خبریال: اکبر راحیل (ښرنه) د پکتیکا د مرکز ښرنې په شمول په ۱۵ ولسوالیو کې لا هم د نجونو لیسه نشته او زرګونه نجونې بې سواده لویږي.
د دې ولایت اوسیدونکي د پوهنې له وزارت څخه په مرکز ښرنه کې د نجونو د یوې داسې استثنایي لیسې د جوړیدو غوښتنه کوي چې ټولې کارکوونکې او ووښونکې یې ښځې وي.
دوی وایي، اوس مهال په ټوله پکتیکا کې په خصوصي او دولتي سکتور کې یوازې یوه ډاکتره شته ځکه پکار ده چې د پکتیکاوالو نجونو زده کړو ته زیات پام وشي.
د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستیال یعقوب خان منظور په پکتیکا کې له دریو ولسوالیو پرته، په نورو کې د نجونو لپاره متوسطه ښوونځي هم نه شته.
دی وایي تر هر څه وړاندې باید په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره یوه استثنایي لیسه جوړه شي.
نوموړي زیاته کړه که چیرې ښځینه ښوونکې له نورو ولایتونو په امتیازي معاش را استخدام شي او دلته ورته د ښوونکو په ښارګوټي کې یوه نمره ځمکه ورکړل شي ډاډه دی چې د دې کار پایله به مثبته وي.
بل ځوان اکبر راحل وایي نور نو خلک اړ او لېواله شوي چې په خپلو نجونو زده کړي وکړي، خو دا کار هله شونی دي چې د سیمي دود او کلتور ته په کتو داسې استثنایي لیسه جوړه شي چې ښځینه استادانو او شاګردانو ته لومړنۍ اړتیاوې په نظر کې ونیول شي.
قومي مشر جمیل غاور وایي په ټوله ښرنه کې د نجونو لپاره د سیمي له کلتور سره سم د ښوونځي نه شتون خلک اړ کړي چې په خپلو لوڼو او خویندو زده کړې ونه کړي.
دی وایي که چیرته یوه استثنایي لیسه په پام کې ونیول شي خلک اماده دي چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسولین وایي، د پکتیکاوالو یاده غوښتنه به له وزارت سره شریکه کړي او هیله لري چې په دې هکله د یوې نمونوي لیسې د جوړیدو امکانات په لاس راکړي.
د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې د نجونو لېسې شته خو د مرکز په ګډون په نورو ولسوالیو کې له شپږم ټولګي وروسته خلک د کلتوري محدودیتونو له امله په نجونو زده کړي نه کوي.
د دې لیکنې په لوستلو ډېر خواشینۍ شوم . پکتیکا یو لوی ولایت دی ، په ټول ولایت کې یوه داکتره کارکوي. هرکال به څومره خویندې او میندې د مختلفو ښځینه ناروغیو له اله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په هرحال دا د پکتیکاوالو قانوني اومسلم حق دی چې ستاسو له غوښتنو سره سم یوه استثنائې ښځینه لیسه ولري. ستاسو پدې وړاندیز کې هیڅ قانونی عذر او مشکل نشته ، خپلو غوښتنو ته دوام ورکړی ،خپل اولادونه د علم په ګاڼه سمبال کړئ.