همت یار جانزی: پکتیکا

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایې، د ولایت په مرکز او ولسوالیوکې امنیت ښه شوی او اختر به په دې سیموکې د نورو کلونو په پرتله ښه  اوپه ډاډمنه امنیتي فضا کې ولمانځل شي.

د دې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وایي، سږکال د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اختر د خوشالۍ او اختریزو مېلو ترسره کېدو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه ((ښرنه، یحی خېل، خېرکوټ، یوسف خېل اومټاخان هغه سیمې دې چې پخوا به په کې شانداره اختریز مراسم، میلې اولوبې ترسر ه کېدې.))

ځدراڼ وویل، په تېرو څوکلونو کې د طالبانو د ګواښونو اوفعالیت له وېرې په دغو سیموکې د اختر په ورځوکې دغه مراسم نه ترسره کېدل.

امنیه قومندان وویل، په یادو ټولوسیموکې سیمه ییز پولیس فعال دي، د سیمې امنیت ډاډمن دی او خلک هم د اختر خوشالیوته د تېرو څو اراموکلونو په څېر لیواله دي.

د پکتیکا د خیرکوټ اوسیدونکی عبدالله وایي ،چې دولسوالۍ خلک یې د نیزه وهلود لوبې ډېرمینه وال دي.

د دې ولایت د ارګون ولسوالی اوسیدونکی او قومي مشر حاجي جان محمد وايي ، زمونږ په سیمه کي اختر په بیلابیلو سیمو کي او رنګا رنګ میلو سره لمانځل کیږي.

نوموړی وايي د ارګون او شاوخوا ولسوالیو اوسیدونکي په ارګون کي  د ملکیار ،پیرکوتي ،ماماپیر،مشکي کلي ،او دبازار په ګډون نورو ګڼو سیمو ته د میلو لپاره ځي ، د اتڼ او نیزه وهلو تر څنګ نوري دودویزي میلي کوي .

دهغه په خبره دا میلي د اختر تر پنځمي ورځي پوري دوام کوي .

د مرکز ښرنې یوتن اوسېدونکی کمال خان وايې، تېر کال که څه دمرکز په ډېرو سیموکې طالبانو فعالیت درلود،خوبیايې هم دطالبانو له لورې دجوړې شوې اختریزې میلې څخه خوند واخیست.

نوموړی زیاتوي، اتڼ زموږ پښتنواو افغانانوملي دود دی او د اختر په ټولو ورځوکې مونږ دغه ملي دود پر ځآی کوو.

اوسیدونکی کمال خان وايې،سږکال په مرکز ښرنه کې سیمه ییز پولیس فعالیت لري ،خوبیاهم دوی هیله لري چې اختر به یې د خوشالیو اختر وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *