تاند – د پکتیکا ولایت والي مولوي محمد الیاس وحدت د پکتیا ولایت د مرکز ښرنې د سرکونو د اساسي بیا رغونې د کار پرانسته وکړه.
د پکتیکا د والي ویاند نبی الله پیرخېل تاند ته وویل، د سرکونو د بیا رغونې دغه پروژه د پکتیکا د ښاروالۍ ریاست په خپل لګښت چې ۲۲۱۳۰۰۰ افغانۍ کېږي د یوې میاشتې په دوران کې بشپړيږي.
ښاغلي وحدت د پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، د ښرنې ښار د سړکونو د ترمیم چارې مو پیل کړې، دا یوه غوښتنه او اړتیا وه، سړکونه به جوړ شي، صفا به شي خو مهمه داده چې څنګه یې وساتو؟ نوموړي وویل چې مونږ باید په خلکو کې دا روحیه عامه کړو چې زمونږ ښار زمونږ کور دی او په کار دی چې د کور په څېر پام پرې وکړو.
پکتیکا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی چې د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري. دغه ولایت له ۵۵۰ زرو څخه ډېر اوسېدونکي او څه کم ۲۰ زره مربع کیلومتره لویوالی لري. ویل کیږي چې د دغه ولایت اکثر اوسېدونکيو ته اساسي خدمتونه په صحیح توګه نه رسېږي.