د پکتیکا ولایت له محبس څخه د سه شنبې په ورځ د مارچ د اتمې په مناسبت دوه تنه بندیان خوشي شول او د څوارلسو نورو د بند موده را کمه شوه.

پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وویل چې ولایتي اداره له محبس څخه دوامداره څارنه کوي او د بندیانو له حال احواله ځانه خبروي.

نوموړي خوشي شووبندیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د زندانیانو ټولو حقونو ته به رسیده ګي کیږي او په خبره یې د هر یوه دوسیه به په خپل وخت په شفاف ډول څېړل کیږي.

پکتیکا مرستیال والي دغه راز خوشي شوو بندیانو ته د لارښوونې په توګه وویل چې له دې وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته په ريښتیني معنی ژمن واوسي او د یوه با مسؤلیته شخص په توګه ورته کار وکړئ.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د محبس مدیر سمنوال غلام سخي ساپی وایي چې د مارچ اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځانګړې فرمان له مخې دوه تنه بندیان خوشي شول او د څوارلسو نورو هغو د بند په موده کې کموالی راغی.

نوموړی وایي، خوشي کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په اساس نیول شوې وو.

بل لورته د پکتیکا له محبس څخه خوشي شوي بندیان خوښي څرګندوي چې د ولسمشر د ځانګړې فرمان له مخې خوشي کیږي.

دوی وایي چې د بند په ټوله موده کې ورسره ښه چلند شوی او زیاتوي چې له دې وروسته به خپلو ورځینیو چارو ته په پوره مسؤلیت سره  دوام ورکړي.

دوی نورو کسانو ته هم د پیغام په شکل وایي چې د خپلې ټولنې او کورنۍ لپاره د خېر ښېګڼې کارونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې د پکتیکا په مرکزي زندان کې دا مهال  ۱۴۵ بندیان دي چې له ډلې یې دوې ښځې دي.

موده وړاندې هم د ولسمشر د فرمان له مخې پنځه تنه بندیان خوشي شوې وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *