د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين

علي محمدنظري ـ پکتیکا ،ښرنه

دپنجشنبې په ورځ دافغانستان دمالیې نوی وزیر پکتیکاته راغی او پدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې دپکتیکاوالي دې ولایت دځانګړې پاملرنی غوښتونکی شو.

دولایت مقام دغونډو په تالارکې په راټوله شوې غونډه کې دمالیې نوي وزیر اقلیل رحیمي،  دپکتیکاوالي یوشمېرنورو چارواکو او دپکتیکا قومي مخورو اوځوانانو ګډون کړی وو.

دپکتیکاوالي انجنیرعبدالکریم متین یادې غونډې په ویناکې پکتیکا نسبتا یوه باامنه اوپراخ ولایت وباله خو ویې ویل چې مرکزي حکومت ورته په تېرو کلونو کې ځانګړې پاملرنه ،نه ده کړې.

نوموړي په پکتیکاکې دشته ستونزو څخه یادونه وکړه ،چې پروینایې دپوهنې په برخه کې ښوونځي نه لري او دولتي ادارې دتخنیکي او اداري پرسونل له نه شتون اوکمښت سره مخ دي.

دپکتیکاوالي وویل څرنګه چې ولسمشر پکتیکا دهیواد دروازه بولي، نو دغه دروازه ډېرکار اوپاملرنې ته اړتیا لري.

انجنیر متین دپکتیکا دخلکو قربانۍ اومیړانه وستایله چې دخپل پراخ سرحد څخه یې تراوسه ښه ساتنه کړې ده.

والي عبدالکریم متین دماليې وزیر څخه وغوښتل چې دپکتیکاوالو په استازیتوب دده داخبرې او پیغامونه له ولسمشر سره شریک کړي.

دپکتیکا دقومي مشرانو په استازیتوب حاجي پاچاخان دماليې وزیر اوراغلي پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل ، ولسمشر دي دپکتیکا له خلکو سره کړې ژمنې پلې کړي.

نوموړي زیاته کړه ، تر هرڅه مخکي دي په دې ولایت کې په اساسي اوبنسټيزو پروژو کار وشي ،او مالیې وزارت دي ددې پروژو دترسره کېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

پاچان دغه راز وویل ، په ۱۳۸۶ کال کې دښرنې ملکي روغتون دبسترونو دلوړېدو  لپاره یې دعامي روغتیا اواقتصاد وزارتونو څخه مراحل ترسره کړي، ولې تراوسه یې دماليې وزارت بودیجه نده منظوره کړې.

دغه قومي مخور دمالیې له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې دښرنې ملکي روغتون دبسترونو دلوړېدو او دښوونکو دمعاشونو دلوړېدو لپاره دي دې ولایت ته ځانګړې بودیجه منظوره کړي.

دمالیې وزیر اقلیل رحیمي دخپلو خبرو په لومړي سرکې دولسمشر هغه پیغام ولوست چې پکتیکا یې یو سرحدي نه ،بلکي یوټرانزیټي ولایت بللی دی.

نوموړي وویل ، پکتیکا ته په راتګ سره یې لومړی ارګون ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دې ولسوالۍ کې یې دګمرک دبنسټ ډبره کېښوده.

نوموړی زیاته کړه ، دولمسشر هغه خبره به عملي کوي چې دهیواد ټول ولایتونه یې یوه درجه بللي، او دمتوازن اقتصاد دپرمختګ لپاره به کار کوي.

دماليې وزیر غونډې ته په خبرو کې وویل (( موږ به دپراختیايي چارو دښه ترسره کېدو لپاره یو مناسب پلان جوړکړو،خو ددغه پلان عملي کېدل امنیت ته اړتیا لري، نو تاسي باید دامنیت په تامین کې دخپل حکومت سره مرسته وکړئ.))

نوموړي دخپلو خبرو په وروستیوکې وویل چې دپکتیکادوالي اومشرانو دغه خبرې به دولسمشر سره شریکي کړې او ویې ویل چې دغه به یې پکتیکاته وروستی سفرنه وي.

دیادونې وړده ، دنوې کابینې له ټاکل کېدو وروسته دا لومړنی وزیر دی چې پکتیکاته سفر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *