پکتیکا: په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۶،۷ میلونو افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت له لورې کېښودل شوه.

ښاغلي وحدت رسنیو سره د معلوماتو شریکولو پر مهال وویل چې د مټاخان ولسوالۍ د سید جمالدین افغان ښوونځی چې تر اوسه یې ودانۍ نلرله زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړي کولي.

ده وویل اوسمهال دغه ښوونځي ته ۱۰ درسي خوني، د پاکو اوبو څاګاني، تشنابونه او د ښوونځي احاطه د ۱۶،۷ میلونو افغانیو په ارزښت د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړیږي.

چې قرار داد یې نوروز افغان ساختماني شرکت ته ورکول شي چې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې به یې د جوړېدو چارې بشپړي شي.

د پکتیکا والي د قرار دادي شرکت له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې کار د قرار داد مطابق ترسره کړۍ.

ښاغلي وحدت د مټاخان ولسوالۍ له اوسیدونکو څخه مننه وکړه چې ښوونځي ته يې ځمکه ورکړي، ښاغلي وحدت د سیمي له اوسیدونکو څخه هم وغوښتل چې د پروژي څخه پر وخت څارنه وکړي.

د پکتیکا والي: د مټاخان ولسوالۍ د ولسونو په میړانو، قربانیو او سرښندونو ویاړو چې د خپل نظام څخه د سر په بیه دفاع کوي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت  په داسې حال کې چې د امنیت امرسمونمل عبدالروف مسعود، د استناف څاروالۍ رییس اسدالله وزیري، د ولایتي شورا رئیس بختیار ګل همت ځدراڼ او د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازي یې ملتیا کوله مټاخان ولسوالۍ ته سفر ترسره کړ:
په پیل کې یې د مټاخان ولسوالۍ د کلینک څخه لیدنه وکړه د کلینک مسئولینو ته یې لازمي لارښووني وکړي د یاد روغتون د کارکوونکو کړني یې د قناعت وړ بللي.

ورسته د پکتیکا والي او ورسره مل پلاوي مټاخان عالي لیسه کې کې په هغه غونډه کې چې د مټاخان ولسوالۍ دیني عالمان، قومي مشران او ځوانان را ټول شوي و ګډون وکړ.

د مټاخان ولسوالۍ ولسوال عزیزالله حیایې  د پکتیکا والي او راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د والي محمد الیاس وحدت څخه یې مننه وکړه چې د ماموریت په لږه موده کې یې مټاخان ولسوالي  ته سفر ترسره کړ.

د پکتیکا ولایت د پوهني رئیس محمد نسیم واجد وویل د مټاخان خلکو تل د ښوونځیو او د پوهني بهیر سره مرسته کړي، ژمنه یې وکړه د مټاخان ولسوالۍ هغه ښوونځي چې ودانۍ نلري په پلان کې یې شامل کړي تعمیرونه به ورته جوړ کړي.

د مټاخان ولسوالۍ قومي مشر عبدالحمیدخان په مټاخان ولسوالۍ کې د پوهنې، عامي روغتیا، بیارغوني او امنیت په اړه هر اړخیز معلومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل ،نوموړي وویل مټاخان ولسوالۍ ځیني ښوونځي وداني نلري او د مټاخان ولسوالۍ څخه  کلیو ته د غزیدلو لارو د جوړولو غوښتنه یې وکړه ده وویل د مټاخان ولسوالۍ خلک د سر په بیه د نظام ننګه کوي ولایتي ادارې یې هم باید له پامه ونه غورځوي.

یوه بل تن قومي مشر بیرګټ خان وویل د مټاخان ولسوالۍ ټول ولسونو د دولت سره  همکار دې او د افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپلي ولسوالۍ د ښه امنیت لپاره هڅې کوي نوموړي د ولسونو په یووالي ټینګار وکړ.

د ښوونکو په استازېتوب استاد خیال محمد خبرې وکړي د پکتیکا والي څخه یې ځانګړ ي مننه وکړه چي د پوهني بهیر پیاوتیا لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې سمون راولي، نوموړي وویل د مټاخان سوله دوست او علم پروره  خلک دي او  ژمنه کوو چې په پکتیکا کې به خپل ښوونځي په نمونوي ښوونځیو بدلوو.

د ښځو چارو رئیسي اغلي بي بي حوا خوشیوال وویل په دې ورستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښي زیاتي شوي له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ښځو د حقونو په اړه دي خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د مټاخان ولسوالۍ د خلکو همکاري وستایله چې تل یې د خپلي سیمه ییزي او ولایتي ادارې سره کړې ده ، دغه راز نوموړي وویل د مټاخان ولسوالۍ د خلکو د قربانیو پایله ده چې نن ټولنیز انکشاف، روغتیایې خدمتونو او د پوهني بهیر پیاوړتیا ته يې زمینه برابره کړې ده.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل په ټول قوت سره هڅه کوي چې په ادارو کې سمون او بدلون رامنځته کړي هیله ده چې تاسو به زما له راتګ سره سم ځیني مثبت بدلونونه حس کړي وي. د پوهني پرمختګ مو په کارې لومړیتوبونو کې ده، له تاسو څخه هم غوښتنه کوو چې په دې برخه کې راسره زیاته مرسته وکړي، په پکتیکا کې قومي جوړښتنو او یووالی شته د پیاوړتیا لپاره به یې په ګډه هڅې کوو.

ښاغلي وحدت زیاته کړه هیچاته به اجازه ورنکړي چې دولتي ملکیتونو غصب کړي او غاصبین به د قانون منګولو ته وسپاري، په ولسونو یې غږ وکړ چې د پولیو ناروغي د واکسین له ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي تر څو ددې ناوړه ناروغۍ مخه ونیول شي، دغه راز ښاغلي وحدت وویل هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي باید مراعت یې کړو تر څو د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

وحدت وویل ډير ژر به په مټاخان ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست په چوکاټ کې د حفظ او مراقبت پروګرام پیل کړي، دغه راز ښاغلي وحدت یو ځل بیا خپله کړي ژمنه تازه کړه وې ویل استا خیال محمد چې کوم ښوونځی ته په شخصي لګښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړي هغه ښوونځي ودانۍ به ورته جوړوي.

په پکتیکا ولایت کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان ډاګرمن سیدالرحمن صاحبزاده د مټاخان له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای شي له دغې مقدسي لارې څخه خپل کور او هیواد ته خدمت وکړي.

دغه راز د پکتیکا والي په مټاخان ولسوالۍ کې له ټولو ملکي او نظامي ادارو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د خلکو سره ډیر نیک چلند وکړي او خلکو ته ښه او وړ خدمتونه وړاندې کړۍ.

د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د مطالعې د فرهنګ د ترویج په موخه ګرځنده کتابتون جوړ شو.

دغه ګرځنده کتابتون د پکتیکا والي په لارښوونه چې  د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مټاخان ولسوالۍ کې جوړ کړی وو بیلا بیل ، دیني، ادبي، علمي، سیاسي او نور ټولنیز کتابونه پکې نندارې کیښودل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولین وایي چې د دا ډول ګرځنده کتابتونونو له جوړولو یې موخه دا ده تر څو د ولسوالیو خلک د مطالعې له فرهنګ سره آشنا کړي او دوی دا وښیي چې بې کتابه کور بې روحه جسد دی دوی دا هم وایي چې تر دې مهاله یې د عامه کتابتون ګڼ شمیر کتابونه د مطالعې د رواجولو په موخه په مرکز شرنه سربیره سرروضې، او یوسف خیلو ولسوالیو ته هم وړي او دا لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغزوي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت چې هم مهال یې یادې ولسوالۍ ته سفر کړی وو د کتابونو له دغه نندارتون څخه یې د لیدنې په مهال خوښي څرګنده کړه او د کتاب سره د مینې په ډیرولو یې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې هیوادوال د نور د ټوپک پرځای له کتاب او قلم سره مینه ډیره کړي تر څو مو په هیواد کې د مرګونو لړۍ پای ومومي او ټول افغانان د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړو.

یاده د وي چې له دغه کتابتون څخه د مټاخان سلګونو خلکو لیدنه وکړه

د هیواد د شهیدانو قدر مو لومړیتوب دی.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د مټاخان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ځینو هغه شهیدانو له کورنیو سره وکتل چې د هیواد،ولس او نظام څخه د دفاع په لار کې یې د شهادت جامونه څښلي.

محمد الیاس وحدت د شهیدانو کورنیو ته وویل چې ستاسو د کورنیو شهیدان د ټول هیواد شهیدان او ویاړونه دي دوی او د تاریخ پاڼې به یې قربانۍ هیڅکله هیرې نکړي.

ښاغلي وحدت د شهیدانو او بي وزله  کورنیو سره د یولړ خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسې هم وکړې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره یې تل تر څنګ ولاړه ده او ملتیا به یې کوي.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *