د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ  کې ګټې اخیستني ته وسپارل شوه.

په یادو مراسمو کې د پکتیکا والي تر څنګ د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو.

د ګټي اخیستني په دې مراسمو کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د دا ډول فرصتونو ایجاودل د پکتیکاوالو سره په علمي ډګړ کې ښه مرسته کولی شي.

وحدت وویل، پکتیکاوالو د کتاب لوستنې دود ته شاه کړې چې له امله یې تر ډېره په علمي لحاظ زیانمن شوي هم دي.

ده  د پکتیکا په لوستي قشر غږ وکړ چې  یاد کتابتون ته دي د کباب لوستنې په موخه مراجعه وکړي او کتابونه ولولي ځکه کتاب د هر لوستونکي لپاره اساسي او معلوماتي ارزښت لري.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د پکتیکا ولایت عامه کتابتون په د کتابونو له لوري هم غني کوي او د بېلا بېلو ټوکو کتابونو همکاري به ورسره کوي.

د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست رئیس حمیدالله همیم وویل، چې د یادې ودانۍ چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې او مالي لګښت یې نهه میلیونه افغانۍ وه.

همیم د پکتیکا له لوستوالو غوښتنه وکړه چې په پکتیکا کې د مطالعې دودولو په پار زیاتې هلې ځلي وکړي ترڅو پکتیکا وال ځوانان کتاب لوستنې ته وهڅول شي او د خپلې خوښې کتابونه ولولي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *