د پکتیکا له پوهنتون څخه په دوهمه دوره کې له څلورو بېلابېلو څانګو ۱۶۶ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د پکتیکا پوهنتون رئیس پوهنیار دریاخان هڅاند وایي چې د ریاضي فزیک، کیمیا بیالوژي، اسلامي ثقافت او انګلیسي ادبیاتو له څانګو یې ۱۶۶ تنه محصلینو ته په لوړه سویه زده کړې ورکړې او بالاخره یې ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړل.
دده په خبره هڅه یې کړې چې محصلینو ته د نوي عصر مطابق زده کړې ورکړې څو په راتلونکي کې ترې ښه ګټه پورته کړي.
بل لورته د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت تازه فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ د دوی د کورنۍ له غړو مننه کوي چې تر دې د مه یې دوی ته د زده کړو پراخه زمینه برابره کړې.
وحدت زیاته کړه چې فارغ شوې محصلین دې یوازې په همدې زده کړو بسنه نه کوي بلکې هڅه دې وکړې چې په اړوندو برخو کې نوره زده کړې هم ترسره کړي.
نوموړي دغه راز فارغو شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې د کاري فرصتونو په پیدا کولو کې به یې همېشه په خدمت کې وي.
د یادونې ده چې پکتیکا پوهنتون په ۱۳۹۱ کال کې تآسیس شوی چې تر دې مه یې په دوو دورو کې له بېلابېلو څانګو څخه ۲۶۱ تنه محصلین فارغ کړې دي.
د پکتیکا ولایت رسنیز د فتر