راپور: همت الله
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د مدني ټولنو استازو، او يو شمېر ځوانانو د اداري فساد په اړه په يوه خبري ناسته کې ځينې دولتي ادارې په فساد تورنې کړې.
دوی وويل، په تېرو څو کلونو کې د پکتيا په ولايت کې د پرمختيايي چارو په تر سره کولو کې په لويه کچه فساد شوی، او تر ډېره د بيارغونې چارې په بشپړ ډول ودرېدلې دي او يا په ناسم کيفيت تر سره شوې دي.
د مدنې ټولنې فعال تاج محمد منګل د خبرې غوندې په مهال وويل، د تېر يو کال په اوږدو کې د بنسټيزو پروژو کارونه د فساد له امله په ټپه دريدلي دي او وويل، چې کومې رغنيزې پروژې تر سره شوې په لويه کچه فساد ورکې روان ده
د منګل په وينا، په يو شمير دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسيدلي ، حال دا چې د جومات جوړو په پروژه کې هم فساد کيږي.
د طوطاخيلو د شورا فعال محمد رحمان قادري وويل، پکتيا کې اداره نشته او د مرکزي دولته يي غوښتنه وکړه چې په فساد کې ښکيل ريسان، ونيسې او خلک له شره خلاص کړي.
قادري د يو شمير د ادرو د ريسانو نومونه هم په ډاګه کړه چې په فساد کې ښکيل دي، نوموړي وويل: (( د پکتيا د کار اوټولنيزو چارو ریس عبدالصمد مصلح،د ټول ګټو چارو ريس عبدالله درانی،د ښاروالي ريس انجنر اغامحمد سيدي، دپوهنې ريس انجنير محراب الدين شفق په فساد کې لاس لري))
قادري ياد کسان په لويه کچه په فساد کې ښکيل بولي او وايي چې که څارنواالي ته ياد کسان ور ونه پيژندل شي ځونان به لاريونونو ته را ووځي.
يو شمير ځوانان بيا وايي، پکتيا کې د ځينې ولايتي شورا وکيلانو په ګډون ولايتي ادارې او ريسان يوه ډله جوړه کړې چې د خلکو په حقونو سترګې پټوي او وايي چې د چا زور نه ورباندې رسيږې چې خپلو حقه حق ورڅخه واخلي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی مجيب لرحمان څمکني هم د ځوانانو او مدني ټولنو د استازو خبرې پر ځاي بولي او زياتوي چې تر خپله وسه به د ځوانانو ملاتړ وکړي.
د دې کنفرانس په وروستۍ برخه کې يو پرېکړه ليک هم واورول شو، چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې له ادارې، د ملي امنيت له رياست او له مرکزي حکومته غوښتنه پکې شوې وه، چې د پکتيا په ولايت کې د شته فساد په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
دغه خبرې ناسته په داسي مهال ترسره کيږي چې نيږدې يوه اونې وړاندې رسنيو د پکتيا د کار او ټولنېزو چارو د رياست اړوند د يوې پروژې د نيږدې دوه لکه ډالرو فساد اسناد ښکاره کړل.
تر دې وړاندې په مرکز ګردېز کې د سل بيستريز روغتون په يوه پروژه کې د سيګار د اپور په اساس پنځه لکه ډالره فساد شوی و.
د پکتيا اوسيدونکي وايي، چې د ګردېز او غزني سړک چارې چې د ۳۵ ميلونو ډالرو په ارزښت پيل شوي وي، د بې باورۍ او فساد له امله اوس هم په ټپه ولاړې دي.
د مچلغو بند چارې چې دوه کاله وړاندې درې ځله پيل شوې او ۸ ميلونه ډالر يي هم د ګلف په نوم شرکت ته ورکړل شوې خو دولتي چارواکي او د شرکت مسوول په دوبۍ کې خپلې شخصي کارونه ورباندې کوي.
د دې تر څنګ د خوست ـ ګردېز سړک چې يو تجارتې لار ده، د پخيدو چارې پنځه کاله وړاندې پيل شوې ندي بشپړې شوې چې اوسيدونکي يي د جوړيډو غوښتنه کوي.
افرین دې د پکتیا په ځوانانو وي، او لعنت دې د پکتیا په سپین ږیرو او ولایتي شورا وي، له چارواکو هیڅ ګیله نده پکار اول باید د ولایتي شورا وکیلان او هغه کمیشن کار مشران چې پدې فساد کې شریک دي او په لوی لاس یې سترګې پرې پټولې باید د عدالت میز ته راکش کړل شي. له پکتیا والو څخه په ډېر عجز او تزرع غوښتنه داده ، د خدای روی ته وګوری ، راتلونکو ولایتي شورا په ټاکنو کې مخلصو ځوانانو ته رایه ورکړﺉ …