پکتیا پوهنتون شاوخوا پنځلس کاله کیږي چې په فعالیت یې شروع شوی دی. په لومړیو څو کالونو کې یې صرف د تعلیم او تربیې، او زراعت پوهنځی درلودل او تر هغې وخته پوهنتون ته د خلکو توجه زیاته نه وه. په 1389 کال، چې کله په پیښور کې میشت اریانا پوهنتون د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم په پکتیا پوهنتون کې مدغم شو، په پوهنتون کې د کلیدي پوهنځیانو شتون او د محصلانو زیاتیدا د پوهنتون بڼه بدله کړه او د خلکو توجه یې ځان ته ورواړوله. له هغه وخته، د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د ریاست لپاره بیلا بیل کسان ګمارلي، چې په دوی کې یې ځیني لږ او ځیني ډیر کامیاب راوتلي او په ځینو باندې بیا د ریاست شړۍ اوږده ښکاري.

دا باید په ډاګه ووایو چې تر اوسه ټولو ریسانو د پوهنتون د علمي پرمختګ لپاره هیڅ معیاري کار نه دی کړی او ځانونه یې د علمي پرمختګ په برخه کې صرف په یوه ژمني ارزیابې قانع کړي، چې دا کړنه  معیار ته د رسیدو لاره نه ده. په تیرو ریسانو کې فراهي صیب پوهنتون ته پروژو راوړلو په برخه کې کافي کار کړی و او زما په نظر په دي برخه کې یې خپل مسولیت ادا کړی. محترم عبدالکریم طوطاخیل د پوهنتون ولاړ حالت ته حرکت ورکړ، ولاړې پروژې یې روانې کړې، د پوهنتون د سر سبزی په برخه کې یې کافي کار وکړو، چې د پوهنتون له جوړیدو دده تر وخته نه و شوی، پوهنتون ته یې یو حیثیت ورکړ ( پخوا د وکیلانو مداخله د پوهنتون په چارو کې ډيره زیاته وه او دده په راتګ سره دا مداخله بیخي کمه شوه)، د پوهنتون سره د مرستو په برخه کې یې ولسي ملاتړ جذب کړو، د پوهنتون اداري چوکاټ یې تر ډیره بریده منظم کړو. د نوموړي په وخت کې فکر کیده، چې پوهنتون د معیاري کیدو په لور په ډیر چټکۍ سره روان دی. دا چې محترم عبدالکریم طوطاخیل د خپلي دوکتورا لپاره د پکتیا پوهنتون سره خدای پاماني وکړه، د نوي ریس لپاره دا ډیر ښه چانس و، چې پخواني ریس لاسته راوړني وساتي او له هغه ځایه په نورو کارونو لاس پوري کړي، چې د پوهنتون لپاره یې کول ضرور وي.

له عبدالکریم طوطاخیل وروسته څو په کار پوه کسان د پوهنتون د ریاست لپاره کاندیدان و، خو د پکتیا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی استاد خالد حبیب او دده څو ننګرهاریانو درباریانو ملګرو یې د مسلمیار لمنه ونیوه او په غیر عادلانه توګه یې نوی ریس د ریاست تر چوکۍ ورسولو.

دا چې د پوهنتون نوی ریس دوکتور سیدولي جلالزي د هند له هیواد څخه خپله دوکتورا اخستي، په لمړیو کې داسې فکر کیده چې نوموړی به له خپلو علمي او نړیوالو تجربو په پوهنتون کې ګټه واخلي او پوهنتون به د پخواني پرمختګ په حال کې وساتي خو متاسفانه، چې هسې خوب و. د نوموړي روان کړي کارونه د یوه دوکتورا لرونکي کس له کارونو سره ښکاره تفاوت لري. زه یې د نمونې به ډول یو څه کارونو ته اشاره کوم.

۱- سید ولي جلالزی د باور فرهنګي او مدني ټولنې غړی دی، چې مشري یې خالد حبیب کوي. د پوهنتون ریس د پوهنتون په علمي چارو کې د د یادې ټولنې غړو ته اولیت ورکوي، هغه کارونه چې باید پوهنتون علمي معاون، د محصلانو چارو معاون، اداري معاون او په پوهنتون کې مشران استادان یې وکړي، د باور ټولنې غړي یې کوي. له ننګرهار پوهنتون او شیخ زاید پوهنتون سره علمي تړونونه یې د باور ټولنې د څو تنو په حضور کې امضاه کړل، چې د پوهنتون کادري غړي حتی نه دي (د ننګرهار پوهنتون په ریاست کې د امضاه د مراسمو عکسونه د دوی په فسبوکونو کې شته). په دي کار سره یې خپل معاونین او مشران استادان خفه کړل او هغوی ته یې خپل ارزښت وروښوده.

۲- په پوهنتون کې اکثره مهمې پریکړې د پوهنتون د علمي شورا واکونه دي، د علمي شورا د غړي د پوهنتون د علمي معاون او پوهنځیو د ریسانو په خوښه د غړو د علمي رتبو په نظر کې نیولو سره  انتخابیږي. خو متاسفانه، چې نوي ریس د علمي شورا په جوړښت کې نه له خپل علمي معاون نه مشوره اخستي او نه یې د پوهنځیو له ریسانو سره مشوره کړي، بلکه ده او خالد حبیب په خپله خوښه ټول هغه کسان پکې راټول کړي، چې په علمي شورا کې دوی ته د هو رایه ورکړي او د خپلې خوښې کارونه وکړي.

۳- په تیر ژمي کې یې د پوهنځیو په سطحه یوه نمایشي ارزیابي وکړه، په کمیټه کې یې داسې استادان ټاکلي و، چې ایله څه باندې یو کال یې د تقرر شوی و خو ریس صیب پرې د پوهنملانو چیپترونه او درسي مواد ارزیابي کول. دا د هغو کسانو لپاره مستقیم توهین دی، چې ارزیابي یې له ځانه په رتبه کې د ټیټو کسانو پواسطه کیږي. د ارزیابۍ په اخره کې، د کمیټې نورو غړو د هغه کسانو لیست برابر کړی و، چې د ستاینلیک مستحق ګڼل شوي و خو ریس صیب ستاینلیکونه د خالد حبیب په خوښه ورکړي و. هغه کسان، چې صادقانه دنده یې اجرا کوله ولیدل چې ستاینلیک هغه کسان اخلي چې تر ده ښه او ډیر کار نکوي، زړه بدي دي.

۴- د پوهنتون دوره د محصل دپاره د ازادۍ دوره ده، دلته محصل د خپل ژوند اکثره تصمیمونه خپله نیسي. څنګه خوراک وکړي، څنګه کالي واغوندي، او څنګه … د محصل خپل زړه دی. دوی په پوهنتون کې په محصل باندې سپنې جامې او توره کورتې جبري کړه، چې د مکتب د سویې کارونه دي. د محصل د لباس اغوستلو فردي ازادي یې واخسته. دا دوی د غیر مسلکي علمي شورا د جوړیدو د پریکړې نتیجه وه چې د خپل فکر خبره یې په علمي شورا ومنله، که شورا مسلکي وای، دا پریکړه به یې نه ورسره منله. د دوی استدلال دا دی چې موږ د محصل سلیقه وربرابروو. موږ وایو چې محصل یې له محیط او استاده زده کوي. ستا استاد ببر سر، چپلکو، خیرنو کالیو او واسکټ کې د محصل تر مخ دریږي نو اول یې له استاده شروع کړه. د استادانو لپاره یو مناسب او پاک لباس غوره کړه او بیا محصل ته راشه.

۵- اوسنی ریس د پکتیا پوهنتون د زراعت پوهنځی استاد دی، دی په اوسني ریاست کې زړې عقدې پالې. اوس یې د زراعت پوهنځی په څو تنو استادانو پسې رااخستي، چې تاسو د کومې ادارې د یوې سروي په نتیجه کې هغه استادان په ګوته شوي یاست، چې غیرحاضري ډیره کوي. ویل کیږي چې نوموړي استادان د یادي پوهنځی د هغو استادانو له ډلې څخه دي چې حساب پرې کیږي او خپل ډیر وخت یې پوهنتون ته وقف کړی خو هغه استادان چې ټول سمستر دوه ځله هم نه دي راغلي، ریس یې د زور له وجې مخې ته نشي ورتلی. د استادانو په باره کې داسې پریکړې د یوه صنف د محصلینو د ارزیابی په اساس باید وشي نه د یوي بلي اداري.

۶- په پوهنتون کې یې اوسني مقرریاني د انډیوالی په اساس دي. مسلکي بستونو ته یې غیر مسلکي کسان راوستل. په پوهنتون کې د ځینو پوهنځیو د لابراتوارونو لپاره چې کاملا مسلکي کسانو ته اړتیا لري، دوی داسې کسان راوستل چې د هغې مسلک تر څنګ هم نه دي تیر شوي، چې داسې مقرریانې د پوهنتون د معیاري کیدو مخه نیسي.

۷- د یوي اداري له دولتي امکاناتو څخه په شخضي کارونو کې استفاده کول د هر آمر لوی ظلم حسابیږي. د پوهنتون ریس نه یواځي دا چې خالد حبیب ته کور ته موټر ورلیږي او تر پوهنتون یې راوړي، په وزګارو ورځو کې د پوهنتون په موټرونو کې په چکرو وځي. د باور له ملګرو او د خالد حبیب د ننګرهار د درباري ملګرو سره یې د لغمان د بادرنګو میله کره ثبوت دی.

۸- وایې د ریس ډرایور د باور ټولنې غړی او د کومې پوهنځی محصل دی، بغیر له ډرایورۍ دوه ځایه نور معاش ورکوي. اصلا ددې هلک له اینده سره لوبه کوي. دده د درس وخت چې په ډرایورۍ ورضایع کړي نو د محصل اینده به څه شی شي؟

د لوړو زده کړو وزارت څخه مو هیله داده چې د پکتیا پوهنتون لپاره په یوه کار پوه ریس غور وکړي او هر څومره زر چې کیږي دا اوږده شړۍ له دي لنډې ریس نه بل ته انتقال کړې چې پرې جوړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *