خبریال: سیف الرحمن شهاب / پکتیکا – د پکتیکا والي انجینر عبدالکریم متین د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې سلګونو افغاني زده کوونکو ته د پاکستاني نصاب د تعقیب پر ځای د افغاني زده کړو زمینه برابره شوه.
ښاغلي متین وویل چې پکتیکا له ګاونډي هیواد پاکستان سره اوږده پوله اري او د نورو ستونزو تر څنګ د پوهنې په بهیر کې هم ګڼې ستونزې ننګوي، او لا هم په دې ولایت کې د وړ او لازمې زده کړې زمینه نه ده برابره شوې.
متین وویل چې یادې ستونزې ته په کتو یې د دې ولایت د ټولو ولسوالیو د پوهنې بهیر د ارزونې په موخه د ولایت د پوهنې ریاست له چارواکو سره یوځای یو ګډ پلاوی ټاکلی و، او دغه پلاوي له خپلو مشاهدو او کتنو وروسته ورته د ټولو ولسوالیو د پوهنې د وضعیت په هکله معلومات شریک کړي.
د نوموړي په خبره د پلاوي له معلوماتو ورته جوته شوې چې د پکتیکا په لري پرته سرحدي ولسوالۍ برمل کې زیات شمیر افغاني زده کوونکي د پاکستاني ښوونځیو په یونیفورم ملبس او د دې هیواد د ملي سرود او تاریخ په زده کړه پسې له پولې اوړي او د پاکستان هیواد په ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
دا په داسي حال کې ده چې تېر والي د رسنیو له بیا بیا شکایت سره سره تر پایه حاضر نه شو چېژ دا موضوع تایید کړي.
د پکتيکا والي انجنیر متين په وويل:(( په برمل او شکين ولسواليو کې له تيرو ديارلسو کلونو را په دې لوري افغان ماشومانو ته دپولې ها خوا پاکستانی نصاب تدريس کيږي.په پکتیکا کې ډیری ښوونځي یوازې د کاغذ پر مخ شتون لري او د ښوونکو معاشونه یې هم هره میاشت اخیستل کیږي.))
هغه زیاته کړه، هغه خلک چې د ښوونکو په نوم معاشونه اخلي یا باډي ګارډان(ساتونکي) او یا هم په ځینو ادارو کې اشپزان دي.
کریم متین همدا راز وویل چې یادې ستونزې ته یې په دې کال کې رسېدنه کړې او ددې ولسوالۍ د قومي مشرانو او مخورو سره یې په ګډ تفاهم په دې ولسوالي کې خپل مخکیني ټول ښوونځي رغولي ، او په دې سره یې په سلګونه افغاني ماشومانو ته چې په دې ولسوالۍ کې استوګن دي د پاکستاني نصاب د زده کړې پر ځای د افغاني زده کړو زمینه برابره کړې.
نوموړي وویل چې له دې وروسته به هم هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې د کوم بل هیواد ښوونیز نصاب تدریس کړي
والي کریم متین د دې ترڅنګ زیاته کړه چې په دې ولایت کې لا هم ډیر شمیر زده کوونکي شته چې له زده کړو بې برخې او ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
والي کریم متین د نجونو په برخه کې هم دا بهیر ټکنی وباله او پر خبره یې تر اوسه د نجونو د ښوونځي لپاره ودانۍ نه لري ، خو د نجونو د زده کړې د ودې په موخه به په روان کال کې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي.
یاده دې وي چې کال وړاندې د سولې او جګړې انستیتوت هم د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني نصاب د تدریس خبره کړې وه چې هماغه وخت د ځایي چارواکو له لورې یاد خبر بې بنسټه بلل شوی و.
دا بخواني وزير معارف فاروق وردك او بكتيكا دمعارف د اداري او مركزي كنترول كونكي اد ا ره مسوله او دا يو لوي خيانت به ملي سطحه دي .
General Sahib, Habebullah
De de Hokmat po kam zay ke Kheyanat nishta Shafafeyat po kom zay ke de che delta kheynat sheway da ?