محمد شریف شریفي –
د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست لخوا د یونېسېف په مالي مرسته د پکتیا پوهنتون او د پکتیا د ملي امنیت ریاست لپاره د څلورو کوچنیو پروژو کار پای ته ورسېد.
په یادو پروژو کې دوه د اوبو ساتلو زیرمې او دوه د اوبو څاه ګان او د څاګانو خوني شاملي دي.
د کلیو د پراختیا ریاست د انجینري خونو مشر انجینر نذیر په خبره چې، په یادو پروژو ټول ټال ۳،۸ میلونه افغاني لګښت راغلی، چې د یونېسېف ادارې لخوا ورکړل شوې دي
چې د اوبو هره زیرمه د دوه سوه متره معکب اوبو د ساتلو ظرفیت لري دی زیاتوي . (( په امنیت ملي ریاست کې، چې څاه کندل شوې د شپیتو مترو په ژوروالي سره ده، چې ۲۲ نیم متره اوبه لري او یوه ذخیره چې لس متره مکعب اوبه ورکوي او همدا ډول په پوهنتون کې هم د دوه سوه متره مکعب اوبو لپاره ذخیره رغول شوې ده.))
بلخوا د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي هم وايي، د یادو پروژو پر تکمیل خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به د پوهنتون د محصلانو او د ملي امنیت د منسوبینو ستونزې حل شي.
(( زه ډاډه یم، چې دغه پروژه به د پکتیا پوهنتون د نیالګیو او نورو سرسبزیو لپاره په ډېره ګټه تمامه شي.))
د پکتیا پوهنتون ریس استاد عبدلکریم طوطاخیل هم له رسنیو سره په خبرو کې د یادو پروژو له تطبیقوونکو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروژو د ترسره کولو غوښتنه وکړه او په پوهنتون کې کې یې د ځینو ستونزو یادونه په دې ډول سره وکړه:
(( تر ډېره د پوهنتون د ساحې خاوره د کر لپاره مناسبه نه ده او تر ډېره د اوبو کمبود ستونزه ده، چې د دې پروژې په تطبیق سره به دغه ستونزه هم اواره شي.))
د پکتیا د کلیو د پراختیا ریاست د معلوماتو له مخي د دې ریاست په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې په ټوله پکتیا کې سلګونه ټولګټې لويي او وړي پروژې عملي کړي چې زرګونه کسان ورڅخه مستفید شوي دي.