علي محمدنظري ـ پکتیکا-
د پکتيکا چارواکي، مېرمنې او مدني ټولنې وايې چې په تېره لسیزه کې دپکتيکا دمېرمنو ستونزوته خاصه پاملرنه نه ده شوي او اوس هم مېرمنې په بدو کې دورکولو ترڅنګ دتاوتريخوالي له نورو ګڼو ستونزو سره ،سره روغتيايي اود ښوونې او روزنې خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
دا څرګندونې يادو کسانو دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت يوې جوړې شوې غونډې ته وکړې چې دپکتيکا ولايت دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه اودچارواکواومدني ټولنوترڅنګ په کې ددې ولایت لسګونو مېرمنوهم ګډون کړی وو.
دپکتيکا مرستيال والي عطا الله فضلي غونډې ته په خبرو کې وویل چې داسلام مبارک دین ښځو ته چې کوم حقوق څوارلس سوه کاله مخکي ورکړي، په افغانستان کې په ځانګړي ډول په پکتيکا کې اوس هم مېرمنې له یادوحقوقو څخه برخمنې نه دي او دژوند په اوږدوکې ګڼې ستونزې ګالي.
دولايتې شورا مرستيال نعمت الله بابري وویل چې مېرمنې دټولنې نيمايي برخه جوړوي، خو په پکتيکاکې نجونوته دزده کړې زمينه نه ده برابره شوې.
نوموړي کورنۍ او والدین په دې ګرم وبلل چې دخپلونجونو زده کړې ته یې هیڅ پام ندی کړی.
په پکتيکا کې يوازينۍ ښځينه ډاکترې لیلاپه دې اړه کلیدته وویل چې مېرمنې دنورو ستونزو تر څنګ دروغتیا په برخه کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
نوموړې زیاتوي چې دپکتیکاښځې ډېري شریفه مېرمنې دي ددې ترڅنګ چې ددوی خاوندان په کلونو،کلونوپه بهرکې مسافر وي،دوی یې بشپړ درناوی ساتلی او آن تردې چې هیڅ کله هم دروغتیايي ستونزې پېښېدو په صورت کې هم دمیړه له اجازې پرته روغتون ته نه دي تللې.
دپکتيکا سرپرست امنيه قومندان نثاراحمد عبدالرحيمزي یادي غونډې ته په خبروکې وویل چې دنارینه وو ترڅنګ افغاني مېرمنې هم دتېرو څولسیزوجنګ جګړو ښکارشوې دي.
نوموړي ددې ترڅنګ وویل چې داسلام مبارک دین چې ښځوته کوم حقونه ورکړي، په بل هیڅ دین او مذهب کې خوندي نه دي، اوله خلکویې وغوښتل چې دخپلومېرمنویادوحقونو ته درناوی ولري.
دپکتيکا دښځو چارو ريیسې بي بي حوا خوشيوال کلیدته ومنله چې په تېرو څوارلسو کلونو کې څرنګه چې اړتیاوه دپکتيکا مېرمنو ته پاملرنه نه ده شوې.
دخوشیوال په خبره چې دنورو ولایتونو په پرتله دپکتیکامېرمنې له اسانتیاوو بې برخي دي،اوله مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې ددې ولایت مېرمنوته ځانګړی پام وکړي.
دمارچ اتمه یادښځونړیواله ورځ پرداسي مهال لمانځل کېږي چې لاهم افغاني مېرمني دزده کړې ترڅنګ دژوند دګڼو نورو اسانتیاوو اوخپلو حقه حقونوڅخه بې برخي دي.