د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين وايي، چې د دې ولايت د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه او د ولسونو د اړتياوو په نښه کول يې د اداري رئيسانو پر مټ پيل کړي دي، ښاغلی متين وايي، د پکتيکاوالو غوښتنې او اړتياوې به په نښه او د يوه منظم پلان له مخې به يې ولسمشر، اجرائيه رئيس او مرکزي وزارتونو ته د حل په موخه ورسوي
د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين چې تازه يې ددې ولايت د والي په توګه دنده پيل کړي وايي، چې د اداري سمون په موخه يې ددې ولايت د رئيسانو پر مټ د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه پيل کړي، ښاغلی متين وايي له ارزونې وروسته به د اړتيا پر مهال اداري اصلاحات هم رامينځته کړي
ښاغلي متين زياته کړه چې د ښې حکومتولۍ، ډاډمن امنيت، متوازنې ودې، د پوهنې زراعت روغتيا او پاتې نورو برخو کې يې د پکتيکاوالو د غوښتنو راټولول او د اړتياوو په نښه کول يې پيل کړي دي، نوموړی وايي چې ددې ولايت د اوسېدونکو ټولې غوښتنې او اړتياوې به د يوه منظم پلان له مخې د حل په موخه ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس او مرکزي وزارتونو ته ورسوي
د پکتيکا والي ددې ولايت پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې پدې چاره کې ورسره مرسته وکړي ترڅو پدې ولايت کې شته ستونزو ته د ولس په مرسته د پای ټکی کېښودل شي
د يادولو ده پکتيکا ولايت د موقعيت له پلوه خورا مهم بلل کيږي، چې زياتو بسټيزو پروژو ته اړتيا لري، دا به راتلوونکی په ډاګه کړي چې د ملي يووالي حکومت مرکزي وزارتونه دې ولايت ته څومره پام وراړوي.
د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر