په پام کې ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره له پکتیکا ولایت مقام سره په ګډه په کابل کې د پکتیکا انکشافي کنفرانس جوړ کړي.
په دې کنفرانس کې به د پکتیکا ولایت د اقتصادي ودې لپاره له ډونرانو او سکتوري وزارت خانو سره، د دې ولایت پرمختیایي پلان شریک شي.
په کنفرانس کې د سکتوري وزارتونو، پارلمان، پکتیکا ولایتي شورا او مدني ټولنې استازي برخه اخلي.
له ټولو درنو رسنیو هیله کېږي، چې په دې کنفرانس زموږ سره په ګډون کولو خپل ملي او مسلکي رسالت ترسره کړي.
نېټه : سه شنبه ۳ جدی۱۳۹۲– ۲۴ ډیسمبر ۲۰۱۳
ځای: اریانا څلور لارې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرکزي دفتر
وخت: د ماسپښین 1:00یوه بجه
د اړیکو شمېره: 070079880
[email protected]برېښنالیک:
درنښت
تواب غورځنګ
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند