خانزاده تراب – پکتیکا
د پکتیکا ولایت لپاره د ولسمشر اشرف غني لخوا ګمارل شوي والي امین الله شارق نن ددوشنبې په ورځ رسماً په خپله دنده پیل وکړ او خلکو ته ور وپیژندل شو.
په دې مناسبت د پکتیکاولایت د غونډو په تالار کې د (چنګاش په لومړۍ) نېټه غونډه رابلل شوې وه، چې پکې د مرکز کابل څخه پکتیکا ته په راغلي پلاوي کې دسیمه ییزو اورګانونو د خپلواکي ادارې مالي اواداري معین عبدالمالک صدیقي ، دنشه یې توکو په وړاندې دمبارزې وزارت مرستیال رشید شیرزاد ، په ولسي جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازو سربیره دپکتیکا ولایت دولایتي شورا غړو ،د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو قومي مشرانو، د رسنیو استازو او مدني فعالانو ګډون کړی ؤ.
د غونډي په پیل کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي نوي ټاکل شوي والي امین الله شارق ته د ښه راغلاست تر څنګه مبارکې وویله او د بشپړ امنیت ډاډ یې ورکړ.
فضلي وویل چې په پکتیکا ولایت کې ډاډمن امنیت تعمین دی او په یاد ولایت کې په تیرو ۱۳ کلونو کې د پام وړ هر اړخیز پرمختګونه شوي دي.
نوموړي نوي ټاکل شوي والي ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په څیر به د پکتیکا ولایت ټولي ملکې او نظامي ادارې ورسره په پوره امانت داري کار کوي.
مرستیال والي عطاالله فضلي د پخواني والي (انجینر عبدالکریم متین) کړنو او خدمتونو ته هم اشاره وکړه، او زیاته یې کړه، چې عبدلکریم متین په پکتیکا ولایت کې په لنډ وخت کې د پام وړ خدمتونه کړي، او سترګې پرې نشي پټیدلی، هغه یې وستایه او مننه یې ترې وکړه.
ښاغلي فضلي په خپلو خبرو کې وویل: (( څو ورځې وړاندې دپکتیکا دنوي امنیه قومندان په توګه مل پاسوال علی مست مهمند په دنده وګومارل شو، چې د همدغه ستیج له لاری نوموړی هم مونږ دپکتیکا خلکوته د امنیه قومندان په توګه ورپیژنو، او دیادو وړ کسانو په راتګ سره به په پکتیکا کې دپام وړ مثبت بدلونونه راشي.
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مالي او اداري معین عبدالمالک صدیقي له خوا د پکتیکا خلکو ته امین الله شارق د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکي ادارې په وړاندیز او دجمهور ریس دحکم سره سم دپکتیکا د نوي والي په توګه ځایې چارواکو او د پکتیکا خلکو ته وروپیژندل شؤ.
صدیقي زیاته کړه چې نوی والي امین الله شارق د ښې حکومتوالي، د دولت او ولس تر مینځ د اړیکو په پیاوړتیا او په پرمختګ کې کاپي تجربه لري، او دده په راتګ سره به په پکتیکا ولایت کې پراخ هر اړخیز او مثبت بدلونونه رامنیځته شي.
عبدالمالک صدیقي د پکیتکا نوي امنیه قومندان مل پاسوال علی مست مهمند ته هم د نوې دندي مبارکې وویله، او هغه یې دکاري تجربو او ښې وړتیا خاوند وباله.
نوموړي دپکتیکا د امنیت او پرمختګ او یوې ښې راتلونکی په هیله له نوي والي او امنیه قومندان څخه غوښتنه وکړه چې دوی په ګډه کار وکړي.
په ولسي جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازی وکیل نادرخان کټوازي د پکتیکا نوي والي او امنیه قومندان ته مبارکې وویله او له هغوی څخه یې د خدمت کولو غوښتنه وکړه.
نادرخان کټوازي زیاته کړه: ((دپکتیکا خلک اوس پوهه او تعلیم غواړي ،داچې تیري څو لسیزې په جګړه کې ځوریدلي دي، نو په بشپړ اخلاص سره کار او خدمت کول غواړي.))
نوموړي وویل چې پکتیکا وال ټینګ قومي جوړښتونه لري، زور واکې نلري ، همدارنګه له پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري، چې ۱۳ کلن جنګ دردولي او تر اوسه یې یوه امنیتي پوسته او یا هم یوه لویشت خاوره پردیو ته نه دی پرېښې.
کټوازي له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چی دولت یی قربانیو ته په کتو سره باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.
یوتن قومي مشر پاچاخان هم خبري وکړې او نوي ګمارل شوي والي امین الله شارق ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د پیل کړل شوې دندی مبارکې وویله.
پاچاخان هیله وښودله چې د شارق په راتګ سره به په پکتیکا ولایت کې شته ستونزي له منځه ولاړي شي او له هرڅه ډیر به معارف، روغتیا او بیا رغوني ته زیاته توجه وکړي.
نوموړي د پکتیکا ولایت کانونو ته هم اشاره وکړه او له نوي والي امین الله شارق څخه یې غوښتنه وکړه چې د امکان په صورت کې دي په یادو کانونو کار وشي.
(د پکتیکا ولایت د جانخیلو د نفتو زیرمه، د ډبرو سکرو او نورو قیمتي ډبرو کانونه لري.)
قومي مشر پاچا خان وویل چې که چیرته چارواکې ځان د ولس خادمان وبولي او ولس یې امیران وګڼي نو د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن کم او د کار کولو فضاء به رامنځته شي.
ژورنالیست او مدني فعال محمدالله همتیار د مدني ټولنو د استازو په نمایندګې له نوي والي څخه غوښتنه وکړه چی دپکتیکا دپوهنتون درغولو چارې چې د پکتیکا د خلکو له خوښي سره ناسمي د غزني ولایت سره په څنډه کې رواني دي ودروي.
محمد الله همتیار زیاته کړه: (( مونږ غواړو هغه پوهنتون چې د پکتیکا د خلکو له مشورې پرته په یوه نا امنه او غرنۍ سیمه کې د وخت د والی له خوا افتتاح شوی، مرکزي ټکي ته را ولیږدول شي.))
همدا راز همتیار وویل چې هڅه دي وشي ترڅو په پکتیکا ولایت کې قانون په ټولو خلکو یو شان عملي، او د یو او بل فرق باید پکې ونشي.
دپکتیکا نوي والي امین الله شارق د خپلو خبرو په پیل کې د پکتیکا ولایت د ورستیو پیښو د شهیدانو په حق کې دعا وکړه.
امین الله شارق په خپلو خبرو کې د ټاکنو پرمهال د پکتیکا ولایت له خلکو سره د جمهور ریس اشرف غني د کړیو ژمنو ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل: (( د ولسمشر له ژمني سره سم به د ممبر او ارګ ترمنځ فاصله له منځه وړو ،دهر سرباز او هر هیوادوال حق به اداکوو ،دامنیت د ټینګښت او د یاد ولایت دقضایي او عدلي ارګانونو په اړه به ځانګړې پاملرنه کوم.))
شارق زیاته کړه چې، صادقانه ژمنه کوم تر څو ولس ته وړ خدمتونه وړاندې شي، او په هر برخه کې دولس همکاري او ملاتړ غواړم او له هغوی سره به وخت پر وخت مشورې کوم.