د چهار شنبې په ورځ د پکتیکا له مرکزي زندان څخه ۱۴ تنه زندانیان چې د بېلابېلو جنایي جرمونو په اساس بندیان شوې وو ازاد شول.
د پکتیکا ولایت د استناف څارنوالۍ رئیس عبدالمتین نورزی وایي، د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په مناسبت د جمهور رئیس د لومړي نمبر حکم له مخې یاد بندیان ازاد شول.
ښاغلی نورزی زیاتوي چې له محبس څخه ازاد شوي دغه بندیان ټول د بېلابېلو جنایي جرمونو له مخې نیول شوې و چې په محبس کې د څه مودې له تېرېدو وروسته د ولسمشر د حکم له مخې د خوشي کېدو وړ وبلل شول.
بل لورته د محبس څخه تازه ازاد شوې بندیان خوښي څرګندوي چې د جمهور رئیس د یاد حکم له مخې خوشي شول او له خپلو کورنیو سره عادي ژوند ته ستانه شول.
دوی زیاتوي چې په محبس کې د بند له یادې مودې یې ډېر څه زده کړل او په وینا یې په راتلوونکي کې به په هېڅ ډول جرم لاس نه پورې کوي او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکوي.
د یادونې ده، دامهال د پکتیکا په مرکزي محبس کې ۲۱۷ کسان د بېلابېلو جرمونو په اساس بندیان دي چې له ډلې یې ۵ ښځې دي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر