خبریال: ساحل منګل – په پکتیا کې یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو غړو د سولې په موخه په کلیو او بانډو کې له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د خبرواترو له لارې ولسي کمپاین پيل کړ.
د دې پرګرام تنظیموونکي وايي، موخه یې په لرې پرتو سیمو کې له خلکو سره په ګډه د سولې د غږ پورته کول دي څو د خلکو په همکارۍ دا هڅې بریالی شي.
دوی د سولې دا کمپاین د مرکز له اړوندې تېرې سیمې پيل کړ. دوی په دې سیمه کې د خلکو له هرکلي سره مخامخ شول او د سیمې خلکو د دې هڅو کلک ملاتړ وکړ.
يوه قومي مشر حاجي عمرګل ووویل، ټول ولس نور له جګړو په تنګ شوي او نور نه غواړي چې ځوانان یې په جګړو کې ټپيان یا ووژل شي.
نوموړي همداراز وویل«بغیر له سولې ژوند نا ممکن دی او باید دواړه غاړې د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او له جګړو لاس واخلي.»
د دې کمپاین يوه تنظموونکی ډاکټر شفیق الله سحر وویل، د دې کمپاین له لارې غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې وکړي او له دې لارې وسلوال طالبان وهڅوي چې سولې ته غاړه کیږدي.
نوموړی وايي، ولس د سولې تږی دی او وسلوال طالبان هم باید چې د افغان حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي او د دې روانې جګړې د پای ته رسیدو فکر وکړي.
نوموړي پر نړېوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د جګړې د اوږدېدو فکر دې نه کوي او نور دې په دې هیواد کې د ریښتنې سولې راوستو لپاره کار وکړي.
له دې وړاندې په پکتيا او يو شمېر نورو ولايتونو کې یو شمېر ځوانانو د پرلتونو او لاریونونو له لارې په هیواد کې د جګړې د بندېدو هڅې کړي دي.
له هلمند څخه یو شمېر ځوانان د دې لپاره چې پر حکومت، بهرنیو پوځیانو او طالبانو فشار راوړي څو جنګ بس کړي، له هلمند څخه تر کابله پلی تګ پیل کړی او اوس تر غزني تېر شوي دي.