصه ډاکتره شته او هغه په یوازې توګه د ټولو ناروغانو غم نه شي خوړلی.

د پکتیا د عامې روغتیا رييس ولایت خان احمدزی بیا د مېرمن احمدزۍ څرګندونې نه تاییدوي؛ وايي، د عامې روغتیا د وزارت له پالیسۍ سره سم یوازې هغه ښځې سزارین کېږي چې په طبیعي ډول ماشوم نه شي راوړی.
خو ولایت خان احمدزي په عین حال کې د ټاکلي هدف په اړه د اغلې احمدزۍ ادعا تایید کړه؛ ویې ویل، د نوې لایحې پر اساس روغتیايي کارکوونکي په سلو کې ۸۰ معاش اخلي او ۲۰ سلنه نور د ټاکل شوي هدف پر اساس ترلاسه کوي.

د پکتیا د ولایتي روغتون ځینې کارکوونکي وايي چې په تېره یوه میاشت کې په دغه روغتون کې تر ۶۰ زیاتې اومیندوارې ښځې سزارین (جراحي) شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *