محمد اکرم شهاب / پکتیکا د زمري ۳ مه نېټه
د پکتيکا ولايت مدني فعالان وايي، په محلي او سميزو پوليسو کې يو شمیر خيالي پوليس دندې تر سره کوي، خو چارواکي بيا دا خبر نه مني او وايي، چې اوس هر پوليس ته داېم پيسه او کابل بانک له لارې معاش حواله کيږي.
د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسيدونکي زلمي خروټي په دې اړه تاند ته په خبرو کې وویل، د پکتيکا ولايت په نظامي ليکو کې خيالي پوليس دندي اجرا کوي چې له امله يې د اجرا کونکو پوليسو روحيه کمزورې شوې.
نوموړي زياته کړه، چې د خيالي پوليسو د موجوديت له امله وسلوالو طالبانو جګړو ته زور ورکړی چې دا به په راتلونکي کې بده پايله ولري
خروټی له امنيتي اورګونو څخه غواړي چې خيالي پوليس د دندو اجرا کونکو پوليسو څخه وباسي.
د يوسف خېل ولسوالۍ اوسيدونکي او مدني فعال برات خان څاروان هم تاند ته وويل، چې ډيری خيالي پوليس په محلي پوليسو کې دي، معاش اخلي خو دندې نه اجرا کوي چې له امله يې د دې ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړی.
هغه زياته کړه: ((د شمېر په اړه يې څه ويلی نه شم، خو ډيری داسي پوليس مي ليدلي چې يوازي معاش اخلي او د پوليسو ليکي يې په سترګو هم نه دې ليدلی.))
څاروان په دې ولايت کې د يوشمير ښځينه پوليسو هم يادونه وکړه، او زياته يې کړه، چې ښځينه پوليسې شته خو دندې نه اجرا کوي او په خپلو کورونو کې ناستې دې.
د مدني ټولنو مشر خورشيد امان کټوازي بيا وويل، چې د پکتيکا د نظم عامه پوليسو يو کنډک په ميدان ښار کې دنده اجرا کوي، او يو د ملپ اردو کنډک او د۰۸ قطعې يو شمير پرسونل په کندوز کې جنګيږي.
هغه زياته کړه(( په دې ولايت کې زياتو امنیتي ځواکونو ته اړتيا ليدل کيږي، که ياد پرسونل راوغوښتل شي کولای شي اومنه ولسوالۍ بېرته له وسلوالو طالبانو څخه ونیسي او هم د دريو ولسواليو وړممۍ، تروې او وازيخوا لارې چې له تېرو اتو کلونو را په دې لوري د ګواشتې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري تړل شوې، خلاصه کړې.))
د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي په دې اړه وويل، چې په ملي او محلي پوليسو کې خيالي پوليس دندې نه اجرا کوي دا يوازي تش تبليغات دي، ځکه اوس دوی معاشونه پوليسو ته د کابل بانک او اېم پیسه سیسټمونو له لارې ورکوي.
د ضيايي په خبره، چې ټولو پوليسو ته د کابل بانک له لارې معاش ورکول کيږي، هيڅ خيالي پوليس نشته او نه به هم چاته اجازه ورکړي چې په ملي او يا هم محلي پوليسو کې خيالي پوليس ځای کړي.
سرچينې د ښځينه پوليسو په اړه وويل، چې په دې ولآيت کې پنځه ښځينه پوليسې دنده تر سره کوي، چې دوه يې ولايتي شورا او پاتي دری په امنيه قومنداني کې دندې تر سره کوي.
ضيايي د اومنې ولسوالۍ په اړه وويل، چې له امنيتي ارګانونو سره په ګډ پلان کار کوي او په ډير نږدې راتلونکي کې به ياده ولسوالۍ بيرته د افغان ځواکونو لاسته ولوېږي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم د دې ولايت اوسيدونکو په وارونو، وارونو له رسنيو سره په خبرو کې د خيالي پوليسو د شتون شکايت کړی، خو چارواکو هغه وخت هم دا تشې اوازې بللې.