د پکتیکا ولایت پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د ولایتي پروفایل تر سرلیک لاندې پیژند غونډه ترسره شوه.

په پکتیکا ولایت کې  د لومړي ځل لپاره د پنځه کلن ستراتیژیک پلان او ولایتي پروفایل په اړه د سکتور ریاست له لوري نظامي او ملکي مسوولینو، د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو، ځوانانو او ژورنالیستانو سره خپل معلومات شریک کړل

په پېل کې د سکتوري خدماتونو رئیس واصف الله واصفي د مراسمو ګډونوال ته د هر کلي تر څنګ خپل تیار شوی پریزینټیشن وړاندې کړ او د ولایتي ادارې او په خاص ډول یې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت څخه مننه وکړه چې د ستراتیژیک پلان او فروپایل په جوړونه کې د سکتور ریاست ته یې د ټولو امکاناتو زمینه برابره کړې وه

واصیفي د ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په ارزښت، موخو او ګټو خبرې وکړې.

ویناوالو په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې او په خاص ډول له هغه چا مننه وکړه چې د ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په جوړونه کې یې هڅې کړې دي.

دوی په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې چې د تطبیق په برخه کې دې لا زیاتې هلې ځلي وکړي او ولسونه به په هره برخه کې ورسره همکار وي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ولایت لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان او ولایتي فروپایل د ولایتي ادارې او سکتور ریاست لویه لاسته روړنه وبلله او د پکتیکا ولسونو څخه یې د مبارکۍ تر څنګ د پلي کیدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي وحدت هیله وښوده چې د ستراتیژیک پلان په پلي کیدو سره به په پکتیکا کې زیات بدلونونه راشي او پکتیکا به نوی رنګ خپل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د پکتیکا ټولو ولسوالیو کې متوزن انکشاف ته ولایتي اداره ژمنه ده او هڅه کوي چې ټولو ولسوالیو ته په منظم ډول پروژې پلي کړي.

یاده دې وي چې یاد ستراتیژیک پلان او ولایتي پروفایل د یو کال په جریان کې ترتیب شو چې په پنځو کالو کې به پلی شي.


د پکتیکا عامې روغتیا ریاست ته د جېن اکسپرټ یا نري رنځ د معیناتو ماشین ورکړل شو.

د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ( M S H ) مؤسسې له لوري د جېن اکسپرټ یا نري رنځ د معیناتو ماشین ورکړل شو چې شاوخوا ۶۰ زره امریکایي ډالره لګښت لري.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ماشین فعالېدل ستر پرمختګ یاد کړ او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به د توبرکلوز ناروغانو معینات همدلته په عصري بڼه ترسره کیږي.

ښاغلي وحدت، روغتیا پالانو ته سپارښتنه وکړه چې خلکو ته د نري رنځ په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي او خلکو ته د یادې ناروغۍ علایم په ګوته کړي.

بل لورته د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل خروټی وایي چې پخوا به د توبرکلوز( ټي بي) ناروغان مرکز کابل ته د معیناتو په موخه تلل خو زیاتوي چې له دې وروسته به دا چاره همدلته ترسره کیږي.

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست ته په داسې حال کې د جېن اکسپرټ یا نري رنځ د معیناتو ماشین ورکول کیږي چې نن ورځ په دې ولایت کې د نرسېنګ له څانګې ۲۴ نجونې فارغې شوې.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر


د پکتیکا ولایت پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د ولایتي پروفایل تر سرلیک لاندې پیژند غونډه ترسره شوه.

په پکتیکا ولایت کې  د لومړي ځل لپاره د پنځه کلن ستراتیژیک پلان او ولایتي پروفایل په اړه د سکتور ریاست له لوري نظامي او ملکي مسوولینو، د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو، ځوانانو او ژورنالیستانو سره خپل معلومات شریک کړل

په پېل کې د سکتوري خدماتونو رئیس واصف الله واصفي د مراسمو ګډونوال ته د هر کلي تر څنګ خپل تیار شوی پریزینټیشن وړاندې کړ او د ولایتي ادارې او په خاص ډول یې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت څخه مننه وکړه چې د ستراتیژیک پلان او فروپایل په جوړونه کې د سکتور ریاست ته یې د ټولو امکاناتو زمینه برابره کړې وه

واصیفي د ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په ارزښت، موخو او ګټو خبرې وکړې.

ویناوالو په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې او په خاص ډول له هغه چا مننه وکړه چې د ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په جوړونه کې یې هڅې کړې دي.

دوی په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې چې د تطبیق په برخه کې دې لا زیاتې هلې ځلي وکړي او ولسونه به په هره برخه کې ورسره همکار وي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ولایت لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان او ولایتي فروپایل د ولایتي ادارې او سکتور ریاست لویه لاسته روړنه وبلله او د پکتیکا ولسونو څخه یې د مبارکۍ تر څنګ د پلي کیدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي وحدت هیله وښوده چې د ستراتیژیک پلان په پلي کیدو سره به په پکتیکا کې زیات بدلونونه راشي او پکتیکا به نوی رنګ خپل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د پکتیکا ټولو ولسوالیو کې متوزن انکشاف ته ولایتي اداره ژمنه ده او هڅه کوي چې ټولو ولسوالیو ته په منظم ډول پروژې پلي کړي.

یاده دې وي چې یاد ستراتیژیک پلان او ولایتي پروفایل د یو کال په جریان کې ترتیب شو چې په پنځو کالو کې به پلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *